د لوګرولایت والي محمدحلیم فدایي چې دولایت مرستیال فیض محمد میرزازاده اودولایتي شورا مرستیال عدالت عبدالرحیمزی هم ورسره ووپه لوګرولایت کې دملکي اداروسره همکارو موسیسو اوانجیوګانو له استازوسره وکتل.

لومړی دموسیساتو اوانجیوګانو استازوپه نوبت سره خپل پروګرامونه تشریح کړه اوبیایې یوشمېروړاندیزونه اوستونزي هم یادي کړي لکه دسړوخونو نشتوالی ،دکوپراتیپونو جوړول ،اوپه کوپراتیپونودزیات ټیکس ورکول اوهم دولایت تجارله مرکز اودمرکز تجارله خارج هیوادونو سره وسلول اوهم لبنیاتوته بازارموندنه ،دفابریکودظرفیت لوړول ،سوداګریزي خوني جوړول،دکوپراتیفونوطبقه بندي اوزیاتول اوپرهغوۍ دټیکس کموالی له مهمووړاندیزونوڅخه و.

بیا د لوګرولایت والي دموسیساتو له استازوڅخه مننه وکړه( چې دوی دلته له خپلواداروسره همکاره دي او زیاته یې کړه چې ستاسوهرکوچني کارچې دولس په ګټه وي ستایم والي وویل مونږ باید په لږو امکاناتو زیات کاروکړواوکه چېرته موسیسه ښه کارونه کړي ولس بیاپه حکومت بي باوره کېږي والي سپارښتنه وکړه چې نادولتي موسیسات اودولتي اداري به په ګډه دولایت لومړیتوبونه عملي اوولس ته خدمات عرضه کړئ).

د یادوني وړ ده چې ددغه موسیساتو اوانجیوګانو شمیرترشلورسیده چې دوی ته دنده وسپارل شوه ترڅوه دبیالیدني لپاره مشخص پلان سره ولایت مقام ته راشۍ.

درنښت

د ولايت مقام مطبوعاتي دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *