انور وفا سمندر

شپږم ګام

«ته څوک یې؟

تر دې ژونده دمخه چېرې وې؟

او ژوند له دومره تجربو سره په څه معنا دی؟»

پر جسم مو د خدای کار نشته

بېرته به ځانته راګرځم ګوندې چېرې یې ورک پیدا کړم:

زه درې مېاشتې دمخه مې چې د وزن پر ماشين پښې ورکښېښولې، ماشوم راته کړل، «کاکا ۷۶ اعشاریه…کیلو استی یا شدی!» څلور پنځه کاله دمخه مې وزن ۷۲ عشاریه څو کیلو ؤ! د کور، ډوډۍ او کالیو د برابرۍ د فرمانونو په انقلابي کال (۱۳۵۷) کې مې وزن ۵۰ کیلو ؤ. یوه ورځ به د اوسني وزن نیم یعني (۳۸) کیلو ؤ!

دا رښتیا دي، چې یوه ورځ ددې وزن، ددې اندام، ددې کالبوت نیم وم. داسې د زېږون له ورځې کال په کال دوه چنده شوی او دومره پرېړ اورمېږ مې کړی؛ ځکه نو د غږ سندره دومره ستړې ستړې را څخه سلګۍ وهي.

هی هی دا خو جسم ټول وزن شو، ټول بار شو، ټول اضافي شو.

ځکه به نو ښایي زموږ پر جسم د خدای کار نه وي! هغه خپل یو پړک روح را پکې ایښی او هغه پالي، هغه ساتي او هغه په خپلې بې قیده او شرطه مینې سره، د ځانخبرې او خدایخبرې اګاه سپرغۍ په څېر بېرته خپل خدايي سرنوشت ته وربولي.

ځان د اګاهۍ وضعیت

جسم له اور، له اوبو، له خاورې او باد جوړ دی او بېرته به ورګرځي؛ خو حقیقي ځان او وجود مې خدایي جنس دی، نه غټېږي او نه وړوکی کېږي؛ ځکه چې هغه نه وړوکی دی او نه غټ دی؛ خدای تعالی داسې دی.

کله کله، چې خپلو دروني سمڅو او نااشنا درو کې ځان لټوم، داسې مومم، چې ځان یعني اګاهي!

ځان یعني سپین عقل، یعني خدایي پوهه! یا هغه څه چې زه یې درک لرم.

ځان، یعنې زما درک او زما حاضره ویښتیا!

زه د خپل درک فعال او حاضر وضعیت یم.

څه شي کې چې ویښ یم. څه شی چې دغه شېبه ژوند کوم؛ هماغه زما وجودي هسته ده.

اګاهي نه وړه ده نه غټه،

نه ډنګره ده او نه چاغه،

نه ټیټه ده او نه جګه،

اګاهي نه هندسي ده، نه فزیکي او نه زماني یا مکاني!

خو دا ټول په اګاهۍ کې ځایېږي.

نو اګاهي او درک یو سرنوشت لري: پرلپسې غوړېدل، هره خوا او هر لور ته غوړېدل او ځلېدل.

اګاهي هر شي کې شته؛ خو هېڅ شی زما اګاهي نشي کېدلای.

زه د اګاهۍ په وزرو هم ډبره کېدلای شم، هم آسمانڅکی مرغه.

 زه خدای پسې سوزېږي

سقراط هم اګاهي ده، قاضي هم، مفتي هم، کشیش هم او مدرن فیلسوف هم فردي اګاهي ده.

او هغه شپون هم «ځان اګاهي» یا «خپله پوهه» ده، چې خدای ته رمې پیایي، پخلی کوی،

دسترخان ورته غوړوي،

ورته ژاړي، ورته سوزېږي«ته چېرې وې…دا دومره زمانې ته چېرې وې؟؟؟»

او بیا یې له مرغلینو اوښکو وچکالیو ته د اوبو شراب را مستېږي،

سېل جوړیږي او له خاورو او خټو ژوند را پاڅېږي؛ دې ته په عشق پنځېدلی پسرلی وای.

هغه نه په لسو فرمانونو خبرېږي، نه یې له مارلرونکې لکړې سترګه سوزېږي او نه په خپلو کاپیرو ویناوو شرمېږي.

لږ به ځان کې زړه شپونکي سره دمه شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *