سېمبوليزم یو داسې ادبي ښوونځی دی، چې په پښتو ادب کې تر اوسه پورې په سمه توګه نه دی پېژندل شوی او که چېرې هم د سېمبول یا سېمبوليزم نوم اخیستل کېږي، نو د لوستونکي یا اورېدونکي په ذهن کې يې په اړه په لسګونو پوښتنې را زېږي، چې د ځوابولو لپاره يې ما ناکامه هڅه کړې، چې تر یو ځایه يې ځواب کاندم.
د سېمبول (Symbole) کلمې آره بڼه سوم بولون (Sumbolon) ده، چې له یوناني نه اخیستل شوې ده او معنا يې د دوو قعطو یا ښکارندو نښلولو ته وايي او د Sumballo له فعل څخه اخیستل شوی ویی دی. (۱)، په دې معنا که چېرې موږ یو لوټ »نوټ« او یا دې ته ورته یو بل قیمتي، ارزښتناک او کشفي څيز په نامساوي توګه دوه ځایه کړو او بیا يې په دوو داسې کسانو ووېشو، چې یو بل هډو پېژني هم نه، دې ته سېمبولو وايي، چې دغه دواړه بیا د همدغه ارزښت د معلومولو او د دواړو نیمو ښکارندو د یو ځای کولو او سره ګنډولو لپاره یو د بل د پیدایښت لټه کوي، چې هم ښکارنده بشپړه شي او هم يې ارزښت جوت شي، نو د یو ځایوالي له امله يې سېمبولون رامنځ ته کېږي؛ خو اوس سېمبول هغه ته وايي، چې څرګنده نښه یا غایه له یو طبیعي او یا د نه لیدلو وړ څیز سره یو ځای شي، چې په وسیله يې د هغې په اړه یو تت انځور څرګند شي؛ خو ستونزه يې په دې کې ده، چې سېمبول د خپل ارزښت له امله څو اړخونه لري، چې انسان ورسره له مخامخ کېدلو سره سم په سوچ کې کېږي، چې دا سېمبول دی او که بل څه او که چېرې سېمبول وي، نو آره معنا يې څه شی دی، ځکه وروسته په تفصیل سره په دې بحث کوو، چې سېمبول د ماورالطبیعت په اړه بحث او خبرې لري او ډېر ځله هڅه کوي، چې ژوندۍ طبیعي ښکارنده له داسې ښکارندې سره پرتله کړي او له هغې زاویې نه يې وڅېړي، چې هغه ښکارنده اصلاً نه موږ لیدلې او نه يې په اړه سوچ کولای شو.
د ادبڅېړونکو په اند دا ادبي ښوونځی د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې رامنځ ته شو، چې په رامنځ ته کولو او عامولو کې يې د شارل بودلر (Charles Baudelaire) نوم د هېرولو نه دی، چې وروسته بیا پل ورلن، آرتور رمبو(Arthur Rimbaud) او سټیفان مالارمه (Stephane Mallarme)دا ښوونځی په نړیوالو پوړیو اوچت او کابو ټولمنلی يې کړ(۲)؛ خو د دې خبرې معنا دا نه ده، چې ګواکې دغو څېرو خپل سبک او کړنلاره ټوله همدغه ښوونځي ته وقف کړه؛ بلکې اساسي خبره دا وه، چې دوی د خپل سبک تر چتر لاندې د سېمبولیزم سبک ته ريښې ورکړې او مراندې يې دومره ور وځغلولې، لکه په وران کلي باغ د ګلو وینه؛ خو اره خبره دا ده، چې خپله سېمبولیزم څه شی دی؟
د ادبپوهانو په اند سېمبولیزم هغه ادبي ښوونځي ته ویل کېږي، چې د ایډیالیزم له فلسفې او میتافزیک له اغېز څخه رامنځ ته شوی وي یا په بله وینا سېمبولیزم هغې پوهې ته ویل کېږي، کله چې څوک د یوه ذهني حالت د څرګندولو لپاره یو تصور (ایماژ) ترلاسه کړي او هغه په داسې ډول افاده کړي، چې د ذهني حالت د څرګندولو پر ځای د هغه په باره کې ترلاسه شوی تصور مجسم کړي.(۳)
سېمبول په څو ډوله دی، چې په دې بحث کې موږ یواځې په ادبي سېمبولیزم باندې بحث کو او دا موضوع څرګندو، چې په ادب کې يې څومره ښکلا راوستې او په کومو کلونو کې رامنځ ته شوی دی.
د ادب څېړونکو په اند سېمبوليزم په (۱۸۸۰) زېږدیزو کلونو کې په فرانسه کې وغوړېد او دومره اوج ته ورسېد، چې د نورو ولسونو پام يې هم ځانته راواړاوه، خو چا چې په کې ډېر زیار ګاللی او اوج ته يې رسولی پورته ښاغلي دي.
د سېمبولیزم له مکتب څخه موخه هغه نا ویلې خبرې دي، چې لیکوال یا شاعر يې په څرګنده توګه نه شي ویلای یا یوه داسې لړۍ ده، چې نه توضیح کېدونکې خبرې توضیح کوي، په داسې حال کې، چې نه د څه شي یا چا نوم اخلي او نه يې هم ستاینه کوي؛ خو ځیرک لوستونکی په اسانۍ ترې اخیستنه کولای شي، البته لوی کمال په کې دا دی، چې په هره خبره کې د خیال او اټکلونو مرۍ پيي، په دې معنا په دې ډول ښوونځي کې آره موخه د موضوع د لویوالي ښوول، احساسات او عواطف پیاوړي کول او حقیقت په خبرو او خیالونو کې داسې رانغاړل دي، چې موخن کس ترې په اسانۍ اخیستنه ونه کړای شي، خو لوستونکي په کې ډېره ستونزه نه حس کوي.
که د ادبیاتو پخوانۍ ناسمې مقولې ادب د ادب لپاره او ادب د ټولنې یا ولس لپاره مقوله اوس په نظر کې ونیسو، نو له سېمبولیزم څخه موخه ادب د ولس لپاره دی، خو شرط يې دا دی چې ادب د ادب په ژبه کې بیان شوی دی، یعنې ادب د ادب لپاره له مقولې څخه موخه دا وه، چې دا ډول ادبیات یواځې څانګوالو او ادیبانو ته پنځول کېدل، خو ادب د ټولنې لپاره عامه مقوله وه، یعنې یو ډول يې ځانګړي ادبیات او بل ډول يې عام ادبیات، چې سېمبولیزم هم د عامو د ادب په معنا دی، خو ژبه يې د خاصو ژبه ده.
د سېمبولیستانو په اند نړۍ یو داسې ځنګل دی، چې هر ډول ساکښ موجودات په کې شته او یا هم یو داسې ښار دی، چې د هرې ښکارندې او څیز هټۍ په کې شته، خو لیدل يې دقیقې او ځیرې سترګۍ غواړي او عوام دغه سترګۍ نه لري، نو لیکوال او شاعر د خپلو همدغو ځیر سترګیو په وسیله دا هر څه ویني، ګټې او زیانونه يې په ګوته کوي او له هغې وروسته يې له خپلو تجربو سره یو ځای ولس ته وړاندې کوي او هڅه کوي، چې ولس ته هم فکر او لوری ورکړي، چې څه وکړي او څه باید وشي.
د دغه ښوونځي پوهان وايي د سېمبولیزم د مکتب د رامنځ ته کولو اصلي لامل مالارمه او آرتور رمبو دي، دا ځکه دغو ښاغلو د خپل شعر نړۍ ته په ډېره دقیقه او عاطفي توګه وکتل او د عاطفې ځواک يې په کې دومره پیاوړی کړ، چې په ډېر لږ وخت کې يې خورا ډېر خلک ترې اغېږمن کړل، ځکه څومره چې شعر د عاطفې پر وزرو سپرېږي په هماغه اندازه يې له موسیقۍ سره هم زیار ګالل کېږي او چې کله دا دواړه لازم او ملزوم شي؛ نو جوته خبره ده، چې تصویر ډېر اغېزمن او زړه راښکونکې کېږي داسې زړه راښکونکی، چې آن په زړه کې پراړې جوړوي او مینه وال ډېر ژر د یوې کړنې ترسره کونې ته چمتو کوي، نو دې خبرې ته په پام سره سېمبولیزم ښوونځی له موسیقۍ سره هم نېغه په نېغه اړیکه لري او په کلاسیکې موسیقۍ کې يې ډبوسي د سېمبولیزم پلار باله. ډبوسي موسیقي د هارمونې له زولنو څخه خلاصه کړه او په دې يې ټینګار کاوه، چې شعر او موسیقي سره تړلي دي او چې کله دا دواړه ښکارندې د یو بل لازم او ملزوم وي بیا نو هارمونیه د شعر ټول تلازمات نه شي بیانولای او د بیان لپاره يې موسیقیپوه اړ دی، چې ډول ډول آلې پیدا کاندي او د شعر هر انځور ته د هغه له ښکلا سره سم موسیقۍ ور واچوي او د مینه وال ذوق ونغوږي. دا ځکه لکه څنګه چې ټول شاعران یو ډول وړتیا نه لري دغسې ولس هم یو ډول ذوق نه لري هر څوک د خپل ذوق څښتن دی، چې د چا عالي او د چا هم د پوښتنې وړ دی، خو موسیقیپوه بې ذوقه ذوق هم باید ذوقمن کړي.
د ډبوسي په وینا هر ډول موسیقي وړاندې تر دې، چې د کلام په وسیله انځور پیدا کړي خپله هم یو انځور دی، خو دغه انځور هغه وخت له تتېدا څخه را وځي، چې په خپل جادويي ځواک له الفاظو سره یو ځای د اورېدونکي ذوق خړوب کاندي.(۴)
څېړونکي وايي د سېمبولیزم د مکتب شاعران او په ټوله کې لیکوال هڅه کوي، چې د ابهاماتو او کنایو په لفافو کې د ټولنې حقایق داسې وړاندې کړي، چې واقعیت په کې څرګند وي، خو دې ته مو پام وي، چې دا واقعیتونه عرفاني او ذهني دي او ډېر ځله کېدلای شي د نویو موادو او ښکارندو په پام کې نیولو سره بدل او نوي کشفیات وکړي.
د ارواښاد روهي په وینا د سېمبولیست شاعر لپاره یواځې او یواځې هغه احساس او درک د باور وړ دی، چې له ښکارندې څخه زېږېدلی وي؛ خو دا چې خپله ښکارنده څومره د منلو وړ ده، هغه تر اوسه د پوښتنې وړ خبره ده، نو ځکه شاعران او که ساده يې ووایم سېمبولیستان د احساس د اصالت پلوي دي او هېڅکله هڅه نه کوي، چې پر بلې ښکارندې ډډه ولګوي. (۵)
سېمبولیستان تل په دې لټه کې وي، چې په ټولنه کې د وېرې، غم، خپګان، ناخوښۍ، نا امیدۍ او دې ته ورته ناهیلیو جرړې پیدا کړي او بیا يې د عاطفې او احساس پر زور دومره وپړسوي، چې ولس يې په رښتینې معنا تر اغېزې لاندې راشي.
ښايي ځینې خلک دا پوښتنه هم وکړي، چې د سېمبولیک اثر یا لیکنې ژبه یو څه توپیر لري او موږ ته د پوهېدلو وړ نه ده؛ خو که حقیقت ته ځیر شو دا یو څه له واقعیت نه لرې خبره ده، ځکه سېمبولیزم له خپګانونو او ناخوالو سره کار لري، نه د مطلب له ګونکوالي او ابهام سره او دغه ناخواله هله بیانېدای شي، چې ژبه يې متفاوته شي، خو دغه تفاوت د حساسوالي او عواطفو دی، نه د موضوع د جاجونې.
دا سمه ده، چې سېمبولیستان به د ذهني رښیتنوالې لپاره له عیني واقعیتونو څخه یو څه واټن نیسي، خو دغه واټن نیونه بیا هم د عینیت او رښتینوالې لپاره ده. په دې معنا انسان تل په دې هڅه کې دی لا شعور يې داسې خبرې په ذهن کې ور انځوروي، چې هغه یې په ایده الي کې نه وي؛ خو دی يې ایډیال بولي، نو د سېمبولیزم یوه دنده هم همدا ده، چې د انسان ایده الي ور معلومه کړي او له داسې نا اشنا ټاپو نه داسې شیان ور انځور کاندي، چې د ده لا شعور يې غواړي، چې دا کار په خپله له رښتینوالې څخه یو څه واټن نیول دي، خو ارزښت يې په دې کې دی، چې انسان ته فکر او لوری ورکوي او ښايي د شونتیاو په موندلو سره ډېر انسانان دې ته ورته ښکارندو او یا کړنو ته لاسرسي پیدا کاندي.
خو له دې ټولو ځانګړنو سره سره بیا هم سېمبولیزم په پښتو ادب کې لا تر اوسه هم ګونګ او مبهم دی. موږ لا تر اوسه هم داسې فکر کوو چې سېمبولیزم، یعنې مطلق د بېلې ډلې ژبه، د سېمبول او نغوتو ژبه د داسې کسانو ژبه او د داسې کسانو لپاره ژبه، چې ذهني وړتیاوې يې له عامو خلکو څخه اوچتې دي، په داسې حال کې چې دا خبره سمه نه ده؛ ځکه هېڅ ارزښت، ژانر، صنف او یا کړنه یواځې او یواځې د څو انسانانو لپاره نه پنځول کېږي، دا ټولنه ده، چې ځانګړې کوي يې پنځګر هېڅ ډول پنځونه ځانګړې کړې نه ده، خو دا چې موږ ته يې جاجونه یو څه ستونزمنه ده، لامل يې دا دی، چې زموږ لا شعور ډېر ټیټ او په وړو خبرو بوخت دی، دا ځکه زموږ کوچنی په جګړه کې پیدا، په جګړه کې لوی او په جګړه کې وژل شوی او دا هغه لاملونه دي، چې زموږ پر شعور سربېره لا شعور يې هم غځونې ته نه دی پرېښی، چې له امله يې موږ ته ځینې خبرې مطلق سېمبول یا د پوښتنې وړ ښکاري، په داسې حال کې، چې هغه به ډېرې ساده او د عامپوهاوي وړ وي.
که خبره یو څه را ځانګړې کړو، سېمبولیزم د رومانټیکې روحيې یوه داسې بڼه ده، چې د رنګونو، څېرو، کرکټرونو، وزنونو، ریتمونو، آهنګونونو، موسیقۍ او آن کړو وړو په وسیله وییونو ته ځانګړې معنا ورکوي او هڅه کوي، چې همدغه ارزښت ټولمنلی او د ښوونځي بڼه خپله کړي، چې له نېکه مرغه نن يې خپله کړې ده. د دې لپاره، چې دا موضوع یو څه نوره هم روښانه شي په یوې لنډۍ کې به يې ارزښت ته نغوته وکړو:
جانانه ستا مزه ګۍ نه شته
زما همځولې زانګو ګانې زنګوینه
دا لنډۍ له یوې خوا د ښځمنو محرومیت او سړي واکي ښيي او له بلې خوا ښځمنه خپل نارینه ته هغه خبره کول غواړي، چې له بده مرغه تر اوسه پورې يې یا نارینه ورته ځیر شوی نه دی او یا هم د څه نورو ملحوظاتو له امله نه غواړي پلار شي او یا هم ښايي څه داسې تکلیف لري، چې د درملنې وړ دی، خو ده سختۍ ته زور ورکړی او بې تفاوتي ښيي او یا هم ښايي مېرمن يې د سویلو او خورلڼو له خوا ننګول شوې وي. دا او دې ته ورته خورا ډېر لاملونه لري، چې ښځمنه يې د دې لنډۍ ویلو ته اړ ایستې او وینو چې لنډۍ په ډېر هنري او احساسي انداز ویل شوې او ښاغلی خاوند د سېمبول په ژبه پر خپلې غوښتنې پوهول غواړي اویا هم د خوشحال بابا دا بیت وینو، چې په څومره لوړ شان سره په کې سېمبولیزم ځان څرګندوي:
واړه عشق دی، چې يې سر راته ګیاه کړ
ګڼه! زه په ځان مین د سر ښندل څوک (۶)
خوشحال بابا له دې سره، چې خان، ملک او مشر پاتې شوی، خو د ژوند نازکو او لطیفو برخو ته يې هم، چې هغه مینه او عشق دی پاملرنه کړې او له دې نعمته برخمن شوی دی، خو لکه څنګه چې په نورو کارونو کې يې چا ته سر نه دی اېښی، نه يې ټیټ کړی او نه هم مغول ته اېل شوی همداسې د عشق په کار کې هم دی.
په پورته بیت کې وینو، چې سر يې له ګیاه یا شین بوټي سره تشبیه کړی، د شین بوټي ځانګړنه دا ده، که هر څومره لوړ شي بیا يې هم سر را خم شي او لکه ونه مستقیم په خپل مکان نه وي، موږ ډېر ځله بار دارې ونې وینو، چې د بار پر مهال يې څانګې دومره راټیټې شي، چې ته وا ماتې شوې، خو چې بار ترې لرې شي بېرته سر نېغ کړي، خو خوشحال بابا په بارورۍ کې هم د سر ټیټېدل ځان ته عیب بولي او وايي په هېڅ صورت زه د سر ښندلو ته چمتو نه یم، چې همدغه خبره يې په ډېر ښه شان سره په پورته بیت کې کړې او د سېمبولیزم ښه ارزښت په ګوته کوي، په داسې حال کې، چې ارواښاد امیرحمزه شینواری د سېمبول په ژبه له خټک بابا هم یو څپک وړاندې ځي او وايي:
ما کوز ورته لېمه کړه زما سر نه ټیټېده
شاید، چې په الفت کې هم افغان پاتې کېدم
نوموړی په دې بیت کې د الفت کلمه هم د خپل وجود لپاره کاروي او هم يې د خپلې ستاینې په توګه، خو اصلي خبره دا ده، چې د افغانیت پر ویاړ او ارزښت یوه داسې نادره خبره کوي، چې خورا ډېر لږ ښاغلي يې په داسې هنري او سېمبولیک شکل بیانولای شي؛ نو دا د سېمبولیزم د مکتب ارزښتونه دي؛ خو ځینې ادب څېړونکي لا تر اوسه هم په دې ګروهه دي، چې ګواکې سېمبولیزم، لکه څنګه چې پورته هم ورته نغوته وشوه د سېمبول ژبه ده او له همدغې معلومې ډلې پرته نور څوک پرې نه پوهېږي. دوی لاسوند وړاندې کوي، چې د دغه ښوونځي سرلاري مالارمه او پلیونو يې داسې الفاظ او ژبه کاروله، چې تفسیرول يې همدوی ته شوني وو، په دې معنا چې شعرونه به يې ولیکل او په خپلو کې به سره کېناستل او یو بل ته به يې د خپلو شعرونو موخې بیان کړې. دغه ډله څېړونکي، چې سېمبولیزم د سېمبول ژبه بولي یو څه نور هم وړاندې ځي او د خپلو خبرو د پخلي لپاره د اندري ژيد د اثر (پالود) یادونه هم کوي، چې په سریزه کې يې کښلي: وړاندې تر دې، چې د خپل اثر ارزښت او جاجونه نورو ته تشریح کړم، اړینه بولم مینه وال او لوستونکي يې ماته تشریح کړي، چې څه مې ویلي او څه ویل غواړم.
د دوی په وینا کله چې سېمبولیستان په جذبه کې راشي، نو په خپلو خبرو هم نه پوهېږي، چې څه يې پنځولي، د څه لپاره يې پنځولي او چا ته يې پنځولي؟ د دوی په اصطلاح دوی هم کله ناکله د هیګل په څېر شي، چې بیا په خپله فلسفه هم نه پوهېږي، چې کومه لاره يې تعقیب کړې او د څه لپاره؟
د هیګل پورې مشهوره مقوله ده، وايي چې کوم چا ترې غوښتنه کړې وه، چې د ده د اثر کومه برخه ورته تشریح او هغه پرې پوه کړي. هیګل ورته ځواب ورکړی و، چې کله ما دا اثر لیکه؛ نو هغه وخت پرې زه او زما خدای پوهېدل؛ خو اوس یواځې خدای پوهېږي او بس. (۷)
ښايي دا خبره تر یو ځایه سمه وي، خو د دې معنا دا نه ده، چې ګواکې هیګل دومره ګنګس انسان و، چې د خپلو لیکنو په جاج هم نه پوهېده او یا يې له بل چا مفهوم را غلا کړای و او اوس پرې نه پوهېده، بلکې آره خبره دا ده، چې د فیلسوفانو هر کار نادر وي او د هر چا لپاره بسنده وخت نه لري، چې په هرې موضوع ورسره وغږېږي. بله تر ټولو مهمه خبره دا هم ده، کله چې لیکوال یو څه ولیکي او پر هغې خورا ډېره موده واوړي، نو له خپله لیکوال نه هم څه نا څه یاده موضوع هېره شي او ښايي لکه څنګه، چې په کار وي هغسې خپل اثر یا خبره څرګنده نه کړای شي؛ نوځکه دا ډول خبرې بویه په منفي معنا را وانخیستل شي او یا له سېمبولیزم سره پرتله نه شي، ځکه سېمبولیزم اوس هغه زولنې ماتې کړي او دومره ساده شوی، چې هر څوک يې په معناپوهېږي او درک کولای یې شي.
خو آره پوښتنه دا ده، چې ولې د سېمبولیزم ښوونځی دومره ژر عام او خپور شو او ټوله نړۍ يې تر خپلې ولکې لاندې راوسته؟
ښايي لوستونکي خورا ډېر ځوابونه ولري، خو زما په اند یو ستر لامل يې دا و، چې سېمبولیستان ناڅاپي شېبې، هېښتیا، حیرانتیا او خوځښت له لاسه نه ورکوي او چې څنګه يې په ذهن کې د موضوع مراندې را ښکودل شي، سم له واره د فکر غایه ورسره یو ځای کوي او د تخیل، عاطفې او احساس په زور يې له فکري بټۍ څخه را باسي او د لوستونکي د فکري تسلسل د لړۍ یوه کړۍ ترې جوړوي؛ خو ادب څېړونکي د آهنګوالي جمله هم ورسره زیاتوي او وايي سېمبولیک الفاظ ریتم، آهنګ او موسیقي لري، چې له امله يې ځانګړی رنګ او وزن خپرېږي او له وچو معنا ګانو او یا له سپورو معناګانو څخه د تېښتې لار غوره کوي او دا هر څه یواځې د الفاظو پر مټ شوني نه دي؛ یعنې په سېمبولیزم کې لفظ یواځې لفظ نه؛ بلکې غرض او هدف دی، چې د زباتونې لپاره يې د عاطفې اوښان پرې څري او طلسمي الفاظ يې تشکیل کړي دي، چې په زرینو لفافو پوښل شوي دي.
ښايي ډېرو لوستونکو ته اوس دا پوښتنه هم پیدا شوې وي، چې موږ نو پر کوم بنسټ په لومړیو کې دا خبره یاده کړه، چې سېمبولیزم د عرفان او تصوف له پردو هم مالامال دی، ځکه تصوف له عاطفې او خیال سره ډېر کار نه لري او نېغ په نېغه خپلې موخې ته ځان رسول غواړي؟
خو که د سېمبولیزم دګړنې تل ته ځیرنه وکړو دا پوښتنه په خپله را ځوابېږي، په دې معنا موږ چې کله د غني خان غني شعرونه لولو،په لومړي سر کې داسې فکر کوو، چې ګواکې ده د اسلام پر ضد یا هم د پښتني دودونو او سپېڅلتیاو پر ضد څرګندونې کړي، خو که د غني د ژوند او فلسفې په اړه څه نا څه معلومات ولرو، بیا په خپله خپل ځان ګرموو او ذهن ته د داسې خبرو مجال نه ورکوو، ځکه کله چې غني خان وايي:
څومره مینه مستي درکړم ادب څومره؟
څومره تا دلدار جانان کړم ربه څومره
نه زه ستا په حد د ځان په حساب پوه شوم
ستار پوهېږي په خپل هنګ او طرب څومره (۸)
ښايي لنډ پاري خلک دا فکر وکړي، چې غني خان لویه ګناه کړې او له خدایه د عبادت او بنده ګۍ حساب غواړي، خو په دې فکر نه کوي، لکه څنګه چې خدایﷻ څېرې په بېلابېلو بڼو پیدا کړي، همداسې يې انسانان هم په بېلابېلو خویونو پیدا کړي. غني خان هم د سخت طبیعت یا تیزې خبرې ویونکي طبیعت خاوند دی، خو زړه يې نرم دی او په دې ډول سبک سره د خدای هغه ستاینې او بنده ګیو ته نغوته کوي، چې د خلکو په اند د بنده ګۍ او عجز نهایت دی، په داسې حال کې، چې که شپه و ورځ سر له سجدې پورته نه کړو بیا هم کمه ده، ځکه موږ د خدای شکر هېڅکله نه شو پوره کولای او نه يې په ټوله معنا بنده ګي کولای شو. زموږ هره ورځ ژوند، ساه اخیستل، اکسیجن اخیستل، له ژوند نه خوند اخیستل، خوشحالۍ او د ژوند سهولتونو را ته چمتو کول او دې ته ورته په لسګونو او سلګونو خبرې هغه څه دي، چې که په مادي ارزښتونو وای، نو لا وختي مو د مرګ غېږې ته له مجبوریته پناه ور وړه، خو خدای تعالی دا هر څه پر موږ لورولي او هډو د نخود دانې قدرې احسان يې هم را باندې نه دی کړی؛ خو موږ دا هر څه په پام کې نه نیسو؛ نو غني خان یو داسې څوک دی، چې په زشتو او کله کله هم په سېمبولیکو الفاظو دا خبرې بیانول غواړي او په دې خبره دې پوهوي،که ستار، چې د موسیقۍ اله ده غږیږي هم؛ نو استعمالوونکي ته يې دا معلومات کېږي، چې څومره کمال کوي او څومره خلک يې بوخت او خوشحاله کړي، خو ته انسانه تر اوسه پورې هم په دې سوچ نه کوې، چې څه ته پیدا شوی يې او څه کوې.
ځکه وایو، چې سېمبولیزم له تصوف او عرفان سره هم نېغ په نېغه اړیکه لري او دا اړیکه په داسې هنري انداز کې ده، چې موږ ترې ډېر ځله خوند اخلو، کیف پرې کوو، خو ځیرنه ورته نه کو.
د سېمبولیزم تر ټولو ښه ځانګړنه دا ده، چې واټنونه له منځه وړي، که هغه په هرې پوړۍ او هر ځای کې وي، په دې معنا سېمبولیستان تل په دې هڅه کې وي، چې له بهرنۍ نړۍ سره د الهام او شهود له لارې اړیکه ټینګه کړي او د مادې یا ښکارندې هغه کوچني او په محدودو الفاظو او جاجونو کې چوکاټونه مات کاندي، چې انسان په کې تر اوسه را ښکېل دی. دوی غواړي د مادې معنا پراخه او د ژوندي روح په څېر يې وروزي، داسې چې په وسیله يې د حال زمانه او د ابدیت زمانه سره غاړه غړۍ شي. دوی هېڅکله اوسني ژوندي موجود ته د اوسنۍ نړۍ یا اوسني وخت په سترګه نه ګوري، بلکې په ګانده او ابدیت کې يې هغه ارزښتونه او جاجونې ګوري، چې د ده په نظر يې پیدا کوي، یعنې هغه پټې خبرې او کشفیات يې را بر بنډوي، چې انسان ته له معجزې او په ځینو حالاتو کې له ملنډو پرته بل څه نه ښکاري.
که خبره مو یو څه را ټوله کړې وي، د سېمبولیزم د پیدایښت ار لاملونه دا وو، یو شمېر لیکوالو او شاعرانو، چې د بېلابېلو ښوونځیو له لارې خپلې لیکنې، شعرونه او ډرامې خپرولې د مینه والو او لوستونکو له خوا له ستونزو او ننګونو سره مخامخ شول او هر وخت به يې دا کمبودي ور ښووله، چې ګواکې د دوی ذهنونه له نوښته کنګال دي، همدا لامل و، چې دوی د سېمبولیزم ښوونځي ته، چې په هغه وخت کې سبک و مخه کړه او په ډېر سرعت سره يې په ټولنه کې خپل ځای او مینه وال پیدا کړل، چې د وخت په تېرېدلو يې ورو ورو ټولو ټولنو او هېوادونو ته لمن وغځېده او پر فرانسې، روسیې، امریکې او په ټوله کې پر غربي ټولنې سربېره يې شرقي ټولنې په ځانګړې توګه پښتو ادب ته هم لمن را خوره شوه، چې دلته يې هم ډېر ښه هر کلی وشو او ډېرو د لوړ ذوق خاوندانو په کې طبعه ازمايي وکړه، خو له بده مرغه دا ښوونځی، چې دلته په را رسېدلو سره د سبک له چوکاټه وتی و، په لومړیو کې د نورو ټولنو په څېر له ځینو ننګونو او ناسمو پوهاویو سره مخامخ شو او تر اوسه ځینې کړۍ داسې فکر کوي، چې ګواکې دا ښوونځی د خواصو لپاره دی او عام يې نه لیکلای شي او نه يې په معنا پوهېږي، په داسې حال کې، چې داسې نه ده او پورته پرې پوره خبرې وشوې.
اخځونه:
۱- حسیني، سیدرضا: مکتبهای ادبي »دوم ټوک«، موسسه انتشارات نګاه، دیارلسم چاپ، تهران، ۱۳۸۵ لمریز کال، ۵۳۸ مخ.
۲- حسیني، سید رضا: مکتبهای ادبي »دوم ټوک«، موسسه انتشارات نګاه، دیارلسم چاپ، تهران، ۱۳۸۵ لمریز کال، ۵۱۵ مخ.
۳- روهي، څېړندوی محمدصدیق: ادبي څېړنې، دانش خپرندویه ټولنه، پېښور، ۱۳۸۶ لمریز کال، ۴۱۸ مخ.
۴- تاریخچه سمبولیسم: انټرنټي پاڼه. http://daneshnameh.roshd
۵-روهي، څېړندوی محمدصدیق: ادبي څېړنې، ۴۲۰ مخ.
۶- خټک، خوشحال خان: غزل، تصور، انټرنټي پاڼه. http://tasawur.blogfa.com/post-21.aspx
۷- روهي، څېړندوی محمدصدیق: ادبي څېړنې، ۴۲۴ مخ.
۸- غني، عبدالغني خان: د غني کلیات، د قومونو او قبایلو وزارت، د نشراتو ریاست، کابل، ۱۳۶۴ لمریز کال، ۸ مخ.
که ګران سيدي صيب خاطر نه درنوي نو په لاندې لنډۍ کې ماته کوم سمبول نه ښکاري بلکې طنز په کې دی.
ښځه خپل ميړه ته پېغور ورکوي خو په ډاګه يې نه شي ويلی او د طنز په ژبه يې ورته وايي.
جانانه ستا مزه ګۍ نه شته
زما همځولې زانګو ګانې زنګوینه
په پورتنۍ لنډۍ کې ماته سمبول يا د پېښوريانو خبره (علامت) نه ښکاري.
که سيدي صيب غواړي چې په لنډيو کې سمبولونه ومومي نو په سلګونو دي. لکه:
جانانه ځانته غره نه شې
که ته چنار يې زه د صبر ونه يمه
په پورته لنډۍ کې چنار د نارينه سمبول دی او د صبر ونه هم د ښايست، هم د نامه له مخې او هم دا چې د شپې په کې مرغۍ راټولېږي لکه د مور تر لمن لاندې چې بچيان راټول شي.
نو چنار د نارينه او صبر ونه د ښځې ښه سمبولونه دي.
د خوشحال نيکه په لاندې بيت کې هم د سمبول څرک نه وينم.
واړه عشق دی، چې يې سر راته ګیاه کړ
ګڼه! زه په ځان مین د سر ښندل څوک (۶)
دلته سر له ګياه سره تشبيه شوی دی او هغه هم د عشق د مجبوريت له لاسه. بابا عشق مجبور کړی او خپل سر ورته سم واښه ښکاري. لکه واښه چې د رېبلو لپاره کرل کېږي نو دی هم عشق دومره مجبور کړی چې خپل سر ورته د وښو غوندې بې ارزښته ښکاري.
سمبول په ټولنه او کلتور کې د ځينو شيونو لپاره منل شوي او عام شوې وي لکه:
تياره د غم لپاره،
رڼا د خوشحالۍ لپاره
اوښکې، دغم لپاره
خندا او موسکا د خوشحالۍ لپاره
لاس په نامه، د درناوي سمبول دی
شونډه په غاښ د غوسې سمبول دی
زېړ رنګ د مينتابه او ناجوړۍ سمبول دی
چاود لاسونه د مزدور سمبول دی
خړې سترګې د ملامت سمبول دی
رډې سترګې د بې ادب سمبول دی او
او په سلګونو داسې نور
ډېر ګران او زړه ته راتېر لرغونی لاروی صاحب!
لومړی خو تاسې ته سلامونه او له سلام وروسته مننه، چې خپل قیمتي وخت مو زما د څو ګډوډو لپاره ځانګړی کړ او خپل نظر مو پرې څرګند کړ، خو:
ما په خپله مقاله کې هم ویلي او په نورو لیکنو کې هم، چې زما لیکنې د کاڼې کرښې نه دي، زموږ لویانو استادانو هم تېروتنې کړي، نو زه خو يې باید وکړم، خو پاتې شوه دا خبره دا چې زه په دې خبره ځانته د تېروتنو جواز ورکول غواړم، هېڅکله باید داسې ونه انګېرل شي د یو ځوان په توګه باید هڅه وکړم، چې خپلې تېروتنې تر وسې وسې سمې کړم او د هرې موضوع د سپیناوي او څېړنې لپاره پوره خواري او زیار وګالم، چې ښايي ځینې مهال رانه داسې ونه شي، خو د دې خبرې معنا دا هم نه ده، چې ګواکې ما هسې بابولالی را ټولې کړي او ځان مې ترې خلاص کړی، بلکې د بنده ګۍ هڅه مې کړې، خو هېڅ انسان ځان له تېروتنو نه شي خلاصولای، بیا هم له تاسې مننه، چې زه مو خپلو تېروتنو ته ځيرکړم، خو ایا څو خبرې تاسې ته هم ویلای شم او هیله کولای شم، چې خوا به نه بدوئ؟
لومړی خو که مهرباني وکړئ، هره خبره چې وایې په نره يې ووایې او په خپل نامه يې ووایې دا مستعار نوم دې نو څه معنا. سړی چې کله نقد یا کره کتنه کوي، نو په خپله نامه يې کوي او دا وړتیا او جرئت لري، چې په خپل نامه لیک یا نقد وکړي، خو له بده مرغه تاسې له یوې داسې مروچې ډزې کوئ، چې نوم ورکول هم ورته…. بویه.
دویمه خبره: د سېمبولیزم په اړه ما پېژندونه وړاندې کړل او د معتبرو خلکو خبره مې هم درته په مخ کې کېښوده خو د دې معنا دا نه وه، چې ګواکې زه د خپل نظر خاوند نه وم، ما هم خپل نظر درته وړاندې کړ او بیا د هماغه نظر په رڼا کې مې هم په لنډۍ او هم د بابا په کلام کې د سېمبولیزم بېلګې په ژوندۍ بڼه وړاندې کړې، چې له نېکه مرغه ستاسې په څېر ډېرو ښاغلو ولوستې او تائید يې کړې، خو دا چې تاسې خپل نظر څرګند کړی او هغه مو طنز بللی، نو لږ تر لږه د طنز پېژند ته هم ځیر کېدل په کار دي، چې طنز وايي څه ته؟
که چېرې د طنز له تعریف سره سم دا لنډۍ او شعر د طنز په تله کې راغی، نو بیا خو له نعمت نه نعمت الله جوړ شو او د ناقد دنده په سمه توګه ترسره شوه، ځکه زموږ او ستاسې موخه ولس ته کار کول دي نه ځان مطرح کېدل او که چېرې طنز تعریف یو څه وايي او ستاسې خبره بل څه، نو بیا غوره ده، چې خپله خبره بېرته د امانت په توګه در واخلئ، زه فکر کوم د:
جانانه ستا مزه ګۍ نه شته
زما همزولې زانګوګانې زنګینه
لنډۍ د سېمبولیزم له تعریف سره سم په ټوله معنا په سېمبول کې د تطبیق وړ ده، خو دا چې ستاسې نظر يې مخالف دی، نو دا ستاسې شخصي نظر دی نه علمي، هیله من یم، چې هره خبره وايئ په مسنده توګه او د منلو شوو تعریفونو په رڼا کې يې وکړئ او دې ته ورته ځینې نورې خبرې هم درته لرم، خو اوس ترې تېرېږم.
بیا هم ستاسې او لوستونکی له ځيرنې مننه