تر بل هر اختر ډیر په دې کوچني اختر کې د پلاستیکي توپنګچو او ټوپکونو څخه بازارونه او د ماشومانو لاسونه ډک وو. دا ځل د پلاستیکي مرمیو غورځوونکو وسیلو ډیزاینونه بدل او د ماشومانو د علاقې د جلبولو له پاره ښایسته جوړ شوي وو.
د مرمیو واټن یې هم تر پخوا ډیر شوی او که چیرې یو لوی سړی هم پر دې مرمي پر پنډۍ ولګیږي نو مجبور دی چې سر ور کښته او پایڅه پورته کړي چې ودریږه کوم مار یا که لړم وچیچلم. هماغه ځای سخت سوی کوي او د وړې دانې غوندې سور او پړسیږي. خو که چیرې همدا مرمۍ پر مخ چې پوستکی یې نری یا پر سترګه ولګیږي نو د مخ د وینې کیدو او د سترګې د ړندیدو امکان ورسره ملګری دی.
په کابل ښار کې ماشومان له دې پلاستیکي توپکونو او توپنګچو سره مصروف دي، دوی که د یو بل د ویشتلو هڅه کوي نو کوښښ کوي چې پر سر یا بل داسې ځای یې وولي چې خوږ یې کړي. تر څنګ یې ځینې لاروي چې ویشتلو ته هیڅ امادګي هم نه لري، کله کله د دې شوخو ماشومانو او تنکیو ځوانانو د ټوپکونو نښه ګرځي او خوږیږي. زه خپله کله چې د احمد شاه بابا مینې په لارو کوڅو تیریدم، کله کله مې مخ او سترګو ته لاس نیولی چې هسې نه دا پلاستیکي مرمۍ راباندې و لګیږي.
د اختر دویمه ورځ وه د همداسې یوې بلې پیښې سره زه هم مخامخ شوم. یوه ډله ماشومان د کوڅې له سره د خپلو همدې وسیلو سره راځغاستل، چا پرې نارې کړې چې مخه یې ونیسه لکه چې کوم څوک به یې پرې ویشتی و. یوه تنکي ځوان د دې ډلې څو ماشومانو ته لاس ور واچاوه خو ویې نه نیول نو یوه نسبتا په غوښه پټ ماشوم ته یې غیږ پرانیسته چې ورنه ونه تښتي خو هغه همداسې پرې ورغی، دواړه په ویالې کې سره ځغار شول او د ماشوم له سره د سرو وینو داره روانه شوه.
دې ته ورته جنجالونه خو د همدې پلاستیکي ټوپکونو او توپنګچو سره تړلي دي خو تر څنګ یې د ړندیدو پیښې هم خپلې ډیرې لوړې کچې ته پورته شوې دي. په کابل کې د سترګو دولتي روغتون ته د اختر په ورځو کې تر سلو زیات همداسې ماشومان او تنکي ځوانان ور وړل شوي چې پر سترګو یې دا مرمۍ لګیدلي دي. په دغو ماشومانو کې یو شمیر داسې کمبخته ماشومان هم دي چې لګیدلې سترګه به یې د همیشه له پاره معیوبه او ړنده شي.
شاید نور ډیر په دې مرمیو لګیدلي کسان شخصي او نورو روغتونونو ته وړل شوي وي او یا یې چا پر مشکل سر نه وي ګرولی چې پخپله به جوړ شي.
د انسان سترګه ډیر ظریف جوړښت لري او د معمولي ضربو پر وړاندې هم حساسه ده. د پلاستیکي همدې مرمیو زور خو بیخي نه لري خصوصا چې له نژدې واټن څخه پرې فير شي.
هیڅ پلار به ونه غواړي چې اولاد یې ړوند شي خو دوی دې ته نه ګوري چې د ړندیدو وسیلې ورته دوی پخپله اخلي. یعنې په غیر مستقیم ډول پلرونه د خپلو اولادونو په ړندیدو کې لوی نقش لري.
په اختر کې هر مشر او پلار اړ کیږي چې د رواج سره سم د کور ماشومانو ته پيسې ورکړي خو که چیرې د پیسو ورکولو پر وخت ورته ووايي چې ټوپکونه او توپنګچې به پرې نه اخلې او که دې واخیسته درڅخه ماتوم یې نو شاید هغوی یې اخستو ته زړه ښه نه کړي.
ما پخپل کور کې همداسې وکړل، چا چې سر غړونه وکړه، توپنګچه مې ورماته کړه او د اختر په دویمه او دریمه ورځ مې بیا پیسې هم ورنه کړې. په دې برخه کې نورې ښې لارې شاید تاسو ته پخپله هم معلومې وې چې ماشومان مو د دې مضرو وسیلو له استعمال څخه راوګرځوئ.
که دولت د هغه بی غیرته او بی ناموسه تجارانو چی دا توکی را واردوی مخه و نه نیسی د دی ماشوماتو راتلونکی به څه وی