ارزونې د تل لپاره موندلي چې د اصلاحاتو د بریالیتوب کلیدي عنصر دخلکو او اړوندو خواوو مالکیت دی، که هغه د عامه سکتور په اصلاحاتو، د عوایدو په راټولولو او اداره، د مصارفو په مدیریت، او یا که هغه د خصوصي سکتور په وده او انکشاف کې وی. په اصلاحاتو راوستو کې بریالیتوب زیات وختونه يه اړینو لاملونو باندې په پوهیدو باندې تکیه کوي. دا لاملونه یو سیاسي اقتصاد، او بل هغه توان دی چې اصلاح غوښتونکي اتحادونه جوړ او د پراخ بنسټه ستونزمنو او تل پاته اصلاحاتو لپاره عامه تایید ترلاسه کړي او هم چې دا اصلاحات د بدلیدونکو شرایطو لپاره د عیاریدو وړتیا ولري.
د ملک د بدلیدونکي وضعیت سره حساسیت په مسئله پوهیدل د ماتیدونکو او شخړو وهلو دولتونو په حالت کې لانور هم اړین دی، چیرې چې ملي نهادونه، بیا رغول کیږي، اتحادونه جوړیږي، اصلاح کیږي، او بدلون یو همیشنی لامل وي. د اصلاحاتو د دوام لپاره، داسې پروګرامونه اړین دي چې یو داسې سیستمیک (ټول شموله) روش ولري چې روښانه تمرکز ولري او سیي او مناسب مرحله وار فعالیتونه ولري.
د سیستمیک مانا او غوښتنه داده چې پوه شو چې پالیسۍ او پروسه دواړه د یوه لا نور زیات غټ سیستم جز دي. هغه هڅې چې هرڅه په یو وار وشي زیات وختونه یو غیر واقعي خورا زیات غټ پروګرام رامنځ ته کړي او پلي کول یې سم نه کیږي. لمړیتوبونه ټاکل، مرحله وار یې پلي کول، او که اړتیا وي دایمي عیارول یې ښکاري چې سترې بریاوې لري نسبت هغو اصلاحاتو ته چې د بدلون لپاره موږ د نورو پلان کاپي او رانقل کړو.
په هره کچه چې د پرمختیا اجندا نوې وي، لوړې او پیچلې موخې ولري، لا داسې نورې عیارونکې زده کړې غواړي، ځکه داسې لوړې موخې نهادونو ته نورې سترې ننګونې رامنځته کوي ترڅو په همدې نهادونو کې په خنډونو (کلتور او هڅوونکي شیانو) باندې بریا ومومي ترڅو اصلاح غوښتونکي لا نوره زده کړه وکړي او که اړتیا وي د مسیر سمون ته دوام ورکړي.