۱ـ ژان ـ ژاک روسو
لومړۍ برخه : د ژان ـ ژاک روسو ژوند
روسو چې د فرانسې د انقلاب پلار په نوم یادیږي، د ۱۷۷۸-۱۷۲۱م کلونو ترمنځ یې ژوند کړی، روسو يو ارام- خو له نېستۍ،جنايت، کرکې، نالورېينې، شفقت، بدګومانۍ، حماقت،دفضل او پوهې څخه ډک ژوند، د روسو ژوند جوړوي.
د هغه فلسفه يو فکري سيسټم نه، بلکې يوه احساسي حماسه ده.
روسوپه۱٧٢١م کال په يوه نېستمنه کورنۍ کې وزېږيد او په ماشومتوب کې يې خپله مور له لاسه ورکړه.پلار يې چې يو ساعت جوړوونکی او د نڅا ښوونکی و، روسو يې په وچه ډوډۍ را لوی کړ او له اخلاقي پلوه يې بې بنده وباره اوبې پروا وروزه.
روسو په دوولس کلنۍ کې ښوونځی پريښود او په شپاړس کلنۍ کې له خپل ټاټوبي(ژنو) څخه وتښتيد او د ګېډې ډکولو لپاره به تل له يوه ښاره بل ښار ته په سفر کې و په پای کې د تورين ښار په يوه دير (هغه ځای چې راهبان په کې اوسي) کې مېشت شو، په دې ځای کې يې له يوه کشيش سره ملګرتيا ټينګه شوه او له هغه څخه يې وغوښتل چې دی دې د کاتوليک مذهب ته ورواړوي.
روسو وروسته اعتراف کړی او ويلي يې دي، چې د کاتوليک مذهب ته يې ځکه پنا يووړه، چې وږې ګېډه يې ډکه شي، نه دا چې خپله اروا قانع کړي”دا نه شم کولای چې ځان له ځانه پټ و ساتم، هغه سپېڅلي کارونه چې د مذهبونو د بدلولو په مراسمو کې مې ترسره کړل،په حقيقت کې د ايمان پر ځای نه- بلکې د ريا لپاره وو”.

څو کاله وروسته يې د پروتستا مذهب غوره کړ،خو بيا يې له کليسا څخه مخ واړاوه، چې په خلوت کې “له خدای او خپل وجدان سره” عمر تېر کړي.
خو تر دې دمه دومره په ګناهونو لړل شوی و، چې نړيوالړ ته يې بيانول خپله دنده ګڼله د نوموړي د “اعترافونو” کتاب چې بېوګرافي ليکنه کې يو شاهکار ګڼل کېږي، په خپل د ژورتيا او ډېرو ويناوو ايت دی.
روسو مينه درلوده چې خپله اروا بر بنډه او بې پردې نړيوالو ته وروښيي، دهغه ډېرو ويلو او اعترافونو داسې يو کس معرفي کړی دی، چې “له هر ډول پاکوالي او فضيلت څخه تش دی،خو حيرانوونکی نبوغ لري”.
روسو چې کله په تورين ښار کې دير پرېښود، نو د مېرمن دوورسلي په خدمت بوخت شو، دا مېرمن څو مياشتې ورؤسته مړه شوه او هغه مهال روسو د هغې له کور څخه د جواهراتو د يوې ټوټې د غلا په تور ونيول شو. روسو پوليسو ته وويل چې دا ټوټه جواهر هغې نجلۍ ور کړي، چې ده مينه ورسره لرله د روسو دې شهادت هغه نجلۍ په سزا او بند محکومه کړه او په خپله روسو ازاد شو. نوموړي وروسته په خپل کتاب (اعترافونو) کې د دې پېښې يادونه وکړه او ويې ليکل، چې د هغې نجلۍ په حق کې چې د درواغو شهادت يې وړاندې کړ، دا عمل ځکه روا ګڼي چې هغه نجلۍ يې خپله محبوبا ګڼله، د روسو په ناڅرګندو اصولو کې،مينه ټول جنايتونه آن د معشوقې په وړاندې هم جنايت روا ګڼي.
خو وروسته په خپله د مينې اسير شو، د مېرمن دووارن په نوم يې پر يوې شتمنې نجلۍ مينه راغله نهه کاله يې د هغې مېنه او محبت کې ګډ و، خو ده ارزښت نه ور کاوه. تر دې چې د هغه رقيب مړ شو او روسو خوشحاله و، چې “د رقيب جامې او د مېرمنې مينه” دا ټول هغه ته ځانګړي شول.
کله چې به له دا ډولو پېښو وزګار شو، نو خپل ډېر وخت به يې د ځان په څېر له لالهاندو او دربدرو خلکو سره تېرا وه . کله به يې له خپلو ملګرو څخه غلا کوله او کله به هغوی د ده جېبونه تشول، په همداسې بېځايه ګرځېدو کې يوه ورځ په ناڅاپي توګه په ونيز کې د فرانسې له عياش سفير سره اشنا شو او سفير هم هغه خپل منشي وټاکه. دهغه دنده رضايت بخښونکې وه، خو د معاش پر ځای يې يو موټ ستاينې ترلاسه کولې.
روسو د مزد د نه ورکولو له امله د فرانسې حکومت ته شکايت وکړ، که څه هم ټولو د ده د حق په پلوي خبرې کولې، خو هيچا هم مرسته ورسره ونه کړه.
د فرانسوي چارواکو د دې بې پروايۍ د روسو په ژوند کې يو بدلون رامنځته کړ او تر دې نېټې وروسته يې په ژوند کې يوه موخه تر لاسه کړه، روسو غوښتل په هره بيه چې وي، د فرانسې حکومتونه چې خلکو له خوښې پرته جوړ شوي، ونړوي.
روسو په ارامۍ سره ژوند پيل کړ،خو نه د عزت او ابرو ژوند.لکه څنګه چې د قانوني مقرراتو په وړاندې بې تفاوته و، همداسې يې د کشيش له مداخلې پرته”کورنۍ ” جوړه کړه. ميرمن يې ترزلوواسور نومېده، چې په پاريس کې د ده د کور خدمتګاره وه.
له هغې سره يې د څو کلن ګډ ژوند ثمره پنځه اولادونه وو، خو يو يې هم خپله لوی نه کړ، بلکې خپل ټول ماشومان يې لا د ژوند په لومړيو ورځو کې د کوڅه يي ماشومانو لپاره ځانګړي روزنتون ته وروسپارل. څوک نه پوهيزي چې روسو په خپله مېرمن کې څه ليدلي وو،چې پر هغې يې زړه بايلود، ځکه ترزلوواسور يوه ناپوهه او بدرنګه ښځه وه او روسو ډېره خواري وګالل ه،چې خپله مېرمن په ليک لوست وپوهوي. روسو د خپلې مېرمنې په پوهولو کې ډېر زيار وايست، خو هغې آن د مياشتو نومونه هم زده نه کړل. ترزلوواسو ډېره مادي اشتها درلوده او له هغو هلکانو سره يې، چې په غوجلو کې به پکار بوخت وو، مينه کوله، ويل يې:”هغوی راباندې ځکه ګران دي، چې ماته ډېر ورته والی لري”.
ښايي روسو له دې امله پر هغې زړه تړلی و، چې هغه يې د” ساده وحشي” يوه بېلګه او د خپلې فلسفې ايډيال شمېرله.
روسو د انسان په اخلاقو کې بدويت خوښاوه او ويل يې، لکه څنګه چې وحشيان د تفکر توان نه لري، له بدغوښتلو څخه هم ليرې دي. له ترز سره د هغه مينه هر رنګه چې وي، خو دا روښانه ده چې ترز خپل خاوند ته تر خپله وسه اسانتياوې برابر ولې،چې وتوانېږي خپل فلسفي افکار بشپړ او هغو ته نظم ورکړي.
نور بيا.
په بله برخه کې به د روسو پر فلسفي افکارو او د هغه په ټولنيز قرارداد بحث وکړو.
ماخذونه
-life, thoughts and philosophy of Rousseau .
-Philosophy in minutes.
-Modern philosophy