ژباړن: اسدالله غضنفر-

په هر دین کې اصلاحي حرکتونه یا دا مقصد لري چې دیني تعلیمات په لومړۍ بڼه یو ځل بیا پلي شي او یا غواړي چې دیني تعلیماتو ته د نوې زمانې له غوښتنو سره سمون ورکړي. ځينې نهضتونه د خاص ګروپ د غوښتنو له پوره کېدو وروسته ختمېږي؛ عمر یې لنډ وي. ځينې نور بیا اوږد او پاییدونی اثر غورځوي او د بدلېدونکو تعبیرونو او تفسیرونو په مټ یې ژوند ادامه مومي.

د مسیحیت په تاریخ کې ، د کلیسا موسسه ډېره پیاوړې او پراخه وه. دې موسسې نه یوازې د دیني چارو لارښودنه په غاړه لرله بلکې د خلکو کلتوري او اجتماعي ژوند یې هم تر ژور اغېز لاندې و. کلیسا د خپلې لاسبرۍ د ساتلو لپاره په خپل جوړښت کې له هر ډول تغییر سره مخالفت کاوه. کلیسا د خپل اقتدار په وخت کې ټولو هغو مصلحانو او ریفورمیستانو ته چې د هغې د فساد او د مسیحیت له اصلي لارښوونو د هغې د انحراف په خلاف یې اواز اوچت کړ ، سختې سزاګانې ورکړې.

د منځنیو پیړیو په اروپا کې جان ویکلیف ( د څورلسمې پیړۍ انګریز مذهبي عالم چې په مورنیو ژبو د مقدس کتاب د ژباړې پلوی و . د ده په نظر که هرڅوک بایبل په خپله مورنۍ ژبه ولولي، په اسانه به ورباندې پوه شي. کاتولیکه کلیسا د ده د دې نظریې مخالفه وه. ژباړن)، ژان هس ( دغه چک مبلغ چې بنسټ پال و، د کاتولیکې کلیسا په حکم په ۱۴۱۵ کې وسوځول شو.ژباړن) او جیرولامو ساو نارولا ( دی معمولي واعظ و چې ‌ډېر ریاضتونه یې کول او خلک به یې د جهنم له عذابه وېرول. د خلکو مذهبي جذبه او له جهنمه وېره د دې سبب شوه چې د فلورانس واکمن شي. د واکمنۍ په موده کې یې په خلکو   ډېر فشار واچاوه چې د ده له مفکورو سره سم ژوند وکړي. ده نڅاوې ، جشنونه او د خندا، خوشحالۍ مجلسونه منع کړل او خپل کسان یې د خلکو د کورونو تالاشي ته واستول چې انځورونه، مجسمې، د شطرنج تختې او دانې، د موسیقي وسیلې ، د سینګار سامان او داسې نور شیان ورنه یوسي. د جیرولامو په حکم دغه ټول شیان په یوه ځای کې راغونډ او وسوځول شول. له پاپ سره د ده اختلاف د دې سبب شو چې ونیول شي او له ډېرو شکنجو وروسته د ۱۴۹۸ په می کې په پنځه څلویښت کلنۍ کې   وسوځول شي. ژباړن) مهم اصلاح غوښتونکي وو چې د دین د سوچه والي او د کلیسا د موسسې د ریفورم غوښتنه یې کوله. کلیسا او د هغې مشر پاپ چې ډېر پیاوړي وو، دغه غورځنګونه په بې رحمۍ سره وځپل.

خو په شپاړلسمه میلادي پیړۍ کې په اروپایي ټولنه کې تغییرات پیل شول اود کلیسا زور مخ په کمېدو شو. د ښاروالي ښوونځيو چې ازادې او دنیایي زده کړې پکې ورکول کېدې، په معارف او زده کړو باندې د کلیسا سلطه کمزورې کړه. هغه زده کوونکي چې د ښاروالي له ښوونځيو فارغ شول، په حکومت کې مقرر شول او په کاروباري او فني ادارو کې چې د بازار د غوښتنو د پوره کېدو لپاره مخ په زیاتېدو وې، کار ورته پیدا شو.

د کلیسا په ښوونځیو کې د تعلیم زده کړه لاتیني وه، خو په عمومي مکتبونو کې په ځایي ژبو تعلیم کېده. په بدلېدونکو اقتصادي او اجتماعي شرایطو کې هغوی چې په سکیولر ښوونځيو کې یې زده کړې حاصلولې، تر هغو کسانو په ژوند کې کامیاب وو چې په مذهبي ښوونځيو کې یې علم حاصل کړی و. نوي تعلیم یافته نسل ��ه مذهبي بندیزونو څخه ازادي غوښته.

له بلې خوا د اروپا واکمن هم د کلیسا له سلطې د راوتلو او بشپړ حاکمیت د لرلو لېوال وو. د دوی لوی مشکل دا و چې په خپل قلمرو کې راټول شوي ټکسونه به یې روم ته ( پاپ ته ) استول کېدل. که به دوی له کلیسا او پاپ سره مخالفت وکاوه، د کفر ټاپه ورباندې لیګدله. په دغسې شرایطو کې واکمنو او فیوډالانو د کلیسا له ولکې د ځان راایستل وغوښتل.

نو کله چې مارتین لوتر( د مذهبي اصلاحاتو ډېر مهم مخکښ او په جرمني ژبه د انجیل لومړنی ژباړن چې ویل به یې د خدای او بنده په رابطه کې دې پاپ کار نه لري .ژباړن) په ۱۵۱۷ کې خپله اعلامیه (چې د کلیسا لخوا د مالیاتو د اخستلو او د پاپ د نقش په باره کې وه او د مذهبي اصلاحاتو یعنې ریفورمېشن په تاریخ کې خاص اهمیت لري. ژباړن) صادره کړه، نه یوازې یې د کلیسا او د هغې د مقاماتو د درغلۍ یادونه وکړه بلکې دا یې هم وویل چې خلک نهیلي او ناکرار دي او د کلیسا په موسسه کې ریفورم غواړي.

لوتر او پلویانو یې د جرمني له ځایي واکمنو او په لویه کچه له خلکو غوښتنه کوله چې د اصلاحاتو ملاتړ وکړي. په ښارونو کې سوداګرو او کاروباري خلکو د لوتر د نهضت ملګرتوب کاوه، ځکه دوی یې د مذهبي مالیاتو له ورکړې چې ورسره په تکلیف وو، ژغورل.

که څه هم لوتر چې له فیوډالانو یې د ملاتړ توقع لرله، د بزګرو په ګټه هیڅ وخت څه خبره ونه کړه، خو بزګر د ده د اصلاحاتو پروګرام زړه ور کړل، هم یې د پاپ اقتدار ته خطره پېښه کړه، هم یې د خپلو ځایي استثمارکوونکو او ځایي واکمنو په خلاف پاڅون وکاوه. بزګرو د لوتر له تعلیماتو چې د مقدس کتاب په اساس یې د خلکو تر منځ د برابري خبره کوله، الهام واخیست.

په ۱۵۲۴-۲۵ کلونو کې د بزګرو بغاوت د جرمني ټولنې ټوله اډانه وپاشله. باغیانو چې توماس منزیر نومي مذهبي مشر یې مشري کوله، عوامو ته ویل چې شتمن مو د بېوزلۍ او بدې ورځې ذمه واردي. شتمن مو همداسې نالوستي غواړي چې مقدس کتاب ونه لوستلای شئ. توماس منزیر به ویل چې مذهبي اصلاحات تر هغو پورې نه بشپړېږي چې د شتمنو او بېوزلو تر منځ توپیر موجود وي. توماس منزیر د جګړې په ډګر کې ووژل شو او د ځایي واکمنو منظمو لښکرو باغي بزګر له یو مخې ووژل.

تردې وروسته لوتر د ځایي واکمنو په مرسته لا زیاته تکیه وکړه او ریفورمېشن، شاهانه ریفورمېشن شو.

د لوتر نهضت ته په زوریخ کې اولریخ زوینګلي ( په ۱۵۳۱ کې مړ) او په جینوا کې جان کالوین ( په ۱۵۶۴ کې مړ) ادامه ورکړه. د انګلستان پاچا اتم هنري ( چې په انګلستان کې یې د پاپ لاسبري او پاپ ته د مالیې ورکړه ختمه کړه. ژباړن) په خپل هیواد کې د زوینګلین کلیسا بنیاد کېښود. دغو غورځنګونو د اروپا سیاسي، اجتماعي او اقتصادي بڼه واړوله.

د دغو نهضتونو په وجه جرمني په دېرش کلن مذهبي جنګ کې ښکېل شو چې په ۱۶۴۶ کې د ویسټفالیا معاهدې په ذریعه پای ته ورسېد. دې معاهدې له پاپ څخه د بېلو ملي دولتونو د رامنځ ته کېدو د بنسټ ډبره کېښوده. له وسټفالیا معاهدې سره سم، د جرمني حاکمانو د خپلو واکمنیو لپاره د مذهب د انتخاب حق تر لاسه کړ چې په نتیجه کې یې د جرمني په داخل کې لویه لېږدېدنه پیل شوه، کاتولیکان د جرمني کاتولیکو واکمنیو ته او پروتستانت عیسایان د جرمني پروتستانت واکمنیو ته ولېږدېدل.

   په اروپا کې مذهبي شخړې پیښې شوې. په فرانسه کې چې د کاتولیکانو ډېر زور و، پروتستانت تعقیب، شکنجه او قتل عام شول او انګلستان، هالنډ او جرمني ته یې پناه یوړه. په انګلستان کې بیا له کاتولیکو سره تبعیض وشو او اک��ره یې کاتولیکو ملکونو ته وتښتېدل.

هالنډ د اسپانیا ترواک لاندې و خو خلک یې کالوینست شول. اسپانیا ورباندې زور واچاوه چې بیرته کاتولیک شي. دې شي په هالنډ کې د ازادۍ د جګړې اور بل کړ.

په اروپا کې مذهبي ناکرارۍ او ځورونې بالاخره په اتلسمه پیړۍ کې چې دین او دولت سره بیل هویتونه او دولتونه سکیولر شول، پای ته ورسېدې.

له دغو مذهبي شخړو اروپایانو دا زده کړل چې داسې ټولنې جوړې کړي چې پلورالستیکې او ګڼ لوریزې وي.

پروتستانت ملکونو چې د پاپ اقتدار یې چلینج کړ او دودونه یې مات کړل، ترقي وکړه، خو د دودونو په زنځيرونو کې ایسار کاتولیک ملکونه تر مودو مودو پورې شاته پاتې شول.

دا پېښه راښیي چې کومې ټولنې له وچو فکرونو، له افراطه او په تعصب ولاړو باورونو لاس واخلي، تغییر په اسانه مني او خپله انرژي د خلکو د خیر لپاره د خپلو موسسو په انکشاف او پرمختګ باندې لګوي.

One thought on “د اروپا اصلاحي نهضتونه /لیکوال: ډاکتر مبارک علي”
  1. سلامونه تاندوالو او احترام استاد غضنفر ته!
    مسلمانانو باید د اروپا له اصلاحی نهضتونو څخه د عبرت درس اخیستی وای، نه دا چې له هغوی نه بتر په خپلو منځو کې د شيعي، وهابي، سلفي ، خلفي، طالب، داعش ا.د.ن. ګروپونو او فرقو باندې ویشل شوي او لا هم ویشل کیږي!!. او یو بل سره وژني. حال دا چې الله تعالی په قرآن کریم کې فرمایلي: په ځمکه کې وروسته له اصلاح څخه فساد مه کوئ!
    اوس خو همهاغه کریسچن او یهود ملایان د مسلمانو ملایانو د جنګیدو سیل کوي او لا یی سره جنګوي!.
    اللهم اجرنا من النار بالقرآن. آمین.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *