د کرولا موټر په مخکني سیټ کې خوب یوې او بلې خواته زنګولم چې ناڅاپه مې د ډریور چیغه واورېده: ” اخ لاندي ولويد” او له دې سره سم یې موټر د سړک پر یوه غاړه ودراوه. له غږ او د موټر له درېدو سره مې سترګې خلاصې کړې، د ماهي پر غر مې مخامخ سترګو ته ولاړ و، له موټره راښکته کېدو سره سم مې تر نري باران لاندې د مرستې اوازونه واورېدل. ما هم لکه د نورو سورلیو او ډریورانو د سړک کېڼ اړخ ته چې د ښامار په څېر یو ټانکر په کې نسکور پروت و منډې کړې. ما داسې فکر کاوه چې ګوندې ټانکر نړیدلی خو کله چې مخکې ورغلم تر کمر لاندې یو سپین موټر چیت پیت پروت و. یوه پولیس منډه کړه او یو ماشوم یې په غېږ له موټره وویست، له کمره یې چې پورته کړ لاسونه یې بې واکه شول. پولیس ماشوم د سړک پر غاړه د تیږو په دېوال څملاوه او په بل زخمي پسې یې منډې کړې. ډول ډول غږونه اورېدل کېدل، چا ویل هغه ښځه راوباسئ او چا ویل د هغه زخمي ځوان له پښې نه د موټر اوسپنه راوباسئ، لنډه دا چې د فلنګوچ موټر ټول سپاره کنډ او کپر شوي وو، څوک مړه وو او څوک زخمیان. د لارې سورلیو او ډریورانو همدومره کول چې له چپه شوي موټره یې ایستل او په ځمکه یې کتارول. زما ټوله سودا ماشوم ته وه چې که خدای وکړي ساه په کې پاتې وي، د ماشوم نبض مې وکوت او د غاړې په رګونو مې ورته لاس کېښود، یوې او بلې خوا ته مې پر ډریورانو چیغې وهلې چې لومړني طبي مواد را پیدا کړي او که نه دا زخمیان نږدې روغتون ته ورسوئ چې لږ تر لږه خونریزي یې ودرېږي.

پر یوه او بل ډریور زما چیغو د ګټې پر ځای تاوان ورساوه، ځینې ډریوران مې ولیدل چې خپله سورلي یې راټوله کړه او له دې ویرې چې زخمیان پرې انتقال نه کړو په منډه وتښتېدل. د پولیسو یو موټر راورسېد خو دوی هم لومړني طبي مواد نه لرل، حا دا چې په نورو هېوادونو کې هر موټر کې باید دا مواد موجود وي. تر ډېره هلته ولاړ وو نه کوم امبولانس ښکاره شو او نه مو نږدې چېرته دداسې یو روغتون څرک پیدا کړ.

دکابل جلال اباد لویه لاره تقریباً دوه سوه کیلومتره اوږدوالی لري چې هره ورځ د پېښور، کونړ، لغمان، نورستان او جلال اباد په زرګونو مساپرین پر همدې لاره تګ راتګ کوي. پر دې لاره د پارلمان وکیلان، وزیران، لیکوال، ژورنالیستان، ډاکټران، انجنیران او د هر مسلک خاوندان تېرېږي او د حادثاتو ننداره کوي مګر هېڅوک هم داسې پیدا نه شو چې ددې اوه سري بلا غم وخوري. د ډریورانو له قوله له دې لارې نه اوس د مرګ لاره جوړه شوې ده، هره ورځ له لسو تر پنځلسو ترافیکي حادثې په کې پېښېږي، که ښه خلک پیدا شي زخمیان یا مړي تر روغتونه انتقالوي او که نه د ډېرې وینې د ضایع کېدو له امله پر سړک ساه ورکوي، نه چېرته نږدې روغتون شته او نه هم د عامې روغتیا د وزارت له خوا سیار کلینکونه او یا امبولانسونه وجود لري چې زخمیان له مړینې وژغوري. که له ډریورانو ددې ترافیکي حادثاتو د لامل پوښتنه وکړې نو د سړک خراب کیفیت، د ترافیکي لوحو او اشارو نشتوالی، د درنو او لویو موټرو موجودیت او د موټرو ګڼه ګوڼه درته پلمه کوي، خو که له سورلیو وپوښتې وایي اکثره ډریوان مسلکي نه دي، پر ترافیکي اصولو او مقرراتو ناخبري او د مخدره موادو استعمال د زیاترو پېښو د پېښېدو سبب کېږي. د سړک تنګوالی او د باروړونکو موټرو زیاتوالی کله کله ددې سبب هم شي چې لاره بنده شي او په ساعتونو ساعتونو زخمیان او یا هم ناروغان په لاره کې بند پاتې شي. د افغانستان دولت پرله پسې وعدې کړي چې د کابل – ننګرهار دویم سړک به جوړ کړي چې د لویو باروړونکو موټرو فشار پر دې لاره کم شي مګر له وعدو سره سره یې د جوړېدو درک نه شته.

د دغو ترافیکي پېښو لامل که هرڅه وي زه یې پر دې سر نه خوږوم ځکه موږ پوهېږو چې افغانستان کې ناقانوني، فساد او بې بندوباري تر کومه حده رسېدلې، له ما سره دا پوښتنه ده چې ایا دغو لیکوالو او ژورنالیستانو په دغه برخه کې څومره رول لوبولی دی. که چېرې د افغانستان په یوه څنډه کې یو ډز وشي نو په ډېر مد وجزر یې راپورونه ورکول کېږي، خو که چېرې پر دغه سړک د ورځې سل تنه هم ومري څوک یې خبر هم نه نشروي. نه د خلکو د پوهونې لپاره کوم خاص پروګرام لرو او نه هم د مثبتو یا پرمختیایي چارو لپاره پر دولت فشار راوستلو ته زړه ښه کوو، ایا زموږ مسوولیتونه همدومره دي چې منفي خبرونه نشر کړو، د خپلو شخصي ګټو لپاره پر یوه او بل لیکنه وکړو او که تر دې ور اخوا د ټولنې د ترجمان په حیث نورې دندې هم لرو؟

One thought on “خوني لار(لنډه کیسه) لیکوال: عزت الله شمسزی”
  1. !داخود یوې واقعي دردناک رپوټ ګی ده، نو د لنډي کیسې نوم مو څرنګ ورته ور کړی؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *