پدې ورستیو کې د سولې د مذاکراتو تر نامه لاندې د پاکستان په مري ښار کې یوه ګډه ناسته تر سره شوه چې پکښې د کابل حکومت او د وسلوالو مخالفینو ځینې استازو ګډون کړی وه. دغه مذاکرات چې د حکومت، نړیوالې ټولنې او ځینې ګاونډیو هیوادونو لخوا یې هرکلی وشو د وسلوالو طالبانو لخوا یې ښکاره ملاتړ لا څرګند شوی ندی، بلکې په خپله تازه اعلامیه کې یې د سیاسي چارو مسولیت یوازې او یوازې د سیاسي دفتر په غړو پورې مربوط بللی دی، او په یاده ناسته کې د سیاسي دفتر (قطر دفتر) د غړو ګډون هم نه دی تاید شوی .
پښتون خوځښت د جګړې ضد د یوه سازمان په توګه پدې باور دی چې رښتینې سوله چې افغانان ورته له لسیزو ضرورت لري د پاکستان او د هغوی د استخباراتې ادارې له لارې یرغمل شوېده. دا مذاکرات چې په کښې د جګړې د ښکېلو غاړو ریښتیني استازي او رښتنې غوښتنې موجودې نه وې د سولې مذاکرات نه بلکې د سولې د سبوتاژ کولو یو ستره دسیسه ګڼل کیږي، په ورته ناستو جوړولو سره پاکستان پر افغان طالبانو د خپل نیمګړي درواغجن نفوذ په ښوولو د کابل حکومت او نړیوالې ټولنې ته دا ثابتوي چې دوی کولای شي د سولې خبرو اترو ته وسلوال طالبان راوبلي او په دې توګه د افغان سولې په پروسه کې خپل ستراتيژيک سیاسي اعتبار او ګټه تر لاسه کړي. پاکستان شاید دغه فرېبي اقدام د هغه استخباراتي تړون په بدل کې تر سره کوي چې یو څو میاشتې مخکې د کابل او اسلام آباد تر مېنځ په مرموزه توګه لاسلیک شو.
پاکستان له جوړیدو سره سم د افغانستان په بې ثباتۍ کې سترې ونډې درلودلي چي وروستۍ لسیزې یې سختې وژونکې وې. پاکستان د افغانستان سره ژور مخالف سیاسي شالید لري، پاکستان تل ورته کړنې په تېر ۳۵ کلن تاریخ کې هم تر سره کړي او پایلې یې څرګندې دي چې هېڅکله د سولې او ثبات باعث شوي ندي بلکې لا هم د جګړې د اوږدېدو لامل ګرځېدلي. تر څو چې پاکستان خپلو موخو او د پښتون افغان ټاټوبی ټوټې ټوټې نه کړي هيڅکله به هم له خپلې تګلارې لاس په سر نشي.
د افغانستان جګړه د افغانستان د خلکو، ارزښتنو او فکر په وړاندې نړۍ شروع کړې او د دغې ناولې تپل شوې جګړې په وړاندې د افغانستان مختلفو پرګنو ولسي مقاومت کړی دی چې هېڅکله نه خو په کوم ګاونډي هیواد پورې تړلی دی او نه په کومې ځانګړې ډلې ټپلې پورې.
سوله باید د جګړې د بندېدو په موخه نه بلکې د ثبات او پايښت په موخه تر سره شي، د سولې خبرې اترې د پاکستان له خوا د یرغمل شویو افرادو او ډلو ټپلوسره هيڅ پایله نه لري، مذاکرات باید د هغه وسله وال مقاومت سره تر سره شي چي په ریښتیا سره یې پایله په افغانستان کې د دایمي سولې پایښت وي. د اسلام آباد پشان غونډې د ریښتنې سولې د سبوتاژ کولو یو لویه دسیسه برېښي، که له یوې خوا د طالبانو په نامه ځینې نفوذي استازي د سولې مذاکرات تر سره کوي نو له بلې خوا بیا نورې نوې ډلې د جګړې اور ته زور ورکوي چې بیلګې یې په وروستیو کې څرګندې شوي دي، سوله به وویشل شي او افغانان به د تېر په څېر د جګړې او بې عدالتیو په اورونو او لمبو کې تر یو نامعلومه وخت سوځيږي.
زموږ هيله او غوښتنه: د افغاستان واکداره اداره باید د عدالت او انصاف لار خپله کړي، سوله یوازې او یوازې هله رامنځته کيږي چې عدالت تامین او انصاف وشي د افغانستان نوامیسو او ارزښتونو ته درناوی وشي، د افغانستان د خلګو مشروع حق او غوښتنې ومنل شي، افغان ولس باید د ورته فریبي دریځونو او پروسو قرباني نه شي، سوله باید په ریښتینولی سره یوازي د جګړې د بندېدو نه، بلکې د ولس ژغورنې، خپلواکۍ، ثبات، پایښت، عدالت او پرمختګ سبب شي.
پښتون خوځښت
د جګړې ضد ځوانان