زه چي د وطن هر کونج ته تللی يم، د پيژندګلوۍ په وخت کي مي وطنوال راته هيښ- پيښ سوي او دا ځکه سوي چي ما ورته د اوسيدو ځای هلمند ښودلی.
د هلمند د نوم په اوريدو سره مي ځکه نازنېن وطنوال حيرانيږي، ويريږي او درديږي، چي د هلمند ماحول تنګ و بدرنګ دی، هلمند کي جنګ دی او دلته هر وينه زبيښونکی لنګ دی.
دلته دې وينه زبيښونکو د چيچلو په موخه چيچ کړی، دوی کم وخت چيچل او ډير وختونه خوړل کوي.
په يو داسي زورونکي، ويرونکي، وينه تويونکي، وينه زيبښونکي او انسان خوړونکي تنګ و بدرنګ ماحول کي ژوندی پاتې کېدل او ژوند کول چي مي وطنوالو ته کمال ښکاريږي، نو زده کړه کول، له مکتبه فارغېدل، ليسانس اخستل او د ماسټرۍ پلان تړل خو به خود ورته يو خوب ښکاري.
خو دلته خوب رشتيا کېدونکی نه، بلکي رشتيا سوی دی.
دلته په ۱۳۶۹ کال کي د کجکي په ولسوالۍ کي د حاجي محی الدين خان په کور کي زيږدلی ماشوم، د حاجي محی الدين خان پر مټ زلمی سوی، هڅول سوی او بريالی سوی.
داسي بريا چي زما د وطن په جنتي کورونو کي ګل ګلالۍ وطنوال ورته هک حيران دي او ځکه ورته حيران دي، چي زلمي هلمند، د هلمند په غيږ کي، د لوږي و تندي په منلو، د ګرمۍ و يخنۍ په زغملو او د مزدورۍ و خوارۍ په ګالولو سره د شهيد انجينر عبدالمتين له ليسي څخه دفراغت اسناد ترلاسه کړي.
له مکتب څخه تر فراغت وروسته زلمی هلمند، د زوړ هلمند په غيږ کي، د وړو و زړو د ذهنونو روښانه کولو په موخه سباوون راډيو کي د وياندويې تر څنګ د يادې راډيو مالي مسوليت هم په پوره اخلاص او ايماندارۍ تر سره کړ.
په مالي برخه کي خپل برياليتوب پر دې ډاډه کړ چي د اقتصاد په برخه کي زده کړه کول مي د هېواد د اقتصادي سيسټم په رغولو کي اغيزمن تمامېدلی او هېواد مي له ملي احتياجه ژغورلی سي.
په همدې موخه يې په ۲۰۱۱کال کي دهندوستان هېواد ته د سفر موزي په پښو کړي او هم هلته يې د کرناټاکا ايالات د بنګلور په ښار کي د اقتصاد په برخه خپل تحصيلاتو ته په بنګلور پوهنتون کي ادامه ورکړه او د ياد پوهنتون څخه يې په ۲۰۱۴ کال کي ليسانس تر لاسه کړ.
اوس مهال ښاغلی هلمند په ياد پوهنتون کي د اقتصاد په برخه کي ماستړي کوي.
هيله ده چي زلمی هلمند مو هر ځل هلمند په راتګ سره، له هلمند سيند څخه د وطن د جنتي کورونو، د سپينو او غوښينو اوسيدونکي تر غوږونه دا ناره ورورسوي.
څرنګه هلمنده زموږ د چيغو زور دي ولیدئ؟
ویښي دي څپې سوې ساړه څاڅکي دي اورونه سول