تاند- په داسي حال کې چې د افغانستان د کرنې وزارت وايي چې د هیواد په تقریباً ټولو ولایتونو کې سږ کال حاصلات تر تېرو کلونو زیات دي، د امریکا د نړیوالې پراختیا اداره وايي چې د افغانستان د غنمو تولید لږ شوی دی.
یو ایس ای ډي یا د امریکا د نړیوالې براختیا ادارې پرون /شنبه/ په یوه راپور کې، چې په خپله ویبپاڼه کې یې خپور کړی، ویلي چې د تېر کال په پرتله سږ کال په افغانستان کې د غنمو حاصل په سلو کې ۵ لږ شوی دی.
دا اداره وايي چې په تېرو پنځو کلونو کې په افغانستان کې د غنمو د حاصل متوسط ۴ ملیونه او ۲۶ زره ټنه و.
د امریکا د نړیوالې پراختیا د ادارې له شمېرنو سره سم، په افغانستان کې ۲ ملیونه او ۵ لکه ۵۰ زره هکتاره مځکه باندې غنم کرل کېږي خو تېر کال یوازې په ۱۰ زره هکتار مځکه غنم کرل شوي وو.
د دې ادارې په وینا زیات غنم په شمالي ولایتونو کې کرل کېږي.
غنم د افغانستان تر ټولو مهم کرنیز محصول دی ځکه چې افغانان تر نورو هیوادونو زیات وچه ډوډۍ خوري.
په وروستیو ورځو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د کرنیزو محصولاتو د زیاتېدو خبرونه خپاره شوي دي.
تېره اوونۍ د فراه کروندګرو او چارواکو وویل چې په دغه ولایت کې د هندواڼو حاصل د تېرو کلونو په پرتله څو برابره زیات شوی دی.
د دوی په وینا سږ کال له دغه ولایته نورو ولایتونو ته تر ۳ زره ټنه زیاتې هندواڼې صادرې شوي او د دغه ولایت کروندګرو له دې درکه تر ۱۰۰ ملیون افغانیو پوري ګټه ترلاسه کړې ده.
د بلخ ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست بیا وايي چې سږ کال په دغه ولایت کې د انګورو او بادامو حاصل د تېرو کلونو په پرتله په سلو کې ۲۰ زیات شوی دی.
د دې ولایت د کرنې رییس شمس کاتب وايي چې پر وخت اورښتونو د انګورو او بادامو ترڅنګ د غنمو او نورو میوو حاصلات هم زیات کړي دي.
ښاغلي کاتب زیاته کړه چې د بلخ ولایت انګور او بادامو پاکستان، هندوستان، ترکیې او دوبۍ ته صادریږي.
هغه وویل چې په بلخ ولایت کې په پنځه ویشت زره هکتاره ځمکه کې د انګورو نوي باغونه هم کښېنول شوي دي.
د سمنګان ولایت بیا د پستې حاصل ډېر شوی دی.
د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي د پستې په حاصلاتو کې د تیرکال په پرتله سل فیصده زیاتوالی راغلی دی.
د دې ولایت د کرنې رییس محمد اسلم دانا وویل، تمه کیږي سږکال د پستو له باغونو څخه ۳۰۰ ټنه پسته ترلاسه شي.
ښاغلي دانا وویل چې دا مهال په دغه ولایت کې پر ۴۳ زره هکتاره ځمکه کې د پستې باغونه کښېنول شوي چې ورسره سم د پستو په حاصلاتو کې هم زیاتوالی راغلی او د کروندګرو اقتصاد به هم ورسره وده وکړي.
د یو آیس آی ډي د معلوماتو پر اساس سږ کال په افغانستان کې سره له دې چې د غنمو تولید تر متوسطې اندازې زیات دی خو تر تېر کال لږ دی. د دې ادارې په وینا سږ د تېر کال په پرتله د غنمو حاصل ۲۵ زره ټنه لږ دی چې په سلو کې ۵ کموالی ښيي.