د پکتیکا ولایت د ملي امنیت ریاست د زړورو منسوبینو د کشفي اطلاعاتو له مخې نن د مرکز ښرني اړوند په جبارخیلو کلي کې د یاد ریاست د منسوبینو د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ۲ میله کربین توپک،(۱۹۰) فیره د کربین مرمۍ،(۱۷۵۰)فیره د کلاشینکوف مرمۍ ،(۸۸۰)فیره د پیکا مرمۍ (۴) کړۍ لاسي بمونه (۲) داني برچي،او (۵) داني د کلاشینکوف شاژورونه ونیول شول یاد توکي په یوه کور کې ساتل شوي و چې د ضیالحق مدني په نامه تروریستي ګروپ غوښتل په مرکز ښرنه او اړوندو کلیو په ناامني کې تري ګټه واخلي،له نیکمرغه د ملي امنیت د منسوبینو له لوري ونیول شول،چې په تور یې یو شکمن کس هم نیول شوی ده ،د ملي امنیت د منسوبینو تر پوښتنو کرویږنو لاندي ده.
درنښت
د پکتیکا ولایت ویاند
نبي الله پیرخیل

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *