د سیاسي رهبرانو د لړۍ اوولسمه کړۍ –
د سیاسي رهبرانو د لړۍ په دې برخه کي مو د انګلیستان د شاهي نظام یو پرمختللي سیاسي رهبر ګورډن براون ژوند په اړه معلومات چمتو کړي، هیله ده لوستل يې مو خوښ سي.
ګورډن براون په سکاټلنډ کښې زیږیدلی، پلار یې جان براون او مور یې الیزابت برون نومیدله او د نوموړي پلار د یاد هیواد د کلیساو وزیر هم د لنډۍ مودي لپاره پاتي سوی. ګورډن لومړنۍ او منځنۍ زده کړې د (کیرکالډي ویسټ) ښوونځۍ کښې ترسره کړې او وروسته د یوه (سکالرشیف) د لارې يې (ایډنبرګ) پوهنتون ته لاره پیداکړه او هلته یې تاریخ ولوست. په پوهنتون کښې یې د یاد پوهنتون مئسول په توګه هم خدمت وکړ چې بالاخره په ۱۹۷۲م کال کې فارغ سو.
ګورډن براون د انګلیستان هیواد ډیر محبوب سیاستوال دی او نوموړی تر (ټوني بلیر) وروسته د یاد هیواد (۵۲) لومړی وزیر وو، براون خپل لیسانس او دکتورا دواړه د تاریخ په مسلک کښې د (ایډنبرګ) پوهنتون څخه اخیستي، په سیاسي ډګر کې نوموړی د کارګرانو د ګوند غړی وو چې په یاد ګوند کې یې د تګلارې (پالیسۍ) جوړونکي لقب وړی وو او په دې نامه یې شهرت درلود.
د سیاسي رهبرۍ ترڅنګ براون یو پیاړوی او مشهور لیکوال هم دی چې یو شمیر کتابونه او سیاسی بیوګرافۍ یې هم لیکلي دي لکه د (مکسټن، کورج او جان سمیت) ژوند په ګوند کې.
د د ګوند منشي په توګه د براون ټاکنې په انګلیستان کې د مالي په برخه کښې مهم اصلاحات رامینځته کړل، سره له دې چې د براون د لومړي وزارت په وخت کې نوموړي د شخصي مالیې ورکړي پلان، پښکې مالیې ورکړې پالیسۍ د مخالفت له امله د سخت اقتصادي ضعف سره مخ سول، خپله د براون د وخت برابرونکې بودیجه د انګلیستان ګوندونو لخوا سخت بحرانې حالت کښې ولویدله چې له امله یې کارګر ګوند زوال سره مخ سو.
د اقتصادي ضعف د زوال له امله د نوموړي ګوند په ټاکنو کې سخته ماته یا له لاسه ورکول وزغمل چې په پایله کې براون مجبور سو چې استعفا وکړي.
کار او ژوندلاره:
ګورډن براون د ۱۹۷۶-۱۹۸۰م کال پورې (ګلاسګو) کالج وروسته (اوپن) پوهنتون کې په سیاسي علومو په برخه کې استاد (لیکچر) دنده درولودله، تر پوهنتون وروسته براون د (سکاټیش تلویزیون) سره په روانو چارو ژورنالیستي شروع کړه او همدارنګه یې په (ایډنبرګ پوهنتون) کې د تاریخ په برخه کې ماسټرې وکړه چې د ماسټرۍ تیزس موضوع یې د (په سکاټلنډ کې کارګر ګوند او سیاسي تحولات د ۱۹۱۸ څخه تر ۱۹۲۹م پورې).
په ۱۹۸۳م کال کې براون د ختیځ ډنفرملین څخه پارلمان ته لاره پیداکړ، د پارلمان عضویت په جریان یې د ټوني بلیر سره هم ملګرتوب پیداسو، نوموړي د (مکسټن) ژوند لیک ولیکی او وروسته یې یو شمیر نور کتابونه هم ولیکل، شاوخوا پنځو کال لپاره نوموړی صدراعظم وټاکل سو او بالاخره د جان سمیت تر ناڅاپه مرګ وروسته په ۱۹۹۴م کال کې د کارګر ګوند رهبر سو.
براون د ۱۹۹۷م کال څخه تر ۲۰۰۷م کال پورې د مالیې صدراعظم سو، نوموړي د اقتصادی پالیسو جوړولو، ارزښت لوړولو او انګلیستان (ایرو) پوتنسیال ساتلو مسئولیت درلود. د خپل صدارت په لومړیو کې بروان خورا ښه وچلیدي چې عامه لګښتونه یې وساتل چې یو شمیر خلک یې په غوسه هم کړل خو بیا د براون لګښتونو پلان تر ډیرو مشورو وروسته په ۱۹۹۹م کال کې تطبیق سو.
کله چې امریکا متحده ایالاتو په ۲۰۰۳م کال کې په عراق باندی د جنګ اعلان وکړ نو د انګلیستان کارګر ګوند د یادې پریکړې ملاتړ وکړ، سره له دې چې د براون په مشرۍ مالي اصلاحاتو د ګوند په اړه نړیوال شهرت ټیټ کړ.
ګورډن براون تر ټونی بلیر وروسته د هغه ځای ناستی سو چي د یاد هیواد (۵۲) لومړي وزیر وو، نوموړي د عامه سکتور په اصلاحاتو او نیستي په وړاندي کار شروع کړ. د ۲۰۰۸م کال نړیوال مالي بحران په جریان کې یاد هیواد وځپل سو او د سختي بي کارۍ او مالي کسر مسائلو سره مخ سو.
د می ۱۱، ۲۰۱۰م کال کې ګورډن براون د لومړي وزارت څخه د اکثریت ارا نه ګټلو له امله استعفا وکړه.
لويې لاسته راوړنې:
د ګوند رهبرۍ په وخت کې براون یو شمیر پالیسۍ وړاندي کړي چې له امله یې رشوت او (کوډ اف کانډک) سطحه ټیته سوه. یو شمیر ښارګوټی جوړولو او ملي روغتیایی پروګرامونو مئسولیت هم درلود.
همدرانګه براون د امریکا په مشرۍ د عراق او افغانستان جګړې ملاتړ هم وکړ او د هغه انګلیسي کورنیو ملاتړ یې وکړ چاچې په یادو هیوادونو کې د خپل کورنۍ غړي له لاسه ورکړي وه.
د براون د پالیسو جوړونکو کتابونو له جملي څخه (Beyond the Crah, overcoming the firt Crisis of Globalization and Change we choose: speeches) یي هغه کتابونه وه چي نړیوال شهرت او یاد هیواد مهم کتابونه شمیرل کیږي.
براون په ۲۰۰۹م کال کې د (The Appeal of Conscience) بنسټ لخوا د (نړیوالو دولتي چارو ماهر یا سیاست پوه) لقب وګاټه چې دا انعام د (Rabbi Arthur Schneier) لخوا ورته وړاندي سو.
شخصي ژوند:
براون د سارا ماکیاولی سره په ۲۰۰۰م کې واده وکړ چې یاده جوړه دري ماشومان جان ماکیاولی براون، جیمز فریزر براون او جنیفر جین براون نومیږي.
بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۴۲) ګڼه\ چارشنبه\سرطان\ ۱۷\ ۱۳۹۴