تاند – د کرکټ د نړیوالې شورا د فساد او امنیت اداره (ACSU) د ۲۰۱۶ کال د شل اوریز نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې د افغانستان او هانګ کانګ د مسابقې په اړه څېړنه کوي.

دې شورا ته د افغانستان لوبه غیرمعمولي ښکاره شوې ده.

د (espncricinfo.com) د راپور له مخې، د هانګ کانګ او افغانستان د مسابقې په اړه به تحقیقات وشي.

دا مسابقه، چې په ډبلین کې وشوه، هانګ کانګ په ۵ ویکټونو وګټله او د ۲۰۱۶ نړیوال جام سیالیو ته یې لاره ومونده.

هانګ کانګ په وروستي اور ۱۶ منډې وکړې او په وروستي توپ یې ۲ منډې جوړې کړې.

د کرکټ د نړیوالې شورا د فساد ضد او امنیت اداره غواړي چې د شرط تړلو له څو مخکښو شرکتونو سره خبرې وکړي څو د دې لوبې د غیرمعمولي توب د علت په اړه قضاوت وکړي.

د کرکټ د نړیوالې شورا لپاره د افغانستان په وړاندې د هانګ کانګ بری له دې نظره هم د شک وړ ښکاري چې افغانستان لا هم نړیوال جام ته د بري چانس لري خو که هانګ کانګ بایللې وای د مسابقو له دوامه پاتې کېده.

ټاکل شوې ده چې سبا /پنجشنبه/ افغانستان د تورنمنټ له خورا کمزوري ټیم پاپو نیو ګېنې سره مخامخ شي. د بري په صورت کې افغانستان د ۲۰۱۶ کال د نړیوال جام په سیالیو کې د ګډون جوګه کېدای شي.

2 thoughts on “د کرکټ نړیواله شورا د افغانستان او هانګ کانګ د مسابقې په اړه تحقیقات کوي”
  1. دالوبه ده کتل اوبایلل لری خوافغان لوبغارو کمه بی غوری وکره دهانکانگ په مقابل کی

ځواب دلته پرېږدئ