ځینې ماهرین لیکوال په دوو ډلو ویښي. دوی وايي، یوه ډله لوی لیکوال بلل کېږي او بله ډله بیا وايي عبارت دي له کوچنیو لیکوالو څخه.
نښې نښانې يې هم داسې ښيیې چې وايی معمولاً د لویو لیکوالو د سر ويښته سپین وي.
ونه یې د چنار وي، د وزن په باره کې ډاکټرانو بیا بیا خبرداری ورکړی وي. د وینې فشار او غوړو ګولۍ په جیب کې ګرځوي. په هره میلمستیا کې یې پلتۍ وهلې وي، خو په مشاعرو کې خوب پوره کوي.
د کره کتنې لپاره د واسکټ په جیبونو کې عینکې لټوي، چې هېڅکله یې هم نه مومي.
دوی وايي اصولاً هغه هم چې ویښته رنګوي په دغه کېټوګري کې راځي، خو دا چې دوی ځان په کومه ډله کې شمېري، دا وايي په تحقیق پورې اړه نه لري، ځکه یې خپل کار بلل کېږي، چې وايي د ناسم پوهاوي رامنځته کولو ټول مسوولیت یې هم پر خپله غاړه دی.
ویښته سپین، سترګې تاریکې غاښ کنډاس
نــــــــــــه وکـــــاږې د دنیا لـــــــــــه چـــــــــــارو لاس
د لیکوالو بله ډله د دغو اصولو له مخې وايي کوچني لیکوال بلل کېږي. د دوی اسانه ترکیبي پېژندنه داسې ده، چې دوی اصلاً کوچني لیکوال دي، ځکه باید کوچني لیکوال وبلل شي.
خو د عمر له حسابه نه، د لیکنو ضخامت کچې له حسابه هم نه، یانې دوی وايي ماشومان نه دي، بلکې د ماشومانو لپاره لیکل هم نه کوي، بلکې ځینې خو یې یوازې د بالغانو لپاره لیکل کوي، خو بیا هم کوچني لیکوال دي.
دغه ډله لیکوال وايي نه شي کولای د جنګي الوتکو پیلوټ په توګه په ازموینه کې بریالي شي. د باسکټبال لوبې لپاره خو له واسطې سره هم نابریالي دي.
په ادبي غونډو کې مخکنیو چوکیو کې کښېنې، چې دریځ ورته سم ښکاره شي. ځکه که په مشاعره کې د هر ګډونوال شاعر دوې درې غزلې، یو دوې څلوریزې او بیا ترنم… په ولاړه اوري، دوی خو به شل وي یا به نه وي، خو بې نظمي او ګډوډي رامنځته کېږي او ادب په خپله نظم ته ویل کېږي.
دغه سبب دی، چې په لوبو، دفاع او مشاعرو کې نابریالي کسان په لیکوالۍ کې نابریالي نه بلل کېږي، په مشاعره کې هم دریځ سره ورته د څوکۍ بندوبست کېدای شي، خو د اصولو او ظوابطو له مخې وايي باید کوچني لیکوال وبلل شي.
دا اوس بېله خبره ده، چې له یوه نیمه پرته دغه ډول هېڅ کوم لیکوال خپله داسې اعتراف نه کوي چې:
ستا قد د اینځر ، زه د چنار قامت
سیاله لږ خو ونې ته دې وګوره
بلکې هیله یې معمولا داسې وي، چې ورته وویل شي:
بیا راغی اختر اې غنمرګه دنګه چېرته يې ؟
ټال به جوړوم لاس مې چناره پورې نه رسي
په هر صورت داسې نه ده، چې خدای مکړه د دغې ډلې لیکوال تر نورو کم دي، یا دغه ماهرین غواړي لیکوال په ډلو ټپلو وویشي، خبره یوازې دومره ده، چې وايي د صفت په ډول به د غونډ منډ، چیت پیت یا غونج منج پر ځای کوچنی ښه نوم وي، ځکه که دنګ سره د غره تصور ذهن ته راځي، چې هېڅ غر غنم رنګ نه وي او خدای مکړه، د چا جانان د غره په څېر هیبت ناکه جثه ولري، نو داسې یې هم فرمایلي چې:
چنار که لوړ دی بې ثمر دی
ګلاب که ټیټ دی د لونګو بوی ترې ځینه