لیکوال: محمد محق

ژباړن: ډاکتر محب زغم

د پیل خبرې

موږ د روانې جګړې، د هغې وینې په خاطر چې زموږ په هېواد کې تویېږي، او د هغه ګواښ په خاطر چې زموږ راتلونکی ګواښوي، ځورېږو او کړېږو. خو، یوازې زموږ دا حال نه دی، سوریه، عراق، یمن، لیبیا، صومالي او مالي هم له ورته او ان تر دې لا سختو او دردوونکو شرایطو سره مخ دي او ځینې نور ملکونه په بالقوه توګه دې وضعیت ته د لوېدو له خطر سره مخ دي.

ولې باید داسې وي؟ د دې پراخې او وېروونکې بدمرغۍ عامل یا عاملونه څه دي؟

کېدای شي تر ټولو اسانه ځواب یې دا وي چې لوی قدرتونه نه غواړي دا هېوادونه د سولې او پرمختګ شاهدان اوسي. سره له دې چې دا ځواب اشنا دی خو زما په نظر بې ګټې دی، ځکه داسې څه راته نه وايي چې دا غوټه ورسره خلاصه شي. څنګه به د داسې تحلیل په مټ د ستونزې سم تشخیص وکړو او حل لارې ورته ومومو؟ د دې تحلیل مطابق، موږ د هغه څه پر وړاندې چې پېښېږي، هېڅ مسوولیت نه لرو او موږ یوازې د بهرنیو په لاسونو کې هغه نانځکې یو چې څه رقم غواړي، هماغسې مو لوبوي. چې داسې وي، نو باید انتظار وکړو چې زموږ وضعیت بهرنۍ اراده راته ښه کړي.

موږ یوه پېړۍ کله لوېدلي او کله پاڅېدلي یو، وېرېدلي یو چې له خپل ترخه واقعیت سره مخامخ شو، یو څوک مو لټولی دی چې ټوله پړه د هغه غاړې ته واچوو. خو اوس یې وخت رارسېدلی دی چې سم ودرېږو. دا باید ومنو چې له دې ډول فکرونو سره مو تر اوسه پورې هېڅ نه دي ترلاسه کړي او تر دې وروسته به هم هېڅ ونه کړای شو.

بهتره دا ده چې د ځان په اړه فکر وکړو او وګورو چې زموږ تفکر او زموږ اخلاق کوم عیبونه لري او دغه لاره چې موږ په مخ کې نیولې ده، کومې تېروتنې لري. موږ ته بویه چې هم خپل زاړه فرهنګي میراثونه په ځیر راوسپړو او هم خپل نوي فکري تولیدات چې وګورو زموږ د اوسني وضعیت په پیدا کېدو کې یې څه نقش لرلی دی. که له افراطیته ځورېږو، که د تاوتریخوالي قربانیان یو او که د ناامنۍ تیغ مو پر سر ولاړ دی، باید دا خبره معلومه کړو چې په موږ کې داسې څه دی چې داسې ډلې راکې پیدا کېږي چې وینه ځبېښي او د انسان ککرۍ وهي. دا سمه ده چې پراخ تاوتریخوالی له یوه عامله نه زېږي او ګڼ عاملونه لري، خو باید وګورو چې زموږ کومې فکري زمینې او دروني قناعت د دې شي له بابېدو سره مرسته کوي.

د مقالو دغه ټولګه د دې پر ځای چې پېښې په برسېرنه توګه راوسپړي، هڅه کوي چې د روانو پېښو تل ته د ورکښته کېدو لاره ومومي. دا ټولګه پنځه برخې لري. په لومړۍ برخه کې، په اسلامي نړۍ کې د دیني اصلاح نمونې څېړل کېږي. دا برخه هغه هڅې رانغاړي چې د اسلامي نړۍ د رنسانس په بهیر کې ترسره شوې دي لکه د سنتي سلفیت بهیر، جهادي سلفیت، اخوان المسلمین، او دیني نواندي. دویمه برخه د کرکې او کینې دیانت، چې د کتاب عنوان هم دی، د هغو فکري بهیرونو بیان کوي چې د نورو مسلمانانو تکفیرولو ته تمایل لري او دا چې غیر له ځانه نورو ټولو ته بدبیني لري او د کرکې او کینې پیغام لېږدوي. دوی انفجار او انتحار خپلو موخو ته د رسېدو وسیلې ګڼي. په درېیمه برخه کې د اخوان المسلمین تجربوي کمزورۍ څېړل شوې دي. اخوان المسلمین د نورو اسلامي خوځښتونو مور ګڼل کېږي او ګڼو نورو ډلو، له هغې جملې څخه د افغانستان ځینو ډلو له اخوانه الهام اخیستی. څلورم څپرکی هڅه کوي د دیني مفکورو ځانګړنې وڅېړي او له دین څخه د هغوی پر توپیر بحث وکړي او له هغو زاویو یې توضیح کړي چې د مسلمانو بنسټپالو په دین پوهنه کې پټې پاتې دي. پنځم فصل هغه بحثونه رانغاړي چې له دیني نصوصو سره د چلند دوه متفاوت روشونه راښيي. یو روش دا دی چې د دین د پوهېدو لپاره د نص ظاهر، اصل ګڼي او بل روش یې د دین پر مقصدونو تمرکز کوي او هڅه کوي چې د دین د پوهېدو لپاره عقلاني چلند ته لاره هواره کړي.

د دې ټولګې ځینې مقالې تر دې مخکې په ځینو خپرونو کې خپرې شوې دي او ځینې نورې یې په لومړي ځل د لوستونکو لاس ته رسېږي. په حقیقت کې د دې ټولګې مقالې زما د مخکینیو یادښتونو دوام دی. دا یادښتونه هغه فکري بڼه راسپړي چې د دین په نامه د تاوتریخوالي بېرغ یې پورته کړی او د ابادۍ او ازادۍ پر مخ یې میدان تنګ کړی دی. ښکاره ده چې له دې وضعیت سره مقابله او د سولې او سوکالۍ راستنول، دومره اسان کار نه دی چې د څو مقالو یا کتابونو په لیکلو سره ترسره شي … دا کار لویه او ګڼ اړخیزه هڅه غواړي. خو، دا خبره د نظري کارونو اهمیت نه کموي، بلکې د دې وضعیت پر ریښو فکر کول، د تیوریکي هڅو اهمیت یو په دوه کوي.

د دې مقالو په ترڅ کې مې د پېښو، بهیرونو، ډلو او مفکورو په اړه ځینې قضاوتونه کړي دي او دا دعوا نه لرم چې دا قضاوتونه به له تېروتنو پاک وي. که د فکر او درایت د خاوندانو نقادانه نظر، په دې کتاب کې هر ډول کمی تشخیص کړي او هر نقد چې د کړندود له مخې وشي، د دې قلم څښتن ته به د منلو وړ او د ستایلو وي ځکه چې کولای شي د مسایلو له لا ښه پوهېدو سره مرسته وکړي.

محمد محق

1393 تله

ونکوور- کانادا

-1-

د نوي کېدو په لټه کې

په اسلامي نړۍ کې

د دیني ریفورم لوړ او ځوړ

د مسلمانانو په منځ کې

د دیني اصلاح نمونې

په تاریخي لحاظ د «دیني اصلاح» اصطلاح هغه بدلون راپه ګوته کوي چې د مسیحیت په عالم کې د مارتین لوتر (1483-1546م) او جان کالوین (1509-1564م) په رهبرۍ رامنځته شو. دې بدلون د دیالکتیکي پروسې له لارې په غربي نړۍ کې له رنسانس سره مرسته وکړه او همدارنګه په عین وخت کې یې له هغو پېښو ګټه واخیسته چې د رنسانس په نتیجه کې پېښې شوې. له هغې وروسته هرکله چې دا اصطلاح په نورو فرهنګي زمینو کې کارول کېږي، تر یوه حده هماغه پېښه په ذهن کې تداعي کوي. مانا دا چې ګواکې هماغسې بدلون به په بل دین او مذهب کې رامنځته کېږي او دا دین به هم د مسیحیت دین ته ورته برخلیک ولري. نو، کله چې د مسلمانانو په منځ کې هم د دیني اصلاح خبره رامیدان ته کېږي، کله کله داسې ګڼل کېږي چې ګواکې اسلام به د مسیحیت له برخلیک سره مخ شي.

زموږ دریځ د هغه بدلون او د برخلیک په اړه یې که هر څه وي خو کله چې د مسیحیت خبره میدان ته شي، په ډېرو مسلمانانو ښه نه لګېږي او د دیني اصلاح بحث له اصلي لارې کږوي. په دې خاطر، غواړم په دې لیکنه کې ټینګار وکړم چې په اسلام کې د دیني اصلاح منظور د بل هېڅ دین د تاریخ تکرار او کاپي کول نه دي ځکه چې هر دین سره له دې چې له نورو دینونو سره به ځینې ورته والي او ګډ ټکي لري، خو د خپلو تعلیماتو، تاریخي قبض و بسطونو او نورو عاملونو په وجه خپل خاص ماهیت لري او دا تمه نه شو کولای چې عیناً د بل دین سناریو دې ورته تکرار شي.

د لیکوال په نظر، په اسلام کې د دیني اصلاح خوځښت د غرب له هغې تجربې الهام نه دی اخیستی؛، بلکې دا خوځښت دوه – درې پېړۍ وړاندې د دین له منځه راټوکېدلی دی خو یوې خاصې نمونې ته لا نه دی رسېدلی. له هماغه وخته تر دې دمه څو مختلفې او احیاناً متضادې نمونې د یوې بلې په غبرګون کې رامنځته شوې او د دې خوځښت هېنداره بلل شوې دي. د دې لپاره چې دغې نمونې چې له یوې بلې سره یې شدید رقابت کړی دی، بهتره وارزوو او پر وړاندې یې سم دریځ خپل کړو، باید له باندې نه ورته وګورو او په رقابتونو کې یې ورګډ نه شو.

دا چې اصطلاح پوهنه د مفاهیمو په توضیح کې اهمیت لري، ښه به وي چې تر اصلي بحث له مخه دا ووایم چې د اصلاح کلمه د انګلیسي له ریفورم (reform) سره معادله ده او مانا یې یوه شي ته نوی شکل ورکول یا د هغه د له لاسه تللي شکل بیا راژوندی کول دي. دلته شکل د هماغه صورت معادل ګڼل کېږي چې په پخوانۍ فلسفه کې د هیولا پر وړاندې کارول شوی دی.

د پخوانو په باور ټوله دنیا له صورت او هیولا څخه رغېدلې ده. هیولا نګه او مجرده ماده ده او صورت ټولې هغه ځانګړنې دي چې ماده یې لري لکه رنګ، شکل، وزن، حجم او هر صفت چې ورته منسوبېدای شي یا هغه عارضه چې ورپېښېږي. له دې لیدلوري ټول ښه او بد بدلونونه او صلاح او فساد د صورت په سطح کې مانا لري او هیولا د مادې په هر حالت کې ثابته وي حال دا چې پخپله ماده له بدلونونو او تغییراتو سره مخ کېږي. په دې لحاظ، صورت اصل دی ځکه دا صورت دی چې یو شی له بل شي بېلوي که نه هیولا خو په ټولو کې یو دی. په بله وینا، د شیانو ماهیت د هغوی په صورت پورې اړه لري. کله چې یو شی خپل لومړنی شکل بایلي په حقیقت کې خپل ماهیت له لاسه ورکوي او په دې لحاظ له فساد او تباهۍ سره مخ کېږي. اصلاح یا ریفورم د هغه د بایللي شکل او صورت ورستنول او اعاده ده.

اوس به وګورو چې مسلمانانو له دیني اصلاح څخه کومه مانا اخیستې ده. ایا د دې مانا دا ده چې دین د وخت په تېرېدو سره او د داخلي او بهرني عاملونو په وجه خپل لومړنی شکل له لاسه ورکړی او خپل حقیقي ماهیت یې بایللی دی او دیني اصلاح د دین د هماغه بایللي شکل د بیا راستنولو مانا لري؟ که دا چې د دین په شکل کې کوم مهم بدلون نه دی راغلی خو په محتوا کې یې راغلی دی، یانې د دین له محتوا څخه د مسلمانانو په فهم کې داسې تغییرات راغلي دي چې د هغه له لومړني ماهیت سره اړخ نه لګوي او اوس باید هماغه محتوا یې وروګرځول شي؟ یا دا چې اصلاً د شکل او محتوا خبره نه ده او کله چې د دین خبره کېږي، د یوه کل په توګه د دین شکل او محتوا او د مسلمانانو عملي تجربه ټول مطرح وي؟

د ځینو مسلمانو پوهانو په نظر لومړنی اصلاحي غورځنګ د سلفیت غورځنګ دی چې عربي څانګه یې په وهابیت مشهوره ده (1) او هندي څانګه یې هغه هڅې رانغاړي چې شاه ولي الله دهلوي (1753 ـ 1815 م) له عربي څانګې سره هم مهاله ترسره کړې. سره له دې چې دا هندي څانګه یې ورته غورځنګ رامنځته نه کړای شو خو څو نتیجې یې درلودې چې په مختلفو زماني فاصلو کې څرګندې شوې او په ځانګړې توګه کولای شو د سید احمد بن عرفان (1781- 1831م) جهادي بهیر، د صدیق حسن خان(1832-1890م) سلفي بهیر او د دېوبند (1866م) د علمي- دودیز دارالعلوم تاسیس ته اشاره وکړو(2).

کېدای شي د شاه ولي الله دهلوي فکري بهیر ته د سلفي نوم ورکول، بحث او مناقشه راوپاروي، په تېره بیا په دې چې د هغه په تفکر کې صوفیانه رنګ لیدل کېږي او دی د حنفي مذهب په میراث پورې اړه لري، کېدای شي سلفیت ورسره ونه لګېږي ځکه چې سلفیت له تصوف سره په خاصه توګه او له حنفي – ماتریدي له تمایل سره په عامه توګه نه جوړېږي. خو که سلفیت په ځانګړي فورم کې راایسار نه کړو او د هغه اصلي جوهر تېر ته ورستنېدل وګڼو، او ګانده پالی نظر د تېرپالي تمایل پر وړاندې کمزوری ومومو، په دې صورت کې بیا د هند په براعظمګي کې ترسره شوې هڅې سلفیت بللای شو. دې نازکې چارې ته پاملرنه به له موږ سره د وروستنیو بدلونونو، په خاصه توګه د هغه څه په پوهېدا کې چې په وروستیو لسیزو کې زموږ په سیمه کې راپېښ شوي دي، ښه مرسته وکړي.

د بحران – حرکت دیالکتیک

د دې خوځښت د تاریخي شرایطو او ټولنیز بستر مطالعه راښيي چې د رامنځته کېدو اصلي عامل یې د بحران د موجودیت احساس و. هاغه مهال بحران دا و چې ټولنیزه اوضاع ګډه وډه، سیاسي دستګاه فاسده او تمدني فعالیتونه په ټپه ولاړ وو. په حقیقت کې د ژوند په مختلفو برخو کې رکود و.

د نورو ژورو عاملونو په څنګ کې، هاغه مهال د عثماني او صفوي پاچاهیو تر منځ پرلپسې جنګونو ډېرې اسلامي سیمې له رکود سره مخ کړې وې. د عربستان ټاپووزمه په دې وخت کې په سخته ګډوډۍ کې ډوبه وه او داسې وضعیت په کې جوړ شوی و لکه تر اسلام د مخه چې و او هېڅ مرکزي حکومت یې د ادارې لپاره نه و. د مختلفو قبیلو او امارتګوټو تر منځ بې حاصله شخړو ټول قهرولي وو او د شرایطو د ښه کېدو هیله یې ختمه کړې وه. (ښايي په همدې وجه د محمد بن عبدالوهاب (1703-1791م) په لیکنو کې د جاهلیت د عصر او هغه ته د ورستنېدلو خبره په تکرار سره لیدل کېږي).

د هند د براعظمګي وضعیت هم تر دې ښه نه و. هلته اسلامي امپراتوري پرځېدلې وه او پر ځای یې کمزوري سیمه ییز حکومتونه رامنځته شوي وو چې غالباً د هندوانو له خوا اداره کېدل او له مسلمانانو سره به یې بد چلند کاوه. د مسلمانو ایالتونو تر منځ دروني اختلافات تر دې حده وو چې له دې وضعیته د راوتلو هیله یې وژلې وه، ان تر دې چې شاه ولي الله د ناهیلۍ په وجه، احمدشاه ابدالي (1723-1773م) ته لیک واستاوه او د هند د مسلمانانو د خراب وضعیت په تشریح کولو سره یې ځنې وغوښتل چې د هغوی مرستې ته دې ورودانګي(3). خو د احمدشاه لښکرکښۍ چې د هېواد له پراخولو او د غنیمتونو له راټولو پرته بله صبغه نه درلوده، د مسلمانانو حالت ته کومه ګټه ونه کړه او د مسلمانانو د وضعیت له خرابېدو او د هندوانو او مسلمانانو تر منځ د دښمنیو له زیاتولو پرته یې بله نتیجه نه درلوده. دا لښکرکښۍ سبب شوې چې هندوان د مسلمانانو د بریدونو پر وړاندې د ځان د دفاع لپاره د شرقي هند کمپنۍ ته پناه یوسي او سیمې ته د استعمار د نفوذ لاره ورسره لا هواره شوه.

تر دې مهاله له نوې نړۍ سره د مخامخېدو پیل نه و شوی او لا د بهرني استعمار او د پردي فرهنګ او تمدن خبره په منځ کې نه وه. په همدې وجه د بحران په شننه کې نه خو بهرنیو لاسونو ته کومه اشاره کېدله او نه د بحران د تشخیص او علاج لپاره له بهرنیو سره د مبارزې او شخړې اشاره په کې کېدله. لا مسلمانانو ځانونه د نورو د توطیو قرباني نه ګڼله او د ستونزو علت یې په دننه کې لټاوه. خو دوی چې د څېړنې له مډرنو میتودونو نا خبره وو او د تحلیل نوي ابزار ورسره نه وو نو د مسایلو د ساده کولو او ساده انګېرلو ښکار شول.

د محمد بن عبدالوهاب او همدارنګه د شاه ولي الله په نظر له بحرانه د راوتلو لاره اولیه اسلام ته ورستنېدل وو. هماغه اسلام چې په مرسته یې عربو او مسلمانانو وشول کولای قبیلوي اختلافونه او شخړې ختمې کړي او د اسلام د تعالیمو په رڼا کې داسې واحد امت رامنځته کړي چې پراخ فتوحات او د ژوند په مختلفو ډګرونو کې پرمختګونه یې په برخه شي.

د سلفیت د مخکښانو په نظر، هغه څه چې مسلمانان یې له اولیه اسلامه لرې کړي وو او اولیه جهالت ته یې نږدې کړي وو، داسې خلاصه کېده: د مسلمانانو د عقایدو په ساحه کې د خرافاتو ننوتل چې تر ټولو مهمه نښه یې د زیارتونو مقدس ګڼل او د اولیاوو له ارواحو څخه د مرستې غوښتنه وه، د فقهي مذهبونو د پیروانو تر منځ شخړې او په دې وجه د مسلمانانو تر منځ د درز پیدا کېدل، د عامیانه او له اعتقادي او عبادي بدعتونو سره د ګډ تصوف بابېدل، او د دین له لومړۍ درجې منابعو (قران او سنت) سره د مسلمانانو د مستقیم ارتباط کمېدل او ضعیفو یا جعلي حدیثونو یا د دویمې او درېیمې درجې منابعو ته، چې په وروسته وختونو کې د مختلفو سلیقو عالمانو په لاس لیکل شوي وو، مخه کول.

د دې بهیر د تشخیص پر اساس، که چېرې مسلمانان په مستقیمه توګه د دین له لومړۍ درجې منابعو سره خپل ارتباط برقرار کړي او د دوی په منځ کې د قران او حدیث د زده کړې له لارې د لومړي لاس دیني معلومات رواج شي، معیوبه او نارسا منابع څنګ ته شي، د خرافاتو مظاهر په تېره بیا قبرپرستي له منځه لاړ شي، فقهي تقلید او مذهبي تعصب راکم شي، له بدعتونو سره ګډ تدین چې په تصوف کې ښکارېده، نقد شي او د توحید مفاهیم احیا او اعاده شي، د مسلمانانو ستونزه به حل او شته بحران به ختم شي. (ښايي همدا وجه به وه چې شاه ولي الله د مشهورو محدثانو په دود، په میتودولوژیک ډول د حدیث تدریس په جدي توګه پیل کړ او په دې بریالی شو چې له څو پېړیو وروسته د هند په براعظمګي کې د محدثانو سبک احیا او اعاده کړي. ده په دې برخه کې شاګردان وروزل او د هغوی په وسیله یې حدیث ته د تمایل یو ډول غورځنګ جوړ کړ. نو دا بې دلیله نه ده چې د دهلوي محدث لقب تر هر چا زیات شاه ولي الله ته ورکړل شوی دی.)

سره له دې چې دغه تحلیل د خرافاتو په ځپلو کې سم هدف په نښه کړی و خو ښکاره ده چې د بحران د علتونو او عاملونو دا تشخیص د سیاسي–اجتماعي پوهې پر اساس نه دی رامنځته شوی، له تاریخي – تمدني لیده بې برخې دی او په تحلیل کې یې یوازې فقهي- سنتي شناخت او ذهنیت کارولی و. دا ذهنیت چې له تاریخي پوهې محروم دی او له تاریخ سره یې اړیکه پرې شوې ده، نه شي کولای هغه مسافه او لوړې ځوړې چې اسلامي امت تر شا پرې اېښي دي، په اسانۍ سره درک کړي. په همدې خاطر نه شي کولای د فقهي او کلامي مذهبونو په رامنځته کېدو کې د تاریخي بدلونونو پر اغېز وپوهېږي او د هغه تمدن پراخوالی وپېژني چې سبب شوی دی چې د دې امت زیات تمدني ځواکونه په فعل بدل شي. همدارنګه نه شي کولای تېر ته د ورستنېدلو امکان په دقیقه توګه وارزوي.

دا لید، د ساده کولو په شدیده ستونزه اخته ده، هم د بحران په تشخیص کې او هم د هغه د حل په ښودلو کې. سره له دې چې د ابن عبدالوهاب په پرتله د شاه ولي الله په تحلیل کې د قضیې بُعدونو ته لا پراخې اشارې شوې دي (په همدې وجه، د مودودي په نظر باید د دولسمې پېړۍ مجدِّد وبلل شي) (4) او بې له شکه د امت د وضعیت په اړه د ده لید تر یوه بریده پراخ و خو بیا هم له هغو نیوکو نه شي بچ کېدای چې مخکې مو یادې کړې.

د دې نمونې د قوت تر ټولو مهم ټکی دا دی چې د بحران پر داخلي بُعد ټینګار کوي او که د امت د پېچلي تمدني وضعیت په تحلیل کې یې له لا زیاتو پوهو څخه کار اخیستی وای او له حده زیات سیمه ییز رنګ یې نه وای خپل کړی، او که چېرې د نورو امتونو او ملتونو د وضعیت په مطالعې سره یې قضیې ته له لا پراخ لیدلوري کتلي وای نو د بحران د حل لپاره یې لا کامیابه نسخه ورکولای شوای. مثلاً د هغه نوي لید دوام او پرمخ بېول چې ابن خلدون (1332-1406م) د مسلمانو متفکرانو په منځ کې پیل کړی و او دا له هغه څه سره سمون درلود چې په طبیعت او اجتماع کې د الهي سنتونو د پېژندنې په اړه په قران کې ورباندې ټینګار شوی دی.

خو د اصلاح دا نمونه له داسې هرکلي سره مخ نه شوه شو چې د یوه لوی ټولنیز بدلون غوښتونکي غورځنګ بڼه خپله کړي. د دې شي اصلي دلیل دا و چې د خلکو د واقعي ستونزو په حل کې یې مرسته نه شوه کولای. د خلکو ستونزې تر هغه څه ډېرې ژورې وې چې د دې بهیر د مخکښانو سترګو به لیدلې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *