هر شاعر چې شاعري پيلوي، په ذهن کې د ځينې مبهم او ځينې صريح کرکټرونه لري، چې د ده له واقعي او خيالي ژوند سره مستقيمه رابطه لري.
د اپلاتون خبره چې موږ يو ځل ښکلا ليدلی؛ نو چې هغې ښکلا ته ورته ښکلا په واقعي ژوند کې ووينو، پرې مين شو، لکه دانتې چې په بايتريس باندې مين شو. همدا خبره يونګ د ټولنيز لاشعور اړوند ګڼي، چې زموږ د نيکونو نيکونو ښکلاييزې تجربې پکې راټولې شوې دي او موږ هڅه کوو، چې داسې يو واقعي موجود ومومو.
همدغه د شاعر لپاره لومړنی کرکټر وي. لومړنی دلته هم د اولني په مانا دی، هم د ابتدايي. شاعر د همدغه کرکټر په اساس شاعري پيل کړي. د همدغه کرکټر سره د خپل تړاو پر بنسټ يې شاعرۍ ته لار جوړه شي او هڅه کوي، چې ژوند ته د همدې تړاو له زاويې وګوري او خپلې شاعرۍ ته مواد ومومي.
د دې کرکټر دوه اړخه وي، يو يې خيالي، لکه اپلاتون او يونګ چې وايي، چې زموږ په ذهن کې د بشپړې ښکلا بشپړ تصور يا conception وي، بل اړخ يې واقعي وي. که په واقعيت کې موږ د خپل دې تصور غوندې تصوير ونه وينو، د شاعرۍ لپاره له موجود خيالي تصور نه د محرک استفاده نه شو کولای، ځکه دا ښکلا تراوسه شعوري شوې نه ده، چې موږ يې شعوري محسوس کړو. موږ يې جدايي ودردوي، د وصال ارمان يې وکړو، په اواز پسې يې ړانده شو او په لمس پسې يې مړه شو.
تر څو چې د خپل دغه خيالي کرکټر لپاره واقعي مثل ونه مومو، دا تصور زموږ په لاشعور کې مړژواندی وي، البته، کله ناکله ځان رايادوي، تحريکوي مو، چې واقعي مثال ورته ومومو؛ خو چې کله يې په واقعي ژوند کې بېلګه ومومو؛ نو دا تت انځور روښانه شي او موږ د خپلې تندې لوری لودن ومومو.
نو چې خيال او واقعيت سره مزج شي، دا کرکټر د شاعر د لمسولو او هڅولو وړتيا پيدا کړي او بيا ستا ټوله شاعري د همدغه کرکټر پر شاوخوا څرخي. کامياب شاعر د دې کرکټر د ښکلا- چې په ښکلا کې جسمي او معنوي ټول ښايست راتلی شي- له هر فردي ناز نه استفاده وکړي او خپل عشق تر نورو بېل کړي او داسې په خپله شاعرۍ کې له نورو سره توپير پيدا کړي. کمزوری شاعر هڅه کوي، چې خپل محبوب ته د دوديزې شاعرۍ له زاويې وګوري، چې په شاعرۍ کې يې هم بيا له تېرو سره چندان توپير نه وينو.
دا کرکتر د ځينو شاعرانو پر شاعرۍ دومره مسلط شي او دومره يې ودردوي، چې بېخي د يوه شخص په بڼه راڅرګند شي او بيا بيا همداسې څرګندېږي، ان نوم پيدا کړي، البته، دا نوم به خيالي وي؛ خو له دې کرکټر سره به هرومرو خيالي يا واقعي اړيکه لري. زموږ په شاعرۍ کې د خپلې محبوبې نوم اخيستل نشته، ښايي لامل يې زموږ کلک اخلاقي چوکاټ وي، چې شاعر ته د خپل حيثيت ويره وريادوي؛ خو د دانتې الګېرې، ګويتې او داسې ډېرو نورو اروپايي شاعرانو او ليکوالو په ادبي پنځونو کې دغه کرکټرونه په صريحه بڼه وينو. په اردو کې هم داسې شاعران شته، چې د خپلو دغو محبوبو خيالي نومونه يې اخيستي.مثلا: فېروزه، جهانزاد(د ن م راشد) او داسې يې خپل افکارو او احساسات له دوی سره د تړاو په لوښي کې وړاندې کړي دي.
څومره چې دا کرکټر روښانه کېږي، تشخص او نوم پيدا کوي، هغومره د شاعر د شاعرۍ لوری روښانه کېږي، فردي کېږي او خوندورېږي. موږ چې له دوديزې شاعرۍ نه ډېر اغېزمن يو، ځان ته له نورو د بېل فردي محبوب په توږلو کې له کنکرېټي دېوال سره مخېږو؛ خو دا د شاعر لپاره ضرور دی.
په لومړيو کې د شاعر له سن سره سم، دا کرکټر شاعر ته ډېر زيات اهميت لري او د بل کرکټر د پيدا کېدو امکان کم وي؛ خو د وخت په تېرېدو سره چې د شاعر تجربه او مطالعه زياتېږي، د کرکټرايزېشن دايره پراخېږي. د شاعر په ژوند کې نوي کرکټرونه پيدا کېږي، بيا هم دا کرکټر اساس وي او د ځينو شاعرانو خو تر اخره يو خدای، يو رسول او يو کرکټر وي. بس د دوے په زړه کې په لومړنۍ بڼه همغه يو لالی وي او همغه يو اړخيزه مينه، ځکه خو داسې شاعران يا له شاعرۍ پرېوځي يا هسې سر ړکوي.
د همدې يوه کرکټر درد د تخم کار ورکوي، نور کرکټرونه شاعر ته پيدا کوي، لکه اوبو ته چې کاڼے وروغورځوې او په دايره کې دايرې جوړې شي. لومړنی کرکټر چې عشقي ايډيل کرکټر وي، نور هم هوښيار شي او په خوا کې ورسره د شاعر د خيال و واقعيت له ټکره سياسي، اخلاقي، تاريخي، مذهبي او ځينې کرکټرونه هم پيدا شي. د اقبال په شاعرۍ کې مرد مومن او شاهين د همدغه کرکټر نمايندګي کوي او د کاروان په شاعرۍ کې د کندهار زلمی همداسې يو کرکټر دی.
لومړنی کرکټر ډېر احساساتي وي، ځکه له محبوب سره د سړي ډېر تړاو احساساتي وي. لنډۍ ده:
زما ترې زړه کله صبرېږي
که څوک يې ټوله ورځ غيبت راته کوينه
خو وروستني کرکټرونه چې د پخې تجربې، نظريې، مطالعې او مشاهدې زېږنده وي، فکري ارزښت يې ډېر وي او شاعر هڅه کوي، چې خپلې ټولنې ته د ده په وجود کې فکر ورکړي؛ خو بيا يې هم احساساتي ارزښت نه ختمېږي، ځکه د شاعر له دې ايډيل کرکټر سره احساساتي ارتباط هم وي او که دا ارتباط نه وي، دا به خپل ارمان څنګه د دې کرکټر څرګندولو ته مجبوروي؟
لومړنی کرکټر لاشعوري تړاو لري؛ خو وروستی يا وروستني -چې پر تجربه ولاړ وي- تړاو يې شعوري وي.
د نويو کرکټرونو ايجاد ښيي، چې وروسته شاعر ته په ژوند کې پر فرهادي عشق سربېره نور مسايل هم مهم شي او له نورو مسايلو سره يې هم عاطفي ارتباط پيدا شي. وږي وويني، له بېوزلو سره يې خواخوږي راوټوکېږي، په ناامنۍ کې د سر، مال او ناموس تاوان وويني، د سولې په ارزښت پوه شي، د هېواد سندرې واوري، تاريخ ولولي، عملا يې ګټې وويني يا د کډوالۍ ژوند تېر کړي؛ نو د وطن په ارزښت پوه شي. له مذهب سره پاتې شي، مذهبي تاريخ خوند ورکړي او داسې له دې ټولو نه نور ايډيل کرکټرونه وزېږي، چې د شاعر په شاعرۍ کې راته ځان ښيي. د پښتو په سوسياليستي ادبياتو کې د همداسې کرکټرونو شتون وينو، په اردو کې خو يې فيض احمد فيض لوی سړی دی. د خوشال په شاعرۍ کې ځای ځای د بهلول او شېرشاه غوندې کرکټر لوستی شو.
دا د لويو شاعرانو خاصه ده، چې لوی کرکټرونه ايجادوي، په شاعرۍ کې يې پالي او لوستونکي ته يې د يوه ارمان او يوه پېغام په بڼه وړاندې کوي.
يوه خبره د يادولو ده، چې له ايډيل کرکټر مراد هغه کرکټر دی، چې له شاعر سره د يوه ارمان په بڼه وي، خدای وکړه، که هغه د يوه عام انسان په بڼه هم وي؛ خو چې شاعر ته داسې ښکاره شي، چې زما او د ټولنې مې داسې چا ته اړتيا ده.
کرکټرونه د شاعرۍ منابع وي؛ نو که شاعر وخت په وخت نوي کرکټرونه ونه زېږوي او له نويو مسايلو سره عاطفي اړيکه ونه کړي، ښايي د شاعرۍ چينه يې وچه شي او تر اخره شاعر ونه پايي يا بيا د همغه زاړه کرکټر پر زړو ترانو سر شي.
——————————
په تاند کې د لیکوال ځینې نورې لیکنې:
د مطلقو فعلونو املا، د شاعرۍ لوری، د کلمو شاعري، معلومات که فکر، جدي لوستونکی، رغښتواله، استعاري عددونه او قیدونه، حسن تعلیل او مدعا المثل، له شاعرۍ سره مراعت، زموږ د کیسو پېښې، د معلوماتو خرڅول، تلمیح، فرد څه وايي، تجنیس، هېره ژبه ، معما مو اوس ولي نه لګي، ازاد نظمونه ، منحصره ژبه