د میدان وردګو ولایت جلریز ولسوالۍ د ټکانې حوزې قومي مشر سرور احمدزی تېره شپه د وسله والو مخالفینو له لورې په شهادت رسول شوی دی .

۴۰ کلن سرور احمدزی اوه ورځې وړاندې د کابل ـ بامیانو پر لویه لاره د وسله والو مخالفینو له لورې د پول هوایي په سیمه کې له موټر څخه ښکته کړی وو او تېره شپه یې په شهادت رسولی،چې جسد یې نن ( دوشنبه ) د نرخ ولسوالۍ په ده حیات سیمه کې وموندل شو.

شهید سرور احمدزی په جلریز ولسوالۍ کې اوسیدو او د قومي مشر په توګه یې د کوچیانو د ستونزو د حل کمیټې غړی هم وو.

د میدان وردګو والي ښاغلي حیات الله حیات په یاده پېښه ژوره خواشیني ښودلې ، نوموړی ته یې د جنت الفردوس او کورنۍ ته یې د صبر جمیل غوښتنه کړې .

نوموړی د ټلیفون له لارې د شهید له کورنۍ سره خبرې وکړې او د مخالفینو د یادې کړنې د غندلو ترڅنګ یې نوموړی سره ژمنه وکړه،چې د هغه کسانو څخه به جدي څېړني وکړي،چې د نوموړی د خلاصون په برخه کې پوره دنده نده ترسره کړې .

درنښت

د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر

One thought on “وسله والو مخالفانو یو قومي مشر په شهادت رسولی دی”

ځواب دلته پرېږدئ