تاند- د امریکا دفاع وزارت وايي، د افغانستان د هوايي ځواک ایم ډي څرخکې (MD 530F) به له هوا څخه پر مځکه ویشتونکو توغندو مجهزې شي.
اووه هیلي کوپترونه به د ۱۳ ملیونه او دوه لکه ډالره په لګښت په ۷۰ ملي متري (M260) توغندو سمبال شي. د توغندو د نصبولو قرارداد د امریکا له پوځ سره شوی دی.
په مجموع کې په ۱۹ څرخکو کې راکټي سیستم نصب کېږي. دا کار به د ۲۰۱۶ کال تر جولای پوري بشپړ شي. په یو شمېر څرخکو کې له مخکې څخه (FN Herstal 12.7 mm) ماشنګڼونه نصب شوي دي.
د افغانستان هوايي ځواک پنځه بې وسلو هیلي کوپترونه هم لري چې په شینډنډ هوايي ډګر کې ځای پرځای دي او افغان پېلوټان ورباندې تمرین کوي.
د افغانستان هوايي ځواک دفاعي چارواکو تل شکایت کړی چې پرمختللې الوتکې نه دي ورکړای شوي.
د امریکا پوځ د افغانستان لپاره اکثره هیلي کوپترونه له روسیې په بیه اخیستي دي.