تاند- یوه نایجریايي، چې ځان یې په افغانستان کې مېشت امریکايي عسکر معرفي کړی و، له یوې ښځې څخه د ۴ لکه پونډو له وهلو وروسته ونیول شو.
د ډیلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، ۳۷ کلن توسین فیمي اولاسیمو، چې په بریتانیا کې د محصلۍ په وېزه اوسېده، په مچ ډات کام (Match.com) ویبپاڼه کې په خپل پروفایل کې ځان په بل نوم امریکايي سرتېری معرفي کړی و او له دې لارې یې له یوې ښځې سره اړیکې جوړې کړې وې.
د مچ ډات کام ویبپاڼې له لارې مجردان جوړې مومي.
ښځې د ده، چې خپل نوم یې کیپتان مورګن تراویس ښودلی و او د یوه بل امریکايي سرتېري عکس یې په خپل پروفایل خپور کړی و، پر مینې باور کړی و.
د محکمې په غونډه کې څرګنده شوه چې د مورګن اصلي نوم اولاسیمو دی او ا د نایجریا اوسېدونکی دی.
ده ښځې ته ویلي و چې د افغانستان د ختیځ په یوه لېري پرته سیمه کې له ۷۰۰ نورو امریکايي پوځیان سره اوسي.

څارنوال وویل چې دغه سړي د ښځې مازغه داسي مینځلي وو چې هغه یې باوري کړې وه چې دی پرې مین دی.
۴۷ کلنه ښځه د دنمارک تبعه ده او د ۲۰۱۲ کال په دسمبر کې یې له خپل مخکیني خاونده طلاق اخیستی دی. دا دوه ماشومان هم لري.
ښځه وايي چې له اولاسیمو څخه یې څو ځلي غوښتي و چې ویدیويي چټ یا خبرې ورسره وکړي خو هغه ویل چې په افغانستان کې د امنیتي خطر له کبله ویدیويي خبرې نه شي کولی او د دې هم پرې باور راغلی و.
په پیل کې اولاسیمو له ښځې څخه پیسې وغوښتې او ورته ویې ویل چې که پیسې ورولېږي نو لیدو ته به یې ورشي.
دا وايي چې څو ځلي یې اولاسیمو ته د ویسترن یونین بانک له لارې پیسې ولېږلې خو وروسته یې پیغام راغی چې د پیسو مینځلو په تور نیول شوی او د خلاصون لپاره نورو پیسو ته اړتیا لري. دا وايي چې د خلاصون په نوم یې ۱۱۹۸۰ پونډه ورولېږل.
خو وروسته چې سړی بې درکه شو او ښځې پولیسو ته شکایت وکړ، پولیسو د امریکا له پوځه د دغه کس په اړه معلومات وغوښتل، د امریکا پوځ له تحقیقاتو وروسته وویل چې دا کس نه پېژني او د پوځ غړی نه دی.
اولاسیمو، چې د بریتانیا په کاردیف ښار کې اوسي، د جنورۍ په میاشت کې په خپل کور کې د پولیسو له لوري د ټګۍ په جرم ونیول شو. پولیسو د ده په کمپیوټر کې معلومه کړه چې له څو نورو ښځو څخه یې هم د تراویس په نوم پیسې وهلي دي.
پولیسو له ده سره څو جعلي نایجریايي پاسپورټونه او د موټر چلولو لایسنسونه هم موندلي دي.
یوې بلې ښځې ویلي چې لس کاله یې تېروایستلې، څو زره پونډه یې ورڅخه وهلي خو بالاخره د ده له بیا بیا درغو ستومانه شوې وه.
الله دی زمونږ پولیس هم داسی مجهز کړی چی دداسبی جرمونو مخنیوی وکړی