تاند- د افغانستان د دولت وسله والو مخالفانو نن /سې شنبه/ په فاریاب ولایت کې یوه ستراتیژیکه دره ونیوله.
افغان طالبانو او د منځنۍ اسیا وسله والو سختدریځو ډلو، چې اکثره ځانونه داعش ته نژدې د ازبکستان د اسلامي غورځنګ غړي بولي، د قاریان دره نیولې ده.
افغان امنیتي چارواکو تایید کړه چې شاوخوا ۱۰۰۰ وسله والو مخالفانو پر دې درې برید وکړ او دا سیمه یې ونیوله.
امنیتي ځواکونو د خپلو تلفاتو یادونه نه ده کړې خو ویلي یې دي چې لږترلږه ۳۰ وسله وال مخالفان یې وژلي مګر امنیتي ځواکونه له سیمې وتلو ته اړ شوي دي.
د سیمې د اوسېدونکو په وینا د قاریان دره له دې کبله اهمیت لري چې د دې سیمې کنټرول د دولت وسله والو مخالفو ډلو ته لار هواروي چې المار ولسوالي ونیسي.