لېډينګ سټوري/ اداره –

تروریزم نه خپله مشخص اخلاق لري او نه هم نورو هيڅ ډول اسلامي و مدني اصولو ته اهمیت ور کوي؛ دغه ناانساني پدېده دوست و دښمن نه پېژني، یوازنۍ موخه یې وراني و مرګ- ژوبله ده او عجبه خو دا چې په دې مرګ- ژوبله کې کې د خپل

و پردي پروا هم نه کوي؛ په دغه ډاروونکي چوکاټ کې هم ځان له منځه وړل کېږي هم بل.

د یکشنبې په ورځ د سرطان پر ۲۲- مه پر خوست ولایت په ترهګریز برید کې د ۳۳ ملکي افغانانو وژنه او په دا سبا یې د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې روژه مات مهال په یوه مسجد کې د چاودنې په نتېجه کې د څو دېرشو افغانانو ټپي کېدل د دې نظر ښکاره ثبوت دی چې ترهګري هېڅ ډول ارزښتو او انساني سرحدو ته وفادارې نه لري.

له بده مرغه دغه ډول تروریستي فعالیتونه د اسلام د مبارک دین په نوم تر سره کېږي خو دا له دغه الهي او برحق دین سره تر ټولو لوی ظلم دی چې په دغه نوم د خدای تعالی په کور کې، هغه هم روژمات مهال، مرګونې چادونه وشي او بېګناه ملکې وګړي یا مړه یا هم زخمیان شي؛ دا داسې ظلم دی چې آن د نړۍ ډېر ظالم او استعماري کفري نظامونه یې هم له اسلام او مسلمان سره نه شي کولای.

په دغو پېښو او بهیرونو کې د هر مسلمان افغان لپاره د پند و عبرت ډېر لوی درسونه او پیامونه نغښتي دي او هغه دا چې پر دې ته مو باوري کوي چې زموږ مسؤلیت ډېر سنګین دی، زموږ وظیفه ډېره جدي ده او زموږ کار ډېر خطرناک دی؛ ممکن تروریستي جریانات هر پر وطن او ملي ناموس مین افغان انسان او خاصتاً په دغه لار کې عملي مبارز انسان په لادینیت او سلو و زرو نورو تورونو تورن کړي او له بده مرغه چې دا ډېر خطرناک تورونه دي او دا تور بیا له ځانه لیري کول ډېر سخت کار دی او چې بیا څوک عامو خلکو ته رشتیا وايي او قناعت ور کوي نو لکه شهیده فرخنده غوندې به یې کار تر کار ور تېر کړی وي؛ پر همدې اساس په دغه انساني او مقدسه لار کې مبارزه ډېره سخته خو په عین حال کې له مسؤلیته ډکه او ویاړلې ده.

د وطن او ملت ساتونکي مبارزان د خپلو سپېڅلو ارمانو او لوړو هدفو په لار کې له هېڅ ډول خنډ و خاره نه بېریږي؛ دوی یوازې د حق مدافعین وي او که په دې لار کې له هر ډول کړاوو سره مخ کېږي خپل افتخار یي بولي.

موږ د تروریزم هر شکل مردود بولو او پر ټولو وطنپرستو افغانانو ږغ کوو چې راځئ په یوه اتفاق، د الهي حکم پر اساس د هر هغه بېروونکي جریان پر ضد سره ودریږو چې افغانستان او افغان انسان ته یې بده په زړه کې وي؛ د ده کور و کلی، ماجت و حجره ورانوي او دا که په هر نوم وي ناروا یې وګڼو او نور خپل ګران هیواد د هر ډول جنګ- جګړې له تورې بلا وژغورو او د سولې سپین سبا ته په ګډه سره هر کلی ووایو.

موږ بریالي یو

بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۴۳) ګڼه\ چارشنبه\سرطان\ ۲۴\ ۱۳۹۴

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *