د ۱۹۹۹م کال خبره ده، هیله مې دا وه چې په خوست کې لوی عامه کتابتون ولرو، د دې لاسته راړونې یوه لاره دا وه چې په پیښور کې فرهنګي مرکزونو، خپرندویه ټولنو او فرهنګي شخصیتونو ته ورشو او کتابتون ته ترې وغواړوی.

همداسې مو وکړل، کور یې ودان، داسې ملګري هم وو چې بورۍ بورۍ کتابنونه یې راکړل، فرهنګي او ادبي ملګرو هغه مهال له مینې او نازه، د کتابونو سوالګر بللم.

څوګ به مې چې نه پیژندل واسطه به مې ورته لټوله، ډاکټر صیب راج ولي شاه خټک هغه مهال د پیښور د پښتو اکیډمۍ ریس وه، زه یې نه پیژندم، استاد زلمی هیوادمل مې ورته واسطه کړ، لیک یې راکړ، ورغلم، هرکلی یې راته ووایه، کتابونه یې راکړل، ویې هڅلوم او ډاډ یې راکړ چې هڅې به مې ښه پایله ولري.

له خټک سره یو ساعت ناست وم، خوږ انسان وه، مجلس یې ډیر خوندور وه، د افغانستان د حالاتو او په ځانګړي ډول یې د فرهنګې او ادبي وضعیت په اړه رانه ډیرې پوښتنې وکړې.

د خوست په اړه معلوماتو کې یې ډیره دلچسپي لرله، اخر یې راته وویل: زړه مې دی چې یو ځل خوست ته ولاړ شم
ما ویل، ډاکټر صیب ډیره به ښه شي خو د څه لپاره؟.
ده ویل: ما اوریدلي دي چې خټک له خوست نه راغلي دي.
زه حیران شوم، ما ویل ډاکټر ضیب موږ خو په خوست کې خټک نه لرو، صرف یو کلی د خوست د متون په سیمه کې د لرو، هغه ته سیمه وال د( خټکې ) کلی وايي، یعنې په مونثه بڼه، موږ هم نه پوهیږو چې ولې به ورته د خټکې کلی وايي.

د خټک زړه غوښتل چې خوست وویني، له هغه وروسته مو چې کله هم سره لیدلي دي نو همدغه خبره مو سره یاده کړې ده خو د ده دا هیله پوره نه شوه.

کله یې چې له ناڅاپي مړینې خبر شوم، سخت خپه شوم، بیا بیا مې په زړه کې د یادونه راوګرځیدل، دده مینه، مرسته، هڅونه او هیله.

ستر انسان وه، درنه سټه وه، علمي شخصیت وه د پښتون ولس پرمختګ یې لوی ارمان وه،
الله تعالی دې جنتونه نصیب کړي
الله تعالی ته دې پښتون ولس ته هغه خوښۍ ورکړي چې ده ورته غوښتې.

One thought on “د ارواښاد خټک نیمګړی ارمان/ الیاس وحدت”
  1. نومیالی دی چه یادیږی
    خټک صیب نه یوازی یو ښه استاد ادیب بلکی یو ښه مدیر هم وو د څو کاله د پیښور د پشتو د اکاډمی ریاست وکړو او د پاکستان حکومت د پښتو دادب د ښه خدمتګا ر په تو ګه ورته د امتیاز مډال هم ورکړو
    دپښتو ادبی تحریکونه / توری چه رڼا کوی/سنګزار یی ښکلی اثار دی نورچاپ شوی اثار هم لری
    الله ج دخټک صیب ته جنت الفردوس نصیب کړی امین

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *