ایران او شپږ قدرتونه له نږدې درویشت میاشتو خبرو وروسته په اټومي تړون سلا شول. د ایران د بهرنیو چارو زیر دا تړون تاریخي پېښه بولي. د ایران ولسمشر هم ورته څرګندونې درلودې، خو دواړو لوریو له دې مخکې هم دا ډول تاریخي تړونونه په داسې حساسو حالاتو کې کړي دي، چې په سیمه ییزه او نړیواله کچه د شیعه ایران د برلاسۍ او د سنیانو د زوال سبب شوي دي، همدارنګه یې په اسلامي امت د لوېدیځ د هر ډول ناروا غوښتنو منلو ته لار برابره کړې ده.
ایران چې اوس یې وسلوال ځواکونه په عراق، سوریه او یمن کې د سنيانو په ضد جګړه کوي، او په دا مهال ور سره امریکا تړون کوي، یو ځل بیا د تاریخپوهانو دا خبره زبادوي، چې تاریخ تکرایږي.
د عثماني خلافت په مهال، چې له یوې خوا صلبیان د دې امپراتورۍ د له منځه وړلو لپاره لاس په کار شوي وو، په مقابل کې یې د ایران پاچا اسماعیل صفوي، چې په ایران کې د صفویه حکومت بنسټګر و، د صلبیانو په غوښتنه په عراق او نورو عرب مېشتو سیمو کې د مذهبي ځایونو او زیارتونو د ساتلو په پلمه پوځونه واستل، له اسماعیل صفوي وروسته واکمنانو هم له عثماني خلافت سره چې له لوېدیځ سره په جګړه لاس او ګرېوان و، ډغرې ووهلې او په عراق کې یې د خپلو مذهبي ښارونو سامرا، حله، نجف، کربلا او اربیل پر نیولو سربېره په ور څېرمه سیمو کې هم د سني حکومتونو د نسکورولو لپاره جګړې وکړې.
له اسماعیل صفوي وروسته هم په هغو جګړو کې صفویان برلاسي شول او دا ښارونه یې نه دا چې ونیول، بلکې په هرځای کې یې سنیان هم ووژل او هم یې د دوی شته لوټ او له سیمو وکوچول. ایران په عربي ګاونډیانو کې دومره سیمې ونیولې، چې د اوسني پراخوالي دوه برابره وې.
اوس هم له ایران سره په داسې مهال تړون کیږي چې دغه هیواد د شیعه وو اصلي مرکز دی او په عراق او سوریه کې د شیعه واکمنیو د ساتلو او یمن کې د سني حکومت د پرځولو لپاره یې جګړه پیل کړې او پر مالي او پوځي مرسته سربېره یې پوځیان هم په دغو هیوادونو کې په جګړه بوخت دي، خو د تېرې او اوسنۍ جګړې دومره توپیر دی، چې هغه مهال ایران د عثماني خلافت په مقابل کې ولاړ و او اوس د سعودي عربستان په مشرۍ د سنیانو په ضد جګړه کوي، هغه مهال هم له صفوي حکومت سره ایران د عثماني خلافت په ضد نااعلان شوی تړون درلود او اوس د امریکا په مشرۍ د اسلامي دولت ډلې په ضد تش په نوم ایتلاف هم له ایران سره نااعلان شوی یووالی لري، چې په نتیجه کې یې سنیان کمزوري کیږي، ځکه ایران او دغه ایتلاف په هر عربي هیواد کې د اسلامي دولت په نوم سنیان وژني او هم د سنیانو په مقابل کې نه دا چې شیعه یان پیاوړي کوي بلکې د واکمنیو د زوال مخنیوی یې هم کوي.
د دې ادعا ښه ثبوت په یمن کې د سني حکومت له پرځولو سره سره د حوثیانو په مقابل کې د امریکا نرم دریځ دی، خو په عراق کې اسلامي دولت ډله دې ته نه پرېږدي چې د حیدر عبادي په مشرۍ د شیعه وو حکومت نسکور کړي، په داسې حال کې چې حوثیانو او داعشیان یو ډول دریځ لري، دواړه ځايي حکومتونه په ظلم او ناروا تورنوي. امریکا او نورو لوېدیځو هیوادونو په لیبیا کې د معمر قذافي د حکومت په نسکورولو کې له بلواګرو سره مرسته وکړه، خو په سوریه کې له سنیانو سره دومره مرسته نه کوي، چې د بشار اسد رژیم وپرځوي، بلکې جګړه یې په داسې وضعیت کې ساتلې، چې سنیان سره پاشلي او د ایران، حزب الله او بشار اسد له خوا له ورځې بلې ته نور وځپل شي. په داسې حال کې چې همدا سنیان تر اویا فیصده پورې سوريايي ټولنه جوړوي او لږکي شیعه یان پرې واکمن دي.
دا چې امریکا په عراق کې هم ایران د مختلفو مذهبي ښارونو د ساتلو په نوم د سنیانو وژلو او د هغوی د جایدادنو لوټلو ته ازاد پرېښودلی دی او تړون هم ور سره کوي، هماغه د عثماني خلافت په ضد له اروپايي قدرتونو سره د صفوي واکمنانو د نااعلان شوي تړون یاد تازه کوي، چې په نړیواله کچه یې اسلامي نړۍ کمزورې او ایران پیاوړی کړ. ایران به له دې وروسته نور هم ازاد لاس ولري، چې په مختلفو عربي هیوادونو کې د خپل نفوذ زیاتولو لپاره هر ډول وسایل وکاروي او په سیمه کې د امریکا د هدفونو د پلي کولو لپاره له واشنګټن سره په ښکاره لاس یو کړي.