تاند- د خوست د پرونۍ تروریستي حملې د تلفاتو شمېر۳۳ تنو ته ورسېد. مخکې د تلفاتو شمېر ۲۵ تنه اعلان شوی و.

پرون ماښام شپږ بجې او څلوېښت دقیقې یوه انتحاري په خوست کې د امریکايي پوځیانو د اډې مخته موټربمي حمله وکړه.

د خوست د والي ویندوی مبارز ځدراڼ نن وویل، په دې برید کې ټولټال ۳۳ تنه وژل شوي او۲۳ نور ژوبل شوي دي.

ده زیاته کړه:«ټول وژل شوي او ټپیان شوي کسان ملکیان دي. چاودنه داسي وخت وشوه چې دوی د روژه ماتې لپاره تم شوي ول.»

تراوسه پوري د حمله کوونکي د برید اصلي هدف نه دي څرګند.

پرون ځینو چارواکو ویلي و چې حمله کوونکي غوښتل چې د امریکايي پوځیانو اډې ته ننوځي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *