خاطره په قاموسونو کې داسي معنا شوي:

د لیکلو یو ادبي فورم یا ژانر دی چې لیکونکی په هغه کې خپلې خاطرې لکه هغه پيښې چې یې په ژوندکې پيښې شوي او یا پيښیږي چې د ده په احساساتو اغیزه وکړي، ده پکې رول لوبولی او یا یې شاهد پاتې شوی، بیانوي.

خاطره لیکل د خپلو احساساتو د لیږدولو یوه عادي طریقه ده. هرڅوک کولی شي چې د ژوند مهمې پيښې ثبت کړي. هرڅوک کولی شي چې د ژوند ترخې او خوږې شیبې لکه کامیابي او ناکامي، نه تکراریدونکې تجربې، مهمې پيښې، عواطف او احساسات د لیکلو په ډول پریږدي.

وخت تیریږي او د چا انتظار نه باسي، هغه څه چې زموږ په ژوند کې پیښیږې زموږ ذهن نه شي کولی چې ټولې ثبت کړي او د وخت په تیریدو یې بیرته موږ ته وښایي؛ نو ښه لاره یې دا ده چې د لیکولو له لاري یې خوندي کړو.

څه فکر کوی، خاطره لیکل کومه ګټه لري او کنه؟

هو، خاطره لیکل ډیرې ګټې لري چې مهمې یې دادي:

۱ـ د ژوند د مهمو شیبو ثبتول

ریښتیا چې د ژوند هره ترخه او خوږه شیبه یوه خاطره ده. دغه پیښې چې په ژوند کې پيښیږي، ټولې یې زموږ ذهن نه شي ثبتولی، نو د خاطرو په لیکلو یې کولی شو چې د ژوند ترخې او خوږې خاطرې خوندي او هم یې له ورکیدو وژغورو.

۲ـ د رواتلونکو لپاره د ځېنو مهمو ټولنیزو پيښو ساتل

تاریخ لیکل تر ډیره خاطرو لیکلو ته نږدي دی ځکه تاریخ موږ ته د تیرو خلکو د کړو وړو مکان او ځای ښی. تاریخ واقعت دی او خاطره هم. نو خاطره هم د یوي ټولنې د وګړو فرهنګ، دود دستور، یو هیواد کورنۍ جګړی، بهرنۍ جګړي، اثار راتلونکې نسل ته په میراث پریږدي.

۳ـ د نورو له تجربو څخه ګټه اخیستل

په اوس وخت کې، چې فیسبوک یوه ټولنیزه وسیله او د لیکلوالۍ یوه بهترینه وسیله ده؛ نو هر سړی کوشش کوي چې خپلې تجربې او معلومات دنورو سره شریک کړي او لوستونکی یې له محتوا څخه مستفید شي لکه یو څوک لیکي: یو ماشوم په یوه خرابه کې یوه ګولوله پيداکړه. خوښ یې شوه او غوښتل یې چې لوبې ورسره وکړي، کله یې چې په لوبو پيل وکړ نو ګوله یې له لاسه ولویده او په تیږي ولیږیده، د چاودنې غږ شو. ګردشو او هرچا د ګرد په طرف ورمنډه کړه. ومو لیدل چې ماشوم په وینو کې لوند خیشت و او دواړه پښې یې له لاسه ورکړي وي. په دي کې موږ ته دا لارښونه کوي چې د خپلو ماشومانو څخه څارنه کوی او داسي ځایونو ته یې مه پریږدی چې ماین پاکوونکو نه وي پاکه کړي.

۴ـ د لیکلو مهارت

د پورتنیو ګټو سربیره، خاطره لیکل موږ لیکوال کوي هم، ځکه لیکوالي په ډیرو لیکلو زده کیږي نه په ویلو.

ډیری استاذان په دي نظر دي چې که غواړی چې تکړه لیکوال شی، نو خپلې ورځینۍ پيښې چې ستاسو په احساساتو اغیزه کوي، وي لیکئ. که نن مو یو څه په یاد وي سباته یې هیروی.

په دري کې یو متل دی [قطره قطره دریا میشه] که مو نن یوه جمله ولیکله سبا ته دوه کیږي، بل سباته دري، بل سباته یو پرګراف او بلاخره کولی شي چې ډير څه په کم وخت کې ولیکلی شی لکه د سعدالدین شپون یو اثر ( ونه و یو شپون و) کې د کلي د ژوند نه نیولي تر کاري دفتره پورې ټولې یې د خاطرې په ډول لیکلي دي اوس که نسلونه نسلونه تیریږي نو دا به لولي او د هغه وخت د حالاتو نه به خبريږي.

د خاطرې ځانګړنې

۱ـ دروغ

یوه خاطره باید داسي ولیکلی شي چې لوستونکی احساسا وکړي چې لیکوونکي هغه څه چې لیکلي دروغ ندي بلکې ریښتا دي.

۲ـ په خپل نثر یې ولیکئ

مهمه نده چې د یوي ژبې د ګرامره په ټولو اصلو یې ولیکلئ بلکې په خپل نثر یې ولیکئ. کلیوال سړی به په ګرامر څه پوه شي. کوشش دي وشي چې جمله پوره، اسانه چې هر سړی پري پوه شي.

په لهجو پسي ډیر لاړ نه شئ بلکي ترډیره حده کوشش وکړئ چې په معیاري لیکدود یې ولیکئ لکه په خوست لهجه کې چې پلورـ پلارته وایي. میرـ مور ته وایي او که څوک ووایي چې زبه نو یو څه ژبې ته نږدي دی، مسر مشر ته نږدی دی او سړی پري پوهیږي چې د لیکوال مطلب مشر یا ژبه ده.

بل دا چې کلمه باید پوره وي لکه پ د په معنا نه شي رسولی، چ د چې معنا…

۳ـ واقعیت

په خاطره کې خیال نشته او لیکوونکی یواځې هغه څه لیکي چې ریښتیني وي او بس، که خیال ولري بیا دا د داستان بڼه خپلوي.

۴ـ ټاکلی ځای او زمان

په خاطرو کې باید وخت او ځای معلوم وي لکه تاریخي خاطرې چې وخت او ځای یې معلوم دی، ترڅو راتلونکي نسل ته د هغه وخت ټولنیز، سیاسي او اقتصادي وضیعت روښانه شي.

۵ـ ساده او روان

په خاطره لیکلو باید په لوی لاس ادبې فنون او ادبې صنایع ونه کارول شي بلکې ساده او روان وي ترڅو مخاطب پري په اسانۍ پوه شي، خو دا کار بیا په داستان کې خوند پیدا کوي او لوستونکی یې په خوند خوند لولي.

۶ـ پيل او پای

پيښي باید له هغه ځایه چې شروع شوي، وي لیکئ او باید چې یوه وړه موضوع هم پاتې نه شي چې د د لوستونکي په ذهن کې چې کوم سوالونه دي هغه حل شي.

نچوړ (خلاصه)

له هغه ځایه چې پيښه واقع کیږي، نوري فرعي پیښې هم له ځانه سره لري، نو باید چې هغه هم پکې ولیکل شي.

هغه عبارت چې خاطره پري پیلیږي:

سهار وختي و…. ۲ اته پنځوسم کال و…۳ زه او هغه یو د بل په څنګ کې ناست و…۴ د لومړی نړیوال جنګ لومړی ورځې وي چې …۵ هوا ډیره ګرمه وه … ۶ هیڅ مې له یاده نه وځې…۷ په یاد مې دي چې ….

ښه لیکوالې په ډیرو لیکلو زده کیږي.

One thought on “خاطره څه ته وایي؟/ جمشدعمر عمر”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *