تاند- له کاپیسا څخه د رارسېدلیو راپورونو له مخې د یوه ماین د چاودنې له کبله په دغه ولایت کې لږترلږه ۱۰ تنه ملکیان وژل شوي دي.

د کاپیسا امنیه قومندان جنرال عبدالکریم فایق نن /یکشنبه/ وویل په دې پېښه کې اووه تنه نور ژوبل شوي دي.

د فایق په وینا پېښه هغه مهال په تګاب ولسوالۍ کې وشوه چې د ملکیانو د سپرلۍ موټر پر یوه تازه خښ شوي ماین وخوت.

تګاب د کاپیسا یوه تر ټولو ناامنه ولسوالي ده.

تراوسه پوري کومې ډلې د ماین خښولو مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی خو د سیمې اوسېدونکي او امنیتي چارواکي وايي چې دا ماین طالبانو ایښی و.

وسله وال طالبان په لارو کې د دولتي ځواکونو لپاره مایونه ږدي خو عموماً ملکي وکړي د دوی د ماینونو قرباني کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *