د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم بجوه

تاند- د پاکستان پوځ نن /سې شنبه/ وویل چې دغه هیواد له افغانستان سره د اړیکو د ښه کولو د هڅې په ترڅ کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د تماسونو ملاتړ کوي.

د پاکستان د پوځ ویندوی جنرال عاصم بجوه وویل، یو شمېر عناصر به ممکن هڅه وکړي چې د طالبانو او افغان چارواکو ترمنځ د خبرو او پخلاینې پروسه ناکامه کړي ځکه چې هغوی احساس کوي چې سوله د دوی ګټې له خطر سره مخامخوي.

بجوه له ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې سره په مرکه کې دا خبره رد کړه چې ګنې د اسلام اباد د افغانستان پالیسي د پوځ په کنټرول کې ده، ویې ویل چې پوځ پر هماغه لار او دریځ مخته ځي چې د ملکي حکومت چارواکو غوره کړی دی.

د ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې، بجوه د طالبانو د ملاتړ ردولو ته په اشارې وویل، باید په دې کې یوه زره شک ونه شي. سیاسي قیادت چمتو دی چې د سولې له بهیر سره هر راز ممکنه مرسته وکړي، پوځي لیډرشيپ هم ورته خبره کوي.

د پاکستان د پوځ ویندوی وویل چې هیواد یې له افغانستان سره د جنګ په حالت کې نه دی خو دا یې ومنله چې د دوو هیوادونو اړیکې پېچلې او د پخوانیو شخړو له کبله زیانمن شوي دي.

تېره اوونۍ (سې شنبه/ جولای ۷مه) د پاکستان په هڅه افغان طالبانو د لومړي ځل لپاره اسلام اباد ته نژدې په مري ښارګي کې د افغانستان د حکومت له استازو سره مخامخ خبرې وکړې. که څه هم په خبرو کې د پام وړ موافقه ونه شوه مګر د دواړو له لوري دا خبره، چې خبرو ته به دوام ورکوي، مهمه بریا ګڼل شوې ده.

که څه هم افغان چارواکو یا طالبانو د بل پړاو خبرو د نېټې په اړه تراوسه څه نه دي ویلي خو د پاکستان امنیتي چارواکي وايي، ټاکل شوې ده چې بل پړاو خبرې یوه میاشت وروسته یعني د اګست په پنځلسمه او شپاړسمه د قطر په مرکز دوحه کې وشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *