وویشت

د لغمان لپاره د طالبانو ځانبولی والي ووژل شو

تاند- د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي چې په ننګرهار ولایت کې یې په څو عملیاتو کې د لغمان لپاره د طالبانو ځانبولی والي له ۱۲ نورو سختدریځو سره وژلی دی.

د ملي امنیت د ریاست ویندوی حسیب صدیقي وايي، په هغو عملیاتو کې، چې تېره شپه په اچین او غني خېلو ولسوالیو کې وشول، د لغمان لپاره د طالبانو ځانبولی والي امین جان کوچی له ۱۲ نورو سختدریځو سره ووژل شو.

صدیقي وايي چې کوچی د طالبانو مهم قومندان و او ګومان کېږي چې نژدې ۸۰ پولیس یې وژلي وي.

طالبانو د ملي امنیت د ریاست د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

په سمنګان کې د طالبانو پخوانی والي ووژل شو

ناپېژندل شویو وسله والو تېره شپه د یوه جومات امام، چې د طالبانو د واکمنۍ په مهال په سمنګان کې والي و، وواژه.

د سمنګان د والي ویندوی محمد صدیق عزیزي وویل، دا پېښه د دره صوف ولسوالۍ په لبابي کلي کې هغه مهال وشوه چې نامعلومو وسله والو په جومات کې دننه پر مولوي محمد اسراییل ډزې وکړې.

مولوي محمد اسراییل د طالبانو د واکمنۍ په مهال د سمنګان والي و.

د سمنګان د والي ویاند وايي چې طالبانو څو ځلي له مولوي اسراییل څخه غوښتي و چې له دوی سره په جګړه کې ملګری شي، خو ده انکار کړی و.

تراوسه پوري د نوموړي د وژلو مسوولیت چا نه دی منلی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *