په دې وروستیو کې یو شمېر انګېرنې په ډله اییزه رسنیو او خپرونو کې تر سترګو کېږي چې ګنې حامد کرزي د خپلو پلویانو یوه بېړنۍ غونډه په د ېوروستیو کې رابللې وه چې د افغانستان د روان سیاسي او پوځي کړکېچ جاج واخلي.

د دغو څرګندېدنو په لړ کې داسې ډنډورې هم تر غوږو شوي چې حامد کرزی غواړي لومړی لنډمهاله حکومت جوړ کړي، او بیا د تېر په څېر منځمهاله، او ورپسې د عمومي ټاکنو له لارې دا رنګه اوسمهاله، خو فعاله حکومت رامنځ ته کړي.

دا خبره زما ذهن په بشپړه توګه نشي منلی، خو دا پوښتنې هم څوک له چا نه نشي اخیستی چې ولې دغسې انګېرنې پیدا شوې؟

د دې خبرو رسمي پخلی او سپیناوی نه دی شوی، خو دغه خبره ډاګیزه شوې ده چې د اوسني ولسمشر او پخواني ولسمشر تر منځ ناخوالې شتون لري چې له بابته یې ضیا مسعود دې ته بډې راوهلي دي چې د دواړو تر منځ منځګړیتوب وکړي.

که څه هم حامد کرزي د جولای په ۱۴ مه نېټه له اشرف غني سره ولیدل، خو بیا هم بې باورۍ په خپل ځای دي ځکه دواړو لورو ته داسې لاسونه را اوږده شوي دي چې د غني او کرزي دښمني کې خپلې کټې ګوري. د سرچینو له مخې څو ورځې د مخه ضیا مسعود حامد کرزي کور ته ورغلی و او د اوږدو خبرو په ترڅ کې مسعود نوموړي ته وړاندیز وکړ چې زه به په کور کې د دواړو مشرانو تر منځ د خبرو اترو کوربه شم. سره کېنئ او خپل منځي ستونزې هوارې کړئ… ویل کېږي چې کرزي نوموړي ته په زغرده وویل چې زه له اشرف غني سره خپل منځي ستونزې نه لرم. زما ستونزه د هېواد ملي ګټو سره غوټه ده. زه دې ته چمتو او تیار یم چې غني سره ستاسو ټولو چارواکو په مخ کې کېږدم، او د حکومت د ناوړه چلند، او ناسمې پالیسي په تړاو ورسره وغږېږم.

کومې خبرې چې د کرزي صاحب له انګړ نه د “مدبر” له خولې راوتلي دي یوه خبره دا ده چې ملي امنیت ولې د پاکستان آی اېس آی سره د استخباراتو په تړاو امنیتي تړون لاسلیک کړی دی؟ که چېرې یوازې دغه خبره وي چې د تړون لاسلیک په دې مانا وي چې د افغانستان حکومت غواړي د ډیورنډ کرښه په رسمیت وپېژني، ښایي دا خبره ډېرو ته د تامل وړ وي:

د عبدالصمد غوث د خولې خبره ده چې وایي مونږ د ولسمشر محمد داود خان سره اسلام آباد کې وو چې د شپې ناوخته وحید عبدالله ته تلیفون راغی او ورته وویل شول چې زه غواړم درسره وګورم! وحید عبدالله ورته کړل چې په دې ناوخته؟! آغا شاهي ورته وویل: هو، په ډېرې بخښنې سره!

آغا شاهي دغه وخت د پاکستان د باندنیو چارو وزیر و. کله چې راغی یو لیکل شوی کاغذ یې وحید عبدالله ته مخ کې کېښود. هغه ورنه وپوښتل چې په دې کې څه دي؟ آغاشاهي ورغبرګه کړه: ویې لولئ!

کله چې وحید عبدالله کاغذ سر تر پایه ولوست، په یوه ترخه موسکا یې حپل سیال ته مخ واړاوه، او ورته ویې ویل: ستاسو له مېلمه پالنې مننه خو د دغه کاغذ لاسلیک زما خو څه چې آن د ولسمشر په وس کې هم نه دی. کوم تړونونه چې د برتانیوي هند چارواکو سره شوي دا ټول د افغانستان لویې جرګې رد کړي دي. تر هغې چې د ۱۹۴۹ کال د لویې جرګې پرېکړه د همداسې یوې بلې لویې جرګې له خوا بېرته وا نه خیستلی شي، بل هېڅوک د دې واک او ځواک نه لري چې د ډیورنډ ښکېلاکي کرښه په رسمیت وپېژني.

اوس نو که حامد کرزی د ډیورنډ د نامنلې کرښې په اوږه ټوپک ږدي، او اشرف غني په نښه کوي، دا به د خواشینۍ خبره وي.

په دې هرڅوک پوهېږي چې ولس ته د ډیورنډ کرښه له حساسیت نه ډکه ده او تل یې د دغې ملي او تاریخي مسئلې په وړاندې غبرګون ښودلی دی.

اوس نو ښایي چې ځینې کسان د ډیورنډ په کرښه سیاسي تجارت وکوي. چا چې د سیاست یوه پاڼه هم لوستي وي په دې پوهېږي چې دغه ډول څرګندونې او غبرګونونه یوازې د یو سیاسي قمار بڼه لري. په اوس وخت کې چې له یوې خوا د ملي یووالي حکومت د ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دی، او له بلې خوا د داعشیانو او طالبانو وسله وال بریدونه دي چې د هېواد سیاسي واکمنتیا ته یې ستر ګواښ پېښ کړی دی. ښه به وه چې کرزی صیب د دا ډول هڅو نه ځان ګوښه کړي. که چېرې څوک په دې آند وي چې دا دولت به کمزوری کړي، وسله وال ځواک کې به ګډوډي راولي، او بیا لنډ مهالی حکومت جوړ کړي، دا به ډېره ګرانه تمامه شي چې د قدرت تږي د افغانستان وسله والو مخالفینو سره یوې شتلې جګړې ته هم چمتو شي.

که مونږ د افغانستان د یوڅو وروستیو لسیزو پېښې له پامه تېرې کړو، وبه ګورو چې تېرو چارواکو راتلونکو ته ډېرې ستونزې په میراث پرېښي دي، او کوښښ یې کړی چې نوی واکمن پرېنږدي تر تېرو ښه وځلېږي. تېر خپله نېکمرغه راتلونکې د نوي په پاتې راتلوکې کې ګوري. نو ځکه خو مونږ ته له نوي پړاو نه زوړ غوره برېښي.

دا خبره تر یو بریده پرځای ده چې تاریخ کټ مټ د بڼې او منځپانګې، څرنګوالي او څومره والي له مخې بیا بیا نه راغبرګېږي، خو کېدای شي یوشمېر پېښې په لږ توپیر رامنځ ته شي او ولس ته بوږنونکي وي. د سټیو کول په آند کله چې د مجاهدینو استازو د ژنیو خبرو کې برخه وانخیسته، بیا یې لنډمهاله حکومت بري ته ونه رسېد، او په پای کې په خپلمنځي نښتو کې ښکېل شول، نو امریکا او متخدینو یې دا خبره کوله چې تنظیمونه د حکومت جوګه نه دي.

اوس وېره دا ده، نه چې ملګري ملتونه، نړیواله ټولنه، امریکا او نور لوېدیځوال، ګاونډي هېوادونه، او په ټوله کې ټوله نړۍ دا ونه وايي چې افغانان د حکومت کولو وړتیا نه لري. خدای دې وکړي چې داسې ونه شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *