عبدالله خدمتګار بختانی

دا د محترم پروفیسور عبدالله بختاني خدمتګار کتاب دی چې په ۱۳۹۰ کې د بیهقي کتاب خپرولو ریاست چاپ کړی دی.

په دې کتاب کې د پاچا خان په اړه په زړه پورې خاطرې راغلې دي. یوه خاطره به یې له تاسو سره شریکه کړم:

پاچا خان چې په کابل کې و نو د هېواد ولایاتو ته هم تله او خلکو سره به یې وکتل. وايي چې د بغلان ولایت ته تللی و، والي ورته مېلمستیا کړې وه. ده ویلي وو چې ډېر تکلیف به نه کوئ. که سکړک او سابه وي، کفایت کوي. والي ورته ویلي وو: «ښه»

چې ولاړ، ډېر اوږد مېز باندې راز راز خوراکونه اوډل شوي وو. ډېر کسان بلل شوي وو. په بر سر کې د ده د کښېناستو ځای ټاکل شوی و. هلته د ده مخې ته یو قاب سابه او یو ټیکلی سکړک ایښودل شوی و او بس.

نو دی ترې پاڅېد، روان شو. په قار شو او ویې ویل: زه خو د خان زوی وم. په کور کې نازولی وم. په وړوکتوب کښې راته بېله کټوۍ پخېدله. زه چې اوس سکړک او سابه یا ساده ډوډۍ یادوم، مطلب مې دا دی چې تاسې په مېلمستیاوو کې دومره ډېر اسراف او فضولخرڅي مه کوئ. تاسې غریبانان یئ، د خپلې شړۍ سره پښې وغځوئ.

دا لوی مېز وګورئ، څومره راز راز خوراکونه، غوښې، کبابونه، پلاوونه، نګولي، مرباګانې، مېوې … دا له کومه شوې؟

دا د دې خوار ملت له جېبه، د دې خوار حکومت له بیت الماله دي. د دې ملت له جېبه چې اکثریت یې په خپل کور کې د سکړک او سبو وسه هم نه لري او د دې حکومت له خزانې څخه چې هر وخت امریکې ته یې لاس نیولی وي چې یو دوه دانې غنم خو راکړه، هغه بیا غنم نه، جوار ورکوي، هغه هم تراخه وي.

بیا نو تاسو په دې هم ناز کوئ چې د پاچا خان ډېر عزت مو وکړ او هغه ته مو پراخه مېلمستیا وکړه …

دا زما عزت نه دی. دا زما سپکاوی دی. دا زما نظریې پورې ملنډې دي … زه مېلمستیا ته نه یم راغلی، تاسو ته راغلی یم چې درسره وګوره او د ورورۍ او عزیزولۍ یو څه خبرې درسره وکړم …

زه اوس نه دا ډوډۍ خوړی شم او نه په دې مېز تاسو سره کښېناستی شم …

ډاکتر محب زغم

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *