د کندهار والي ښاغلی عزیزي

خبرپاڼه

نېټه: ١٣٩۴-۴-۲۴

کندهار، افغانستان- کندهار والي د امنيتي ځواکونو پر همږغۍ او د اختر په شپو ورځو کي د امنيت پر تامين ټينګار وکړ.

په امنيتي غونډه کي چي نن سهار د ولايت مقام د غونډو په تالار کي جوړه سوې وه، د کندهار د والي ډاکټر همايون عزيزي تر څنګ د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي، د ملي امنيت رئيس بريدجنرال عيسی محمد، د امنيه قومندانۍ د امنيت آمر مل پاسوال رحمت الله اطرافي او د افغان ځواکونو يو شمېر نورو مشرانو ګډون کړی وو.

د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي ټينګار وکړ چي د امنيتي ځواکونو تر منځ بايد لاهمږغي رامنځته سي او هر نظامي ارګان له بل ارګان سره د عملياتو پلانونه شريک کړي، تر څو امنيتي ځواکونه په ګډه د دښمن ملا ماته کړي او پرېنږدي چي ترهګر د بېګناه افغانانو ژوند واخلي او دغلته بريدونه وکړي.

نوموړي امنيتي ځواکونو ته سپارښتنه وکړه چي د اختر په شپو ورځو کي د امنيت د تامين لپاره زياتي هلي ځلي وکړي او دښمن پرېنږدي چي د اختر مبارکي او د خوشحالۍ ورځي په غم ولړي. ښاغلي عزيزي زياته کړه: زموږ هدف دا دی چي د کندهار د خلکو ژوند آرام کړو او خپلو خلکو ته د سولي په فضاء کي د ژوند کولو زمينه برابره کړو. نو په کار ده چي موږ تر وروستي حده د امنيت د تامين په موخه هلي ځلي وکړو. د غونډي ګډونوالو کندهار والي ته ډاډ ورکړ چي د امنيت د تامين په موخه به خپل پوره پوره وس کاروي.

د ملي امنيت منسوبينو خبر ورکړ چي تېره اوونۍ يې د ترهګرو د ميوند ولسوالۍ لپاره د نظامي کمېسيون مشر او ورسره يو بل وسله وال کس وژلي دي. د دوی په وينا چي تېره اوونۍ يې ۱۷ وسله وال ترهګر نيولي او له هغوی څخه يې يو شمېر وسلې هم لاسته راوړي دي. ملي امنيت رياست وايي چي ۱۱۰ کيلو چاودېدونکي توکي او ۱۲ ماينونه يې شنډ او ترلاسه کړي دي.

د سرحدي ځواکونو قومندان جنرال عبدالحي اطرافي خبر ورکړ چي تېره اوونۍ يې د بېلابېلو عملياتو پر مهال ۶۷ ماينونه کشف او شنډ کړي دي. د نظم عامې قومندان وايی تېره اوونۍ يې ۱۰ وسله وال ترهګر وژلي، چي يو کلاشينکوف او ۵ موټرسايکلان يې ورڅخه ترلاسه کړي او ۶ ماينونه يې شنډ کړي دي. د ځانګړو افغان ځواکونو قوماندان وويل چي تېره اوونۍ يې د عملياتو په ترڅ کي ۳۵ وسله وال ترهګر وژلي او ۱۲ نور يې ټپيان کړي دي. او د دريمي لوا د ارکان رئيس وويل چي ملي اردو ځواکونو ۴ ماينونه کشف او شنډ کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *