په ختیځ کې دیونیسف ادارې مسوولې سپنګ وانګ دکونړوالي سره دکتنې په وخت وویل یادی ادارې یوملیون ډالر کونړ ولایت ته ځانګړي کړي چې روغتیا،ښوونې اوررنې،عامه پوهاوي، دولتې کارمندانو او ولسي خلکو ظرفیتنو لوړول او ورته نورو برخوکې به خلکوته خدمتونو وړاندی کولو دلارې په مصرف ورسوي نوموړې وویل د ولایتي ادارې سره په همغږۍ د څوکې ولسوالۍ چې دیوی موډل ولسوالۍ په توګه دیادې ادارې له خوا نومول شوې دخپلو فعالیتونولمن پراخه کړي.
د کونړوالي وحیدالله کلیمزي د یونیسف ادارې د فعالیتونو څخه دمننې ترڅنګ ډاډ څرګند کړ او یې ویل ټولې مرستندویه موسیسی کولای شي چې د دې ولایت په هره برخه کې دولایتي ادارې سره په همغږۍ خپل کارونه له ځنډ اوخنډ پرته مخ یوسي، هرهغه څوک چې دې زوریدلي ولس ته کارکوي ولایتي اداره به ورته زمینه سازي کوي نوموړي وویل د کونړ خلک چې تل یې د طبعي اوغیر طبعي پیښوله امله یې ډیر زیانونه لیدلي او په خپل وخت ورته مرستی نه دي رسیدلي د یونیسف ادارې وغوښتل چې دی ولایت ته دنورو مرستند ویه موسیسو توجه راجلب کړي .