کونړوالي:
دښی حکومتولۍ اوقانون حاکمیت میاشتنۍ غوڼده دکونړوالي وحیدالله کلیمزي په مشرۍجوړه شوه
غونډه د کلام الله مجید څو مبارکو ایاتونو په ویلو سره پیل شوه، ورپسی دکونړ والي پرانستونکی خبری وکړی او وی ویل دښی حکومتولۍ سکتور دنورو سکتورونو اساس اوبنسټ تشکیلوي ، حکومتولي په سولی او امن د نظام په پیاوړتیا اوپرمختګ کې رغنده رول لري ښاغلي کلیمزي ټولو اداراتو ته دنده وسپارله چې دغلطو اجراتو مخه ونیسي او په خپل وخت دخلکو ستونزو ته رسیده ګي وکړي نوموړي زیاته کړه ټولی ادارې مکلفی دي چې فرمانونه ،مصوبې ،مقررې اوطرز العملونه بې له ځنډه په خپل وخت تطبیق کړي ، قانون پلی او حق حقدارته و سپاري نوموړي وویل که قانون تطبیق نه شي معلومه خبره ده چې د ولس او دولت ترمنځ فاصله پیداکیږي ادارې باید د واټن رامنځ ته کولو مخه ونیسي او د ولس باور راخپل کړي .
په غونډه کې داړوند ادارو استازو دعدلي ،قضایې او امنیتي ارګانوترمنځ دښی همغږۍ پیاوړتیا، لاسته راوړنو او شته ستونزو له منځه وړلو په اړه خبری وکړی او د یولړ مهمو موضوعاتودحل په برخه کې لازم تصمیمونه ونیول شول.
عبدالغني مصمم
دکونړولایت ویاند