تاند- د شفافیت نړیواله اداره وايي چې په افغانستان کې د فساد پر ضد مبارزه ډېر وخت ته اړتیا لري.

دې ادارې پرون په یوه راپور کې ویلي، په جنګي سیمو کې له فساد سره مبارزه اسانه نه ده او دا حقیقت په ځانګړي ډول پر افغانستان صدق کوي.

له هغې سروې سره سم، چې ایشیا فونډېشن په ۲۰۱۲ م کال په افغانستان کې کړې وه، اکثرو افغانانو له ناامنۍ وروسته فساد د خپل هیواد تر ټولو لویه ستونزه بللې وه.

د شفافیت نړیواله اداره وايي، نښې نښانې ښيي چې فساد د افغانستان په ډېرو کلیدي ادارو او سیکتورونو کې خپور دی.

د شفافیت نړیوالې ادارې په ۲۰۱۴ م کال د نړۍ په ۱۷۵ هیوادونو کې افغانستان ۱۷۲ په فساد زیات ککړ هیواد بللی دی.

د شفافیت نړیواله اداره وايي، چې په حکومت کې بنیادي بدلون او د شخړې له پای ته رسېدو وروسته وضعیت د اصلاحاتو سرعت زیاتولی شي.

د دې ادارې په باور، د افغانستان په مورد کې، اوس هغه وخت راغلی چې دا اراده په یوه بریالي فساد ضد کمپاین بدله شي.

د شفافیت نړیواله اداره په عین وخت کې په دې تاکید کوي چې د افغانستان په شان هیواد کې د فساد جدي مخنیوی د لازمو ادارو جوړول اوږده وخت ته اړتیا لري.

د شفافیت نړیواله اداره د افغانستان د مرستو راتلونکی کنفرانس د فساد پر ضد د پرېکړو لپاره یو فرصت بولي.

ټاکل شوې ده د افغانستان په اړه د مرستندویو غونډه په سپټمبر کې د جنوبي کوریا په مرکز سیول کې جوړه شي. په دې کنفرانس کې به د دې ستونزې د مخنیوي پر لارو چارو د غور موقع برابره شي.

د کنفرانس برخوال به، په تېره بیا هغه هیوادونه او موسسې چې د مرستو د لومړیتوب او شرطونو په برخه کې اندېښنې لري، د راتلونکې لسیزې د هدفونو د تعریفولو لپاره د توکیو د دوه اړخیز احتساب پر چوکاټ بیا خبرې وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *