تاند- په ننګرهار کې امنیتي چارواکي او شاهدان وايي چې د طالبانو او اسلامي دولت یا داعش ترمنځ په تازه نښتو کې لږترلږه ۱۴ تنه وژل شوي دي.
د ننګرهار د امنیه قومندانۍ ویندوی حضرت حسین مشرقیوال وویل چې دا کسان په هغو تازه نښتو کې چې په چپرهار او اچین ولسوالیو کې وشوې، وژل شوي دي.
د ده په وینا ۹ تنه په چپرهار او نور په اچین کې وژل شوي دي. ښاغلي مشرقیوال ونه ویل چې د کوم لوري زیات کسان وژل شوي دي.
په ننګرهار کې له لږترلږه دوو میاشتو راهیسي د طالبانو او اسلامي دولت د وسله والو ترمنځ نښتې روانې دي.
دا نښتې په داسي حال کې دوام لري چې د امریکا بې پېلوټه الوتکې د داعش یا اسلامي دولت د وسله والو پر ضد بریدونو ته دوام ورکوي. په دغو بریدونو کې د داعش څو مهم غړي وژل شوي دي.
داعش د خپل اصلي مشر حافظ سعید وژل کېدا رد کړې خو د خپل یوه بل مهم غړي شاهد الله شاهد وژل کېدا یې تایید کړې ده.
د داعش رامنځته کېدا، ډېر هغه افغانان، چې د طالبانو او حکومت ترمنځ سولې ته هیله من دي، اندېښمن کړي چې ممکن د طالبانو ځای داعشیان ونیسي او بیا هم افغان وژنه دوام وکړي.