په ازاد نظم کې تر قافيه والې شاعرۍ امکانات ډېر وي. خلک قافيه وال شاعرۍ ته ځکه خوشحالېږي، چې خلکو د ازادو نظمونو خوند نه دی ليدلی.
بل لامل يې دا دی، چې په قافيه والې شاعرۍ کې چوکاټ معلوم وي، په معلومې قافيې او رديف پسې ځه؛ نو دا که له يوې خوا تنګسه ده، له بل پلوه اسانتيا ده. زموږ فکرونه هم له قافيوالې شاعرۍ سره ډېر روږدي شوي دي. د غزل غوندې فکر کوو، ځکه قافيه واله شاعري خوند راکوي او د ناقافيه والې له لوستو او ليکلو ځان ساتو.
قافيه واله شاعري موجز کلام وي، ډېرې خبرې په يوه وړه پيرايه کې وشي. په هنر کې ايجاز ډېر نقش لري، ځکه نو موږ ته قافيه واله شاعري، په تېره غزل معجز کلام ښکاري.
بل لامل يې ښايي دا هم وي، چې ذهنونه مو خپل ادبي تاريخ له قافيه والې شاعرۍ سره ګرو کړي، چې له ازادې شاعرۍ خوند نه شو اخيستلای؛ خو په دې کې پخپله زموږ د ازادې شاعرۍ لاس هم دی.
دا سمه ده، چې موږ بريالي ازاد نظمونه لرو؛ خو ډېر نظمونه داسې دي، چې حتی په شاعرۍ کې يې سړی نه شي شمېرلای؛ نو زموږ ساده لوستونکي دې هم له ازاده نظمه زړه توري کړي دي.
د قافيه والې، په تېره د غزل او ازادې شاعرۍ ترمنځ خبره په مضمون کې ده. غزل چې مضمون لري، بريالی دی؛ خو ازاده شاعري، چې تشې خبرې دي، خلک يې نه لولي.
نو په ازاد نظم کې هم که مضمون ته توجه وکړو، ډېر لوستونکي موندلای شو او دا د ازاد نظم اساس دی. تاسې وګورئ، په نړۍ کې هغه ازاد نظمونه بريالي دي، چې د ژوند په اړه درته يوه خبره ولري. البته دلته له ژونده زما مراد نه يواځې اخلاق دي، نه اقتصادي اړودوړ. د انسان د ژوند هر اړخ مې مراد دی.
کله چې له ما سره خبره وي؛ نو ورسره پکار ده، چې يو کيفيت، يو درد وي. مطلب، خبره مې خلکو ته احساساتي ارزښت هم ولري؛ نو ازاد نظم يې د وړاندې کولو غوره ډګر دی. زما موخه بالکل د قافيه والې شاعرۍ تذليل نه دی، بلکې يواځې د ازادې شاعرۍ تشهير دی.
دوه خبرې شوې، يو دا چې په ازاد نظم کې ښه دا ده، چې يوه خبره درسره وي؛ خو ورسره احساسات وي. زموږ ادب کې چې ازاد نظم ته توجه نه کېږي، يو علت يې دا هم دی، چې موږ عموما د نثر خبرې هم په نظمونو کې کوو. د کاروان د ازادو نظمونو د بري يو لامل دا دی، چې زموږ ټولنې ته احساساتي ارزښت لري.
عموما په مقفی شاعرۍ کې د کيفيت د انتقال چانسونه کم وي او پر ځای يې مضمون ته ډېر اهميت ورکول کېږي؛ خو په ازاد نظم کې چې کيفيت وړاندې کېږي، رواني ارزښت لري. ازاد نظمونه که د د درون غبرګون وي، خو ښه تر ښه، ګنې د بهرنۍ دنيا په اړه ستا دروني غبرګون ښيي او داسې يې رواني ارزښت زياتېږي. د ازادو نظمونو رواني شننه اسانه وي، ځکه روان ته پکې ډېر پام کېږي او هغه پېښه چې زموږ لپاره رواني ارزښت ونه لري، کامياب نظم ليکل به پرې راته سخت وي. خپل نظم مو چې نهيلي، خوشحالي، روحي ستړيا، اضطراب او نور انځور نه کړي، خوند ترې نه شو اخيستلای.
په ازادو نظمونو کې تر خبرې او احساساتو وروسته ادبي ژبه ده. هغه ادبي ظرافتونه چې په قافيه واله شاعرۍ کې کارېږي، په ازاد نظم کې ورته مخه خلاصه وي. ته د خپل تخييل له خزانې پرېمانه استفاده کولای شې، ځکه خو پوهان وايي، چې ازاد نظم د لاشعور او بيا د تخييل د کرشمو ښودلو غوره ډګر دی. مثلا: ته په مقفی شاعرۍ کې له چوکاټ(څپو، قافيې، رديف) او نورو نه مجبور يې، چې له تخييله ډېرې خبرې سرکپ کړې. له چا نه څانګونه ووهې، له چا سرونه ، له چا پښې؛ نو دا خو ښکاره ده، چې هغه خوند يې لاړ شي. د مفهوم له بله پلوه هم رديف تا مستقيما مجبور ساتي، چې ناغېړي او انحراف ونه کړې، بلکې احترام يې وکړې او دا احترام کله ناکله د غلامۍ په بيه وي. همداسې د مقفی شاعرۍ قافيه په لومړي سر کې او بيا ورپسې نور الفاظ او مفاهيم تا نامستقيم له ځانه لرې تګ نه پرېږدي او خواهش درنه کوي، چې په همدې چورليځ وچورله او دا خواهش هم کله سړي ته تکليف څه چې مرييتوب شي؛ نو په ازاد نظم کې شاعر د الفاظو او معلومو خيالاتو له غلامۍ خلاص وي، بلکې الفاظ او خيال ستا غلام وي. په اسانه کولای شې، د خپلې خبرې او خپل کيفيت له روح سره سم الفاظ بدل رابدل کړې او لا يې دقيق کړې.
په مقفی شاعرۍ کې که غزل ليکې، اړ يې چې د هر بيت لپاره بېله خبره ومومې؛ خو په ازاد نظم کې له دې تکليفه خلاص يې او خبره دې معلومه وي؛ نو ټوله توجه دې ادبي ماهيت يا ادبي ژبې، خيال، تصوير او کيفيت ته وي.
خو په ازاده شاعرۍ کې موږ کله کله ډېره سهل پسندي يا ناراستي کوو، يوه خبره ذهن ته راشي، ژر ژر پرې د ازاد نظم په نامه منظومې کرښې وليکو او خپرې يې کړو. کله کله يو نظم اوونۍ او مياشتې نيسي، هله نظم شي. له خپل نظم سره که خواري ونه کړو، زيان يې موږ ته رسي.
په ازاده شاعرۍ کې دا ګټه شته، چې ته له خپلې خبرې او خپل کيفيت سره سم وزن ورته انتخابولای شې. په غزل کې زياتره وخت دا کار ممکن نه وي. په ازاد نظم کې که د خوشحالۍ خبره يا کيفيت وي، مست وزن ورته غوره کېږي، که د نهيلۍ وي، ټيټ يا د غورځېدلي آهنګ والا و��ن، که د ويرې حالت وي، هيجاني وزن، که قهر حالت وي، ګړندی وزن. که د غم يا ګيلې حالت وي، پرې پرې وزن.
په ازاد نظم کې د وزن انتخاب ډېر نقش لري او موږ په دې پوهوي، چي وزن تر شاعرۍ بهر څيز نه دی، بلکې دا د شاعرۍ په ماهيت او ارزښت کې لاس لري. اوس تاسې د کاروان، دروېش او نورو برياليو شاعرانو نظمونه وګورئ او بيا پرې دا خبره تطبيق کړئ، پته به درته ولګي، چې وزن په ازاد نظم کې څومره لاس لري.
په ازاد نظم کې بل کمال دا دی، چې موږ پکې د خپلې احساساتي خبري د وړاندې کولو لپاره خپل علمي تجربه هم کارولای شو او ښايي د نثر غوندې مو په اسانه د ژوند ډېرو تجربو ته پام ورواوړي؛ نو چې څومره زموږ دا تجربې، خاطرې، مشاهدې او مطالعه پراخه وي، ازاد نظم به مو هغومره پياوړی وي. د ازاد نظم د خبرې په مجرد بيان څوک نه شو متاثره کولای، چې تر څو ورسره نورې ډېرې خبرې يوځای نه کړو.
تر دې خبرو وروسته چې ما ته په ازاد نظم کې اړين ښکاري، هغه سمبولونه دي. دا ضرور نه ده، چې هر ازاد نظم دې سمبوليک وي او دا هم ضرور نه ده، چې ټول خلک دې په دې خبره کې له ما سره موافق وي؛ خو زه داسې انګېرم، چې که سمبوليکه او تمثيلي ژبه ونه کاروو، بيا خو ازاد نظم تشې خبرې شوې، د نثر خبرې چې يواځې موزونې کړې مو دي. په سمبول کې دا کمال شته، چې له تشې خبرې مضمون جوړوي. مثلا: که د يوه کس زوی مړ شي، داسې زوی، چې ژوند يې پرې جوړ وي او موږ يې ازاد نظم کې انځوروو؛ نو که “زوی مې مړ شو، شوم بېوسه” ووايو، ښه به وي؟ که دا چې: “لاس مې مات شو”؟ موږ کار په لاس کوو، ژوند مو په لاسونو ولاړ دی، ځکه خو سعود وايي، چې، ” زه په لاسونو باندې سا اخلمه”. داسې نو لاس د ژوندي پاتېدو او ژوند کولو سمبول شو. يوه عادي خبره د سمبول په کارولو په يوه مضمون اړولای شو.
موږ په خپل لاشعور کې د سمبولونو پرېمانه ذخيره لرو. د سمبوليستانو په اند، که په شاعرۍ کې لږ په لاشعور پسې پړی ورسست کړو او دا شعور لږ غوندې ويده کړو؛ نو له ټولنيز او فردي لاشعوره ډېر سمبولونه راايستی شو؛ خو دا کار به لږ ناارادي يا سخت وي؛ نو اسانه کار خو ما ته دا ښکاري، چې شاعر شعر يو وخت ليکي؛ خو شاعرانه فکر همېشه کوي، ان په خوب کې هم شاعري کوي. ښه ده، چې موږ د شاعرۍ حس فعال وساتو او چې له چا نه خبرې اورو، څه ګورو، څه وينو، څه لولو د سمبولونو او د خپلې شاعرۍ لپاره پکې مواد ولټوو.
نو د خپل ژوند له تجربو، خاطرو، مطالعې او داسې نورو ډېرو مواردو نه د سمبولونو په توګه په خپل ازاد نظم او مقفی شاعرۍ کې استفاده کولای شو، چې بس استعمال يې مجازي، استعاري وي. يعنې ځای مو وربدل کړی وي.
همدغسې له خپل سياسي، ادبي او مذهبي تاريخه ښه استفاده کولای شو. مثلا: د حضرت آدم ع له غنمه، د حضرت سليمان له تخت روانه، د حضرت اسماعيل له قربانۍ، د مېرويس نيکه له فاله، د شاه زما له ړندولو؛ خو ښه به دا وي، چې په په تاريخ کې موږ هغه پېښې ومومو، چې لوستونکي ته بېخي يا نسبي نوې وي. که تکراري خبرې تکرار کړو، د سمبولونو رمزيت او ادبي ماهيت ته نقصان رسېدلای شي. همدغسې په خپل ادبي تاريخ کې هم موږ ډېر سمبولونه يا داسې خبرې موندلای شو، چې سمبوليکه استفاده ترې شونې ده؛ خو صرف مطالعه غواړي او دلته هم ښه ده، چې نامشهور اړخونه يې راواخلو. مثلا؛ د مومن خان او شېرينۍ له حماسې، د فتح خان او رابيا او په لسګونه داسې ولسي نکلونه، حکايتونه، حماسې موږ لرو، چې موږ پکې د خپلو ازادو نظمونو او نورې شاعرۍ لپاره مواد موندلای شو. غفور لېوال چې له دې ښېګڼې خبر دی، په خپلو ازادو نظمونو کې يې د شاهنامې له حماسو ښه استفاده کړې ده.
له دې سره مو له يوې خوا نظم له يواځيتوبه او ابهامه راوځي، له بل پلوه مستدل کېږي، ادبي ماهيت يې ورسره پياوړی کېږي او خوندور کېږي. بل دا چې موږ په خپل نظم کې تنوع پيدا کولای شو. لوستونکی په يوه وخت له څو ادبي خوندونو سره مخولای شو. يو ځل ورته په ذهن کې د فرهاد او شېرين کيسه ورتداعي کوو، بيا بله او بيا خپله خبره وريادوو او له دې رنګارنګۍ سره يې پر مخ بيايو.
په ازاد نظم کې د سمبولونو په مقابل کې دېخوا واقعيت ډوله کول دي. سمبولونه اشنا خبره نااشنا کوي او له دې نااشنا کولو موږ خوند اخلو؛ خو له بل پلوه که له دې سمبولونو سره څنګ په څنګ معلومې نېټې، لکه، د ن م راشد په (يوسف کوزه ګر) کې چې نهه کاله د خپل اضطراب موده ښودل شوې، معلوم څېرې، لکه مومن، ادم، منصور، معلوم ځای، لکه د لېوال د (مکتبۍ) بر کلی او… او د واقعيت اړوند نور داسې الفاظ، نومونه، نښې يا شيان وکاروو، چې نظم مو واقعيت ډوله شي؛ نو په نظم کې خوند پيدا شي. لوستونکي ته يو نااشنا شی، اشنا شي او لوستونکی له دې اشنا کولو هم خوند واخلي. البته، په واقعيت ډوله کولو سره سمبوليک شعر رياليستي کېږي نه. بلکې دا دوه انتها يعنې د سمبول په لاس په خيالي واقعيت او د واقعيت ډوله کولو په لاس واقعيت ډوله خيال د نظم ادبي ارزښت مستحکم کړي او له دې دوو انتهاوو لوستونکی محظوظ شي، لکه سړی چې په خوب کې يوه ورځنۍ پېښه ويني، چې د ده لپاره عاطفي ارزښت هم ولري او خوند هم ورکوي.
په مقفی شاعرۍ کې موږ د نورو ژانرونو توکي دومره نه شو کارولای؛ خو په ازاد نظم کې دا کار شونی دی او دا د ازاد نظم د نېکمرغۍ نښه ده.
په ازاد نظم کې د کيسه يي ادب له تخنيکونو استفاده ښه ده. لومړۍ استفاده له کرکټرونو کېږي او له دې نه ښکاري، چې په ازاد نظم کې چې موږ کوم مضمون وړاندې کوو يا کومه خبره کوو، هغه ډراماتيک اړخ او ارزښت لري. په ډراماتيک کولو سره خبره په پيښه واوړي او کيسه له له بيانه حواسو ته راوځي او محسوسه شي. مثلا: د غفور لېوال نظمونه او په هغو کې تاسې (مکتبۍ) وګورئ، چې ډراماتيک ارزښت څومره پياوړې کړې ده. پر پېښه کېدو يا داستان کېدو سربېره له ډراماتيک کېدو موږ بله مانا د پېښو ناڅاپي او بېړنی بدلون هم اخلو. په نظم کې يوه لويه پېښه وي، د دې پېښې ملاتړې وړې پېښې وي. په دغو پېښو کې ناڅاپي خو طبيعي او قانوني بدلون په نظم کې کيسه يي خوند پيدا کوي.
ازاد نظم کې چې د کيسه يي ادب له تخنيکونو استفاده کېږي، کرکټرونه هم پکې دي. په مقفی شاعرۍ کې کرکټرونه کم کارېږي او هغومره امکانات ورته ښايي نه وي؛ خو په ازاد نظم کې د کرکټرونو غوړېدو ته پراخه ساحه لرو او کرکټرونه خپل کمال په اسانه راښودلای شي. د ازاد نظم کرکټرونه د کيسو له کرکټرونو سره توپير لري. د کيسو کرکټرونه ډېر معقول او کيسه يي وي؛ خو د ازاد نظم کرکټرونه احساساتي ارزښت لري او د شاعر د احساساتو استازي وي. په کرکټرونو کې ګټه دا وي، چې د ازاد نظم پېښې له ځان سره متحرکې ساتي. ازاد نظم چې ليکو، ښه ده، چې پر کرکټرونو او کرکټرايزېشن فکر وکړو، چې د څومره کرکټرونو امکان پکې شته. د لېوال له (مکتبۍ) (سمبوليک نظم نه ده. زموږ کار يې دلته يواځې له کرکټرونو سره دی) پرته زموږ په زياترو نظمونو کې مرکزي کرکټر پخپله شاعر وي. ښايي د بل کرکټر پر ځای پخپله شاعر د خپلو احساساتو ښه استازي وکړای شي؛ خو که کرکټر بل وي او د ازاد نظم پېښه د درېيم شخص په مټ پرمخ يوسو؛ نو په ازاد نظم کې د ليدلوري تنوع پيدا شي. پر مرکزي کرکټر سربيره چې له شاعره ډير دقت غواړي، چې څرنګه کرکټر وي، چې دا پېښه سمه پر مخ يوسي، نورو کرکټرونو ته هم ضرورت پيدا کېدای شي. له اندازې د کرکټرونو زياتوالی ښايي د ازاد نظم ارزښت ته زيان ورسوي او پلاټ ورسره سست شي؛ نو د کرکټرونو مناسبه شمېره پکار ده. پر نورو کرکټرونو هم فکر پکار ده، چې څومره وي، څرنګه خلک وي او له مرکزي کرکټر سره به يې څه ارتباط وي. دا ډېره مهمه ده، مرکزي کرکټر يا کرکټرونه د دايرې مرکزي ټکی وي، چې پر محور يې دا نور کرکټرونه چورلي او د پېښې په وړاندې کولو او بشپړتيا کې ورسره مرستي کوي. هر کرکټر چې دا مرسته ونه کړي، پوه شه، چې يا اضافي دی يا موږ سم نه دی پېژندلای. که د کرکټرونو په تړاو پوه نه شو، ازاد نظم کې مو خامۍ او ابهام پيدا کېدای شي.
په ازاد نظم کې چې خبره پېښې ته واوښته؛ نو بيا پلاټ هم پکې شته، چې د بېلابېلو پېښو ترمنځ منطقي ارتباط ته وايي او پکار ده، چې راښکلی وي. همداسې پکې ښايي کله ناکله څه نا څه تلوسې ته هم اړتيا پيدا شي، چې لوستونکی له ځان سره روان وساتي.
همداسې پکې پيل، منځ او پای هم مهم دي. شاعر پکار ده، چې پر خپله خبره فکر وکړي، چې په څومره پېښو کې يې د وړاندې کېدو امکان شته او دا پېښې بايد څنګه وي، کومه لومړی شي، کومه وروسته، کومه اخر کې. که د ازاد نظم لومړۍ جملې مو راښکون ونه لري او لوستونکي ته عادي وبرېښي، ښايي هملته يې پرېږدي. کېدای شي، د پيل جملې يا پېښه د نظم له منځه يا پای راواخلو، چې په نظم کې تلوسه او خوند پيدا شي او لوستونکی راسره لاړ شي.
کله کله که ازاد نظم اوږد شي يا د هغه تېر حالت د تداعۍ يا د احسن تکرار لپاره ښايي شاعر يوه پېښه يا يوه مسره دوه، څو ځل منظم تکرار کړي؛ نو که دا تکرار بېځايه وي يا تر اړتيا زيات وي، د نظم ادبي ارزښت ته د ګټې پرځای تاوان اړوي.
موږ عموما پر ادبياتو خپله وچه اخلاقي فلسفه تطبيقوو. له ادبه د ښه ويلو، ښه کولو او بد ويلو او بد غندلو اخلاقي او سرسري مانا اخلو؛ خو ازاد نظمونه راته ښايي د شاعر ډير مرموز رواني کيفيتونه اوغوښتنې او تجربې راوښيي؛ نو له ازاد نظم سره سرسري نه، ژور چلن پکار دی او زموږ هيله هم له ازاده نظمه د ارزانه پېغامونو انتقال نه دی.
——————————————-
په تاند کې د لیکوال ځینې نورې لیکنې:
د مطلقو فعلونو املا، د شاعرۍ لوری، د کلمو شاعري، معلومات که فکر، جدي لوستونکی، رغښتواله، استعاري عددونه او قیدونه، حسن تعلیل او مدعا المثل، له شاعرۍ سره مراعت، زموږ د کیسو پېښې، د معلوماتو خرڅول، تلمیح، فرد څه وايي، تجنیس، هېره ژبه ، معما مو اوس ولي نه لګي؟
د استاد ښکلی مقاته ډیره ښکلی ده. خو ، په هیڅ صورت د آذاد شعر یا غیر مقفی شاعری له پاره د (نظم ) کلیمه نه شم منلای
استاد باید بله اصطلاح ورته استعمال کړی. مقفی شعر نظم کیدای شی مګر آذاد شعر به سم وی یا عیبجن خو نظم یی نه شو بللای.
فدا نظری
کابل/ لندن.