محمد مبین هڅاند

د انسان ژوند مرګ، درد، ناروغي او خفګان لرلی؛ خودا غريبي په کې نه وای؛ ځکه غريبي له انسان څخه د ښه ژوند د برابرولو لاره ورکوي او انسان نه پرېږدي، چې د هغه عقل څخه چې لويی څښتن ور په برخه کړی په ښه ډول کار واخلي او هم نه شي کولای، چې هغه څه چې دا یې د انسانیت خدمت لپاره لري، وړاندې کړي؛ ځکه دغه غريب انسان لومړی د غريبۍ له وجې نه شي کولای، چې زده کړې وکړي او که چېرې بیا دا انسان لومړنۍ، منځنۍ او تر لېسې دورې پورې زده کړې وکړي هم خو وروسته نه شي کولای، دغه غريب انسان لوړو زده کړو ته لاره پيدا کړي؛ ځکه دا مظلوم یوازې پوهه لري او بس؛ خو نه د لوړپوړو چارواکو سره بلدتیا لري او نه په خپل جېب کې امريکايي ډالر! په دغه حالت کې دا څو ځلې دولتي امتحانونه ورکوي؛ خو نتيجه يې د وړاندې برېښي،

چې کوم پوهنځي ته کامیاب نه دی؛ ځکه نه دولتي چارواکي پېژني او نه په جېب کې امريکايي ډالر لري چې په پایله کې دغه د ښه عقل او غريبۍ څښتن ټولې د کلونو هيلې او اميدونه په نااميدۍ بدلېږي. د کلونو هڅې او کوششونه یې د څو ورځو په ژړا د نړۍ څخه د زړه تورېدو او د ژوند لرلو څخه په مرګ راتللو خوشحاله برېښي . دغه مظلوم دغه کار هم نه شي کولای، چې په کوم شخصي پوهنتون کې داخله وکړي؛ ځکه د شخصي پوهنتونونو فيسونه هم د اسمان د شنو خبرې کوي دا مظلوم کله د یو چا سره او کله د بل چا سره د خپلې کونډې مور ،خورکۍ او کشر ورور او د خپل ژوند د ښه کولو لپاره خبرې کوي؛ خو هېڅوک يې هم نه خبرې اوري او نه يې مني؛ ځکه دا مظلوم د کلي د زياتو دوکاندارانو اوس قرضدار شوی دی او هم د خان د پټي د څو کلونو د اجارې روپۍ ورباندې پاتې دي او نه شي کولای، چې په کلي کې په ښکاره وګرځي؛ ځکه هغه اوس هم د خان قرضدار او هم د کلي د دوکاندارانو هغه هوښيارانو خو عبث نه دي ویلي، چې غريبي کم سيالي ده، چې هم د سيالانو پاتې او هم د ټولګيوالو پاتې دا مظلوم چې اوس ورباندې نورې لارې تړل شوي دي، د افغان ملي پوځ کرښو ته ځي. ډېره موده پس خپل ټول قرضونه لنډوي او کله يې چې بېرته مات زړګی پتری اخلي او روغېږي او غواړي چې د خپل ځان پر ځای اوس په خپل کشر ورور زده کړې وکړي بیا وظيفې ته ځي، کله چې په رخصتۍ له وظيفې کور ته راشي نو په کور کې یې د کلونو وروسته په نغري کې اور بل شوی دی، چې په همدې وخت کې د اسلام او افغانستان دښمنان د دې ځوان کور په دروازې ورنوځي او دا مظلوم د شهادت لوړ مقام ته رسوي. دا د ژوند ټول آرمانونه ځان سره ګور ته یوسي او د لوړو زده کړو آرمان یې کونډې مور، خورکۍ او ورور ته د یاد په ډول پاتې شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *