د ټوپک خوله یې د مځکې په لور وه. زانګه وانګه یې څو ګامه واخیستل او د ویالې غاړې ته یې د سرپرې کړې ونې ډډ ته ځان تکیه کړ. لاس یې اوبو ته ورټیټ کړ، د ګوتو تر منځ یې سرې اوبه وبهیدې.
کرش کرش غږ یې تر غوږو شو. د ټوپک ماشې ته یې ګوته ورنژدې کړه، خو ګوته یې نه راغبرګیده. پورته یې وکتل. د ونو له منځه یو تور کارغه والوت. د سړي سترګې تورې شوې. ټوپک یې له لاسه ولوید. پښه یې راکاږله، خو راټوله نه شوه.
پسڼی شو، خرپ خرپ شو، څرپی شو…. وریځي یې پورته کش کړې چې سترګې پرانیزي. دوه کسه چې سپینې چپنې یې اغوستې وې په خپلو کې غږیدل، یوه یې وویل:
- پښه یې سمه قطع شوې؟
- پانسمان یې هم شوی
- نور یې هاغه بلې خونې ته وباسئ
سړي هڅه وکړه چې له خپلو پښو پروت څادر لرې کړي خو پرې شوي لاس یې نه وررسیده.
پای