د بغلان په مرکز کې سېل ۷ تنه مړه کړل

د میدان وردګو ولایت په سیداباد،چک او نرخ ولسوالیو کې تېره شپه د اورښتونو له امله د راوتلو سیلابونو له امله سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه،بندونه،استنادي دیوالونه او سړکونه تخریب شوي دي .

په همدې موخه د میدان وردګو والي ښاغلي حیات الله حیات په مشرۍ د ادارو د مسؤلینو ترمنځ په جوړه شوې غونډه کې پرېکړه وشوه،چې په بېړنۍ ډول دې هغه سیمې سروي شي،چې د یادو سیلابونو له امله زیانمني شوي دي .

د معلوماتو له مخې د راتلو سیلابونو له امله د سیداباد ولسوالۍ د ټوپ دښتې په غازي خیل ، کوډي او معین خیلو سیمه کې دوه د اوبو بندونه تخریب شوي دي .

همدا راز په شیخ اباد کې ۶۰ جریبه کرنیزه ځمکه هم د یادو سیلابونو له امله په بشپړ ډول تخریب شوې ده .

د یادې ولسوالۍ په ملي خیلو سیمه کې ۳۰۰ متره استنادي دیوال هم د یادو سیلابونو د راوتلو له امله هم تخریب شوی دی .

په همدې حال کې د چک ولسوالۍ په شاه قلندر او لنګر سیمو کې ۲۵ جریبه کرنیزه ځمکه تخریب شوي او همدا راز چک ولسوالۍ ته غځیدلی سړک هم تخریب شوی دی .
په ورته وخت کې د نرخ ولسوالۍ په بادام سیمه کې هم سیلابونه راوتلي،چې له امله یې ۲۰ جریبه کرنیزه ځمکه او باغونه هم تخریب شوي دي .

د میدان وردګو والي ښاغلي حیات الله حیات مسؤلینو ته لارښوونه وکړه،چې سروې دې په شفاف ډول ترسره شي او هغه سییمو ته چې زیانونه اوښتې په باید په ټاکلې وخت ورته مرستې ورسول شي .

ده همدا راز د مرستندویه ادارو څخه هم وغوښتل چې له سروې وروسته دې د مرستو ترسره کولو په موخه د ولایت د طبعیي پېښو پر وړاندې د بېړنۍ کمیټې سره اړېکه وکړي.

د یادونې وړده، د راوتلو سیلابونو له امله ځاني زیانونه نه دي اوشتې .

درنښت

د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *