په جلرېز کې د ځايي پولیسو د وژنې نږدې دوه اونۍ کیږي، کله چې دا پېښه وشوه، په ارګ کې هزاره کړیو توکمیزه او نه بښونکې وبلله، ټاپه یې هم په طالبانو ووهله، اجرايي رییس هم ځايي چارواکي په بې غوره تورن کړل. افغان رسنۍ هم د دوی ساز ته ګډېدلې، په نوم مدني ټولنو هم په خپلو څرګندونو سره ځانونه د محلي پولیسو استازي معرفي کړل او د نړیوالو د پام ور اړولو، او د پولیسو د مظلومیت او سپین باز ښودلو لپاره یې د جلرېز پېښې تمثیل هم وکړ.

سره له دې چې هغه مهال هم د وردګو ولایتي شورا ځینې غړو دا کار د طالبانو په ځای د ځايي خلکو باله او یل یې، چې محلي پولیسو د کوچیانو په پېغلو جنسي تېری کړی، ځایوالو یې په غبرګون کې له کوچیانو سره په ګډه تر دېرشو پورې محلي پولیس ووژل، خو هیچا هم نه د ځايوالو  او کوچیانو نظر وغوښت او نه د وردګو ولایتي شورا دا ادعا خبري شوه.

بالاخره د پېښې د څېړلو لپاره ارګ کمېسون وګماره، هغه هم سیمې ته لاړ، د پېښې پلټنه یې وکړه، له خلکو سره مرکو، د ځايي امنیتي چارواکو او ځواکونو څرګندونو او لیدلیو کتلو دا زباد کړه، چې د وردګو ولایتي شورا ادعا سمه ده، چې ویل یې، جلرېز ته د محلي پولیسو په نوم د دغه ولایت په ځای له بامیان کسان راوړل شوي او د دې لپاره په جلرېز کې اچول شوي وو، چې دوبنیو څړځیو ته د کوچیانو د تګ مخه ونیسي او کله چې کوچیان سیمې ته ورسېدل، پېغلې یې ترې وګرځولې جنسي تېری یې پرې وکړ، هغوی هم ځايوال په غیرت راوستل، په ګډه یې تر دېرشو یا له هغه زیات په نوم محلي پولیس ووژل، وروسته یې هغه څه ور سره وکړل، چې په یادولو نه ارځي او طالبانو ته هم چانس په لاس ورغی، په نورو پوستو یې بریدونه وکړل او په سیمه کې یې د حکومت حاکمیت وننګاوه.

اوس که ارګ چوپه خوله پاتیږي، ګیله په دې نه ترې کیږي چې نوم بدي ځايي پولیس نور هم نوم بدي کیږي، خو رسنۍ چې دا پېښه یې شپه ورځ د خبرونو سرټکی ګرځولې وه، کله به یې د عبدالله عبدالله، کله د محقق او یا هم تش په نوم د مدني ټولنو هغه څرګندونې او غونډې خبري کولې، چې د دې تیریګرو او څاروي ډوله محلي پولیسو ملاتړ یې کاوه، ولې د دې کمېسون د کار پایلې نه خبري کوي او مدني ټولنې د انساني حقونو په نوم مدافغان او په ولسي جرګه کې د ښځو ملاتړې وکیلانې ولې د هغو کوچیو پېغلو په ملاتړ څه نه وايي، چې همدې محلې پولیسو عزت یې لوټلی دی.

که د کمېسون پایلې را پورته کړل شي، په محلي پولیسو کې د سمون لپاره ګامونه پورته شي، په راتلونکي کې به د ورته پېښو په مخنیوي کې مرسته شوې وي، ځکه په جلرېز کې د محلي پولیسو د جنسي تېري او وروسته د دوی د ډله ییزې وژنې دوه اونۍ نه پوره کیږي، خو دا دی په خواله رسنیو کې د دغو بې پېزوانه او خپلسریو ملېشو د بل جنایت ویډیو ننداره شوه، په تازه پېښه کې محلي پولیس په یوه سیمه کې ځايي خلک رانیسي، په چا سرونه خریي، او په چا ه ږیرې کموي، په یوه بله پېښه کې د وردګو ولایت په یوه سیمه کې د افغان ملي اردو سرتېري ځايي خلک شکنجه کوي، د دې پېښې ویډیو هم په خواله رسنیو کې شته.

هیله ده افغان حکومت او رسنۍ په افغان امنیتي ځواکونو کې د سمون په پار لمر په دوو ګوتو پټ نه کړي او د نېمګړتیاوو د سمون لپاره ورته پېښې خبري کړي، چې په راتلونکي کې یې مخنیوی وشي، او که داسې نه کوي، د افغان ولس او حکومت ترمنځ په واټن زیاتېدلو پسې تاوان د ارګ او ګټه د هغو خلکو ده چې په اوراه ځای نه لري او په غره کې اوسي، خو خرپ او ترپ جګړې یې په هر ځای کې افغان امییتي ځواکونه په دې وجه تر پوزې راوستي چې په خپلو ناروو سره یې د ولس ملاتړ بایللی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *