تاند- د پاکستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عزیز چودري وايي چې د امریکا متحدو ایالتونو او چین د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د پروسې، چې په وروستیو کې پیل شوه، بشپړ ملاتړ کوي.
د جولای په اوومه د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته نژدې د مري په تفریحي ښارګي کې د افغانستان د حکومت او طالبانو استازو د لومړي ځل لپاره مخامخ خبرې وکړې.
د افغانستان د حکومت د جګپوړو چارواکو او طالبانو خبرو، چې وروسته د طالبانو مشر ملا عمر یې د اختر په پیغام کې هرکلی وکړ، په افغانستان کې له دې سره سره د سولې لپاره هیلې غوړولي دي چې د ځینو کتونکو په باور لا اوږده لار په مخکې دي.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې د دغه هیواد د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عزیز چودري په یوه مرکه کې وویل، پاکستان د افغان لورو ترمنځ د خبرو په پروسه کې د اسانتیا رامنڅته کوونکي رول لوبوي.
ده وویل چې د مري خبرې په خورا صمیمانه فضا کې وې.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د اختر په مناسبت په وینا کې وویل چې ژر به د خبرو بل پړاو پیل شي.
ده د سولې د خبرو په ملاتړ کې د طالبانو د مشر وروستی پیغام وستایه، ویې ویل: «د اختر په مناسبت د افغانستان د طالبانو مشر ملا محمد عمر اخوند په خپل پیغام کې خپلو هدفونو ته له سوله ایزو لارو د رسیدو خبره هم کړې ده او دا یو مثبت ټکی دی. زه د طالبانو په مشر باندې غږ کوم چې د خونریزي د روان بهیر د تم کیدو لپاره عملي ګامونه واخلي او د ولس د سولې ارمان ته مثبت ځواب ووایی.»
د عزیز چودري په وینا په خبرو کې د افغانستان د حکومت پلاوي د خپلو نظرونو د څرګندولو په مهال وویل چې باید په افغانستان کې د وینو بهېدا ودرول شي او سوله وشي.
د پاکستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر وايي چې په افغانستان کې سوله به په ټوله سیمه کې له سولې او ثبات سره مرسته وکړي.
پاکستان دروغ وايي چې امریکا او چین افغانستان کې سوله غواړي که افغانستان کې سوله راشي پاکستان به له نکشې وځي
عزتمندو !سوله دخدای ج خوښه اوپه قران عظیم الشان کی سوله خیر بلل شوی . نو دمسلمان انسان دپاره همدا کافی اوبس ده چی دخدای ج په خوښه اودقران په رهنمود پسی به ځی .
دوهم : داجنګ دسیاست جنګ دی یعنی دقدرت دپلاس راړلو ًدقرت دتعدیل او دقدرت دسا تاو دپاره جنګ دی . چی دسیاست معنی همداده بله نده . که سیا سیون هره بله پلمه دخپل جنګ دپاره کوی . اکثرا به دروغ وی . ۳ : دافغانستان دنږدی ۴۰کلن جنګ بنیا دهمدی اصل څخه منشه اخلی خو ددی جنګ موهم اصل او عنصراجنبی نړی خوراستعمارګرقدرتونه دی چی دنړی دنیولوخیال او نقشه اوپروګرام لری که همدا اوس دامریکا دسی . ای . یی اوپنتاګون نړیوال استرا تیژیک پروګرام وګوری هرومرو به همدا نسخه دخپل کاردپاره درکړی توځکه مستقیمه اوغیر مستقیمه مداخله کوی اوکله یو او کله بله هریو چی ښه وفادار، موثر اوګټمن وی حمایه اوقدرت ته رسوی . ، ۴: دافغانستان په جنګ کی دنږدی همسایه دولتونو رول اومداخله ده لکه پاکستان آوایران دی.پاکستان خو په سیمه کی دغربی استعمار دپلانونواوا .
ستعماری نقشو دعملی کولو دپاره یو پروژه ده چی داصل مالک په امر څنګه چی امر ورته کوی هغه عملی کوی اوهم دادواړه پاکستان اوایران دافغانستان په صعیفه کولوکی خپل خیر لټوی اودهمدی دپاره دخبیثه ارواحو په څیرمداخلی کوی شر اوفساد جوړه وی . ۵ : که غربی استعماروغواړی دخپلی ( پاکستان پروژی)دلاری دخپلو منافعو په نظرکی نیولو سره سوله شونی او راتلای شی ځکه جنګ همدوی راوستلی دی اوچین دنړیوال لوی اقتصادی قدرت په حیث اودهمدی جنک په همسایه توب کی داجنګ د ځان دپاره ښه نبولی نوځکه سولی ته علاقمند دی اوښه رول لوبولای شی او پر پاکستان هم خپل خاص تاثیر لری . . . ۶: دسولی دپاره داخلی اړخ : دافغانستان ټول خلک لویان کوچنیا ن ،شځی اونر دزړه لکومی سوله غواړی . خویواځی یو دګوتو په شمیر کسان چی هغوی اصلا په جنګ کی جوړشوی ، واکدارشوی ،پولدارشوی اودشخصیت اوقدرت خاوند شوی دی نودهغو دپاره جنګ مزی دی مزی . نوهغه بیا سوله څه کوی ، که سوله راشی نوبیاخو امنیت راخی اوبیا چور اوچپاوول بندیږی نوسوله دځان دپاره مرګپولی نو ځکه مخا لفت اوبهانی جوړه وی اوبه خړه وی . خودابه ګته ورته ونکړی بلکی ددنیا اواخرت دواړو شرمنده ګی به یی په برخه وی . ۷: افغای طالبان ددی خاوری بچیان دی او ددی خاوری په لویشت لویشت کی داسی حق لری لکه بل هریو افغان چی لری ، نوځکه دسولی دپاره د اسلامی اوصولوپر اساس د برابردریځ حق لری دیو طرف په حیٍث باید په نظر کی ونیول شی. ۸
دافغانستاندولت دقضیه دبل طرف حیث دملی منافعو ،ملی حاکمیت ،ځمکنی بشپړتیااو استقلال په نظرکی نیولو سره دسولی دپاره باید اساسی رول ولوبوی . : :