مشتاق رحیم-

په هره اداره کې مدیریتي کارونه او اجرایوي کارونه سره ویشلي وي- مدیران د پالیسي او ستراتیژي په کچه کار کوي او عملي ډګر بیا نورو ته سپاري- د لوبو او سپورټ اړونده ادارو کې بیا ویش په درې برخو وي چیرته چې لوبغاړي د لوبو په ‌ډګر کې سیالي کوي، مدیران د ادارې مدیریت کوي او اجرایوي برخه د ځانګړې لوبې د پرمختګ او ودې دپاره هلې ځلې کوي- خو له بده مرغه د افغانستان د کرکټ په اداره کې د کار دغه بهیر یو څه ګډوډ شوې- د افغانستان د کرکټ لوبډلې د نړیوالو مسافرانو په ډله کې د لوبډلې او د هغې تخنیکي کار ډلې ترڅنګ د کرکټ بورډ چارواکي هم دا اړینه بولي چې د لوبغاړو سره یوځاې بهرنیو هیوادنو ته سفرونه وکړي-

د کرکټ بورډ د اوسنۍ رهبري ډلې ګمارنه د ملي وحدت د حکومت مشر ښاغلې محمد اشرف غني لومړۍ اداري ګمارنه وه- د دغه ټاکنې په لړ کې ښاغلې نسیم دانش د کرکټ بورډ د رييس او شفیق ستانکزې، چې پخوا د لوبډلې مدیر و، د اجرایوي ریس په توګه وټاکل شول- دغه ښاغلي د کرکټ بورډ د اداري چارو د پرمخ بېولو، په هیواد کې د کرکټ د پرمختګ دپاره په ستراتژیکه کچه د کار، د کرکټ د نړیوالې شورا سره د اړیکو، د نورو کرکټ بورډونو سره د اړیکو، د لوبډلې د پیاوړتیا د پاره د کرکټ لوبډلې تخنیکي کار ډلې د ګمارنې او داسې نورې لویې دندې پر غاړه لري- د دوی کار په هیواد کې دننه د کرکټ بورډ په مرکزي دفتر او د کرکټ بورډ په سیمه ایزو دفترونو کې دې- له هیواده بهر د دوی کار د کرکټ د نړیوالې شورا په غونډو کې ګډون او نورو هیوادنو سره د کرکټ په چارو کې دوه اړخیزه ناستو سره دې، نه د کرکټ لوبډلې سره د لوبو دپاره کیدونکو سفرونو کې ګډون- خو له بده مرغه، د کرکټ بورډ چارواکي لا تراوسه په خپله دنده نه دي پوهیدلي او د خپل اصلي کار پرځاې د کرکټ لوبډلې سره په چکرونو بوخت دي-

که څه هم د کرکټ لوبډلې سره د چار واکو چکرونه څه نوې خبره نه ده او پخوا هم د کرکټ بورډ چیرمین د لوبډلې د سفر ملګري پاتې شوې خو د اوسني حکومت راتګ خلکو ته هیله ورکړه چې لومړې به کار اهل کار ته سپارل کیږي او بیا به اهل کار خپله دنده په سمه توګه پر مخ وړي- د حکومتي چارواکو د بدلون په لړ کې دکرکټ بورډ رهبري بدله او نې کړې شوه- خو لکه څرنګه چې لیدل کیږي، نوې ګمارنې پرځاې د دې چې مشران اړ باسي چې خپلې دندې ته پام وکړي، د پخوانیو چکرونو تاریخ یې له سره نوې کړ-

د کرکټ کابو ټولې ادارې د پنځوس اوریزو نړیوالو لوبو په لړ کې د اسټریلیا او نیوزیلینډ له ښکلا ګانو خوندونه واخیستل او د کرکټ مینه وال یې د خپلو فیسبوک پاڼو له لارې په خپلو ډول ډول انځورونو ونازول- همدا راز، د کرکټ بورډ اجرایوي ریس د ویسټ انډیز څخه د کرکټ د نړیوالې شورا له غونډې وروسته سکاټ لینډ ته تللی دی. همدا راز، د دې ټکو د لیکلو پر مهال، د اجرایوي ریس ترڅنګ د کرکټ بورډ چیرمین هم د خپل اداري ملګري ملګرتیا دپاره د سکاټ لینډ پر لور خوځیدلې او د کرکټ بورډ اداره یې سرپرستانو ته په لاس کې ورکړې ده-

د کرکټ بورډ د مشرانو د سفر خرڅ د یو غریب هیواد غریب کرکټ بورډ، چې د کرکټ د نړیوالې شورا په مرستو چلیږي، ورکوي- د هر ښاغلي د سفر خرڅ، چې زرګونه ډالر کیږي، به د کرکټ بورډ له بودیجې ورکول کیږي- کیدې شي چې دا ښاغلي د کرکټ بورډ پر ځاې په خپل شخصي خرڅ د لوبډلې ملګرتیا کوي، او همدا راز په دغه دلیل به ځان خلاص کړي چې مونږ خو د کرکټ بورډ روپۍ نه دي مصرف کړي خو که خرڅ ددوي خپل هم وي، دغه وخت چې دوي هلته په چکرونو تیروي د چا دې؟ آیا دوي د کرکټ بورډ وخت په خپلو شخصي چکرونو نه مصرفوي؟ همدا راز د دوي له کرکټ بورډه په اونیو او میاشتو لرې والې بیا په هیواد کې د کرکټ د پرمختګ لار نه ده ډب کړې؟ د دوی نه شتون، د کرکټ بورډ د کارکونکو د نه مدیریت لامل نه دې چې په پاې کې دا بیا د کرکټ د شاتګ لامل کیږي؟ دا ټولې هغه پوښتنې دي چې هر افغان یې باید له کرکټ بورډه وکړي- په ځانګړي ډول هغه کسان چې د کرکټ په اداره پوهیږي، هغو چې د لوبو په اړه رسنیو کې کار کوي، هغو چې غږ لري- د دوي چوپتیا به هم د دغو ښاغلیو، چې د کرکټ بورډ په پیسو او د کرکټ بورډ په وخت باندې مزې کوي، ملګرتیا ګڼل کیږي-

کرکټ په هیواد کې یو له هغو ډیرو لږو کاري ساحو څخه ده چې زمونږ د هیوادوالو د خوښیو لامل ګرځیدلې او زمونږ د هیواد د نړۍ په کچه په ښه ډول د یادیدو لامل ګرځیدلې- هر هغه څوک چې زمونږ د خوښیو د ورانولو لامل ګرځي، د هغو پرضد ودریدل زمونږ د ټولو ملي دنده ده- که څه هم زمونږ کرکټ په لږ وخت کې بې سارې پرمختګ کړې، خو زمونږ کرکټ لا هم ماشوم دې- زمونږ کرکټ شپه او ورځ کار ته اړتیا لري، په هیواد کې دننه د مشرانو او مدیرانو کار ته اړتیا لري- دوي دې کار وکړي، زمونږ ماشوم دې را لوې کړي، بیا دې خپلې چکرې دې وهي، بیا به مونږ هم ورته څه نه وایو! که نه نو پوښتنه ترې پکار ده، حساب ورسره پکار دې! نور نو کرکټ بورډ باید کرکټ بورډ شي نه د مدیرانو د پاره د سفرونو برابرولو سفري شرکت-

3 thoughts on “د افغانستان کرکټ بورډ دې په بې ضرورته سفرونو پیسې نه لګوي”
  1. چي له كله نه هم ريس جمهور اشرف غني صيب زموژ تكړه او تجربه لرونكي اجراوي ريس ډاکټر نورمحمد مراد فه يو فرمان كي له خفلي دندي ګوشه کو له هغه ورځي باد د ک‌رکټ بدبختي شروع شوه اداره دومره کمزوري شوي چي وس په نړيواله کچه پري د ميچ فيکسينګ الزامونه لګول کيژي تاسو يقين وکړي چي اداره دومره کمزوري شوي چي په ک‌رکټ بورډ کپ وس هغه ‌د جارو وال هم سم جاروو نه وهي

    که غواړي چي کرکټ مو دوباره په خپلو پشو ودريژي د ډاکټر نورمحمد مراد راتلل اړين دي

  2. که غواړی کرکټ بورډ بچ کړی باید بیرته دډاکترصاحب نورمحمد مراد په رقم لایقه اوبا استعداده ریس ورته راشی که داحال مو و نو له کرکټ نه لاس ومنځي

  3. دی دو کسانو په چاپلوسی په ریس جمهمور داکتر نور محمد لری کړ. مونږ داکتر نور محمد مراد د کرکت بودر ریس غواړو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *