تاند- هند هیله لري چې د ایران او د نړۍ د سترو هیوادونو ترمنځ د تهران پر اتومي لانجې جوړجاړی به، چې پر اساس یې پر ایران نړیوال بندیزونه پای ته رسېږي، مرسته وکړي چې هند د ایران له لارې له افغانستان سره سوداګري راکړې ورکړې زیاتې کړي.
هندي رسنۍ وايي چې ایران د دوی لپاره له منځنۍ اسیا سره د ارتباطاتو لپاره مرکزي حیثیت لري.
دا مسله د هند صدراعظم نریندرا مودي هم د روسیې د وروستي سفر په ترڅ کې یاده کړه.
د هندي رسنیو د راپور له مخې، د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ د روسیې په اوفا ښار کې د شانګهای د همکارۍ ټولنې د غونډې په ترڅ کې د ایران د ولسمشر حسن روحاني او د هند د صدراعظم نریندرا مودي په کتنه کې د ایران له لارې له افغانستان سره د هند پر ارتباطاتو خبرې وشوې. په دې خبرو کې د چاه بهار بندر د پراختیا په باب هم سلا مشوره وشوه.
هند پر دغه بندر۱۰۰ ملیون ډالر لګوي څو له دې لارې له افغانستان او منځنۍ اسیا سره تجارتي راکړې ورکړې وکړي.
روحاني او مودي د چاه بهار او افغانستان ترمنځ د اورګاډي د پټلۍ د جوړولو په اړه هم خبرې وکړې.
د ایران پر ضد د نړیوالو بندیزونو پای ته رسېدا به هندي شرکتونو ته لار هواره کړي چې د سړک او پټلۍ د جوړولو په پروژو کې برخه واخلي.
په داسي حال کې چې افغانان په خپل منخ کې په جنګ بوخت دي او د لویو اقتصادي پروژو مخه نیول شوې ده، ایران هڅه کوي چې له رامنځته شویو شرایطو څخه په لومړي ګام کې د خپلو ګازو د صادرولو لپاره پاکستان او هند ته پایپ لاین جوړ کړي او بیا د همدې نللیکې په وسیله د ترکمنستان ګاز د هند د براعظمګي دغو دوو هیوادونو ته تېر کړي.