تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن خوست ته لاړ او د دغه ولایت د یکشنبې د ورځې د خونړۍ حملې د قربانیانو په فاتحې کې یې برخه واخیسته.
د یکشنبې په ورځ روژه مات مهال په خوست کې یوه تروریست په انتحاري برید کې تر ۳۵ زیات ملکي وګړي ووژل او ۲۵ نور یې ژوبل کړل.
خوست ته له ولسمشر سره په سفر کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر او د ملي شورا یو شمېر غړي ملګري ول.
د خوست ولایت د مطبوعاتي دفتر په وینا د فاتحې مراسم، چې د دغه ولایت د مرکز او ولسوالیو سلګونو مشرانو او مخورو پکې ګډون کړی وو، د خوست د شیخ زاید پوهنتون د شهید حکیم تڼیوال په جومات کې په ځای شول.
ولسمشر د تروریستي بریدونو په اثر د خوست د خلکو پر مرګ ژوبلو خواشیني ښکاره کړه، ویې ویل چې په دې زیات خواشینی دی چې د تروریستي بریدونو له امله د خوست زیات شمېر دیندارې کورنۍ د ویر او غم په
ټغرناستې دي.
ده د خوست خلک په دې وستایل چې په عربي هیوادونو کې د خپلو ګوتو د تڼاکو په بدل کې په لاس ته راوړو حلالو پیسو خپل ولایت ابادوي.
ولسمشر په عین وخت کې د خوست خلکو ته ژمنه ورکړه چې د دې ولایت د ابادۍ او پرمختګ لپاره قدم په قدم اساسي کار وکړي څو دا ولایت لکه څنګه چې په جغرافیایي او ستراتیژیک لحاظ خورا مهم دی، د هېواد په مهمه تجارتي دروازه بدل شی.
د خوست قومي مشرانو له ولسمشره غوښتنه وکړه چې د غلام خان بندر ترانزیټ، خوست ولایت ته د وارداتي برېښنا د رالېږدولو، په ځینو مهمو پوستونو باندې د خوست د کادرونو دتقرر، د دوه منده شمل او د مزغور په سیمو کې د بندونو جوړولو ته اساسي توجه وکړي څو خوست ولایت په صنعتي او تولیدي ولایت بدل شي.