په افغانستان کې ۴۰۰۰ لويې، تر ۱۰۰۰۰ منځنۍ او پاتې وړې کمپنۍ فعاليت کوي، چې د لويو کمپنيو پنځه سلنه، د منځنيو شرکتونو لس سلنه او د وړو شرکتونو له جملې هم ګڼ شمېر يې ماليه نه ورکوي.
له ۲۰۰۳ کال را پدېخوا په افغانستان کې د آیسا ادارې له لوري ۴۶ زره کاري جوازونه شرکتونو ته وېشل شوي دي، چې کابو ۳۰۰۰ يې بهرنيانو اخستي دي. په دغو جوازونو کې د سوداګرۍ وزارت له لوري د صادراتو او وارداتو لپاره وېشل شوي جوازونه نه شمېرل کېږي.
تر دې مهاله پانګوالو په خپله خوښه ۱۱۰۰ جوازونه لغوه کړي دي. پدې کې هغه کمپنۍ نه راځي، چې خپل حسابونه يې ندي تصفيه کړي او اوس يې فعاليتونه درېدلي دي.
له ۲۰۰۳ کال را پدېخوا په افغانستان کې زياته پانګونه په ترتيب سره په ساختماني، کرنې، مشورتي او خدماتي او همدا ډول په صنعتي برخه کې شوې ده.
له پانګونې څخه د ملاتړ ادارې د مسوولينو د معلوماتو له مخې له وېشل شويو ۴۶ زره جوازونو څخه ۳۰۰۰ بهرنيانو اخستي او يا هم بهرنيان پکې ونډوال دي.
د ايسا ادارې مرستيال ابراهيم شمس له محور سره په خبرو کې وويل، بهرنيانو په تخنيکي او ساختماني برخه کې پانګونه کړې ده، خو دغه پانګونه لنډ مهاله ده: ((هېڅ بهرني په اوږد مهاله او يا هم توليدي او صنعتي برخه کې پانګونه نه ده کړې. دوی له بهرنيانو سره په افغانستان کې پروژوي کار کړی دی.))
د ښاغلي شمس د معلوماتو له مخې يو شمېر کمپنۍ او اشخاص د بېلابېلو دلايلو له امله د خپلو جوارونو د لغوه کولو په هڅه کې دي او يا يې هم لغوه کړي دي: ((تردې مهاله ۱۱۰۰ جوازونه پانګوالو په خپله خوښه لغوه کړي دي. په دې کې هغه کمپنۍ نه راځي، چې خپل حسابونه يې نه دي تصفيه کړي او اوس يې فعاليتونه درېدلي دي.))
بلخوا د ماليې وزارت چارواکي وايي، ډېر داسې شرکتونه او کمپنۍ شته، چې له څو کلونو را پدېخوا يې خپل مالي حسابونه نه دي تصفيه کړي.
د ياد وزارت وياند عبدالقادر جيلاني محور ته وويل، په افغانستان کې له ۳۰۰۰ تر ۴۰۰۰ لوی، له ۸۰۰۰ تر ۱۰۰۰۰ منځنۍ او پاتې وړې کمپنۍ فعاليت کوي. دی وايي، په لويو کمپنيو کې پنځه سلنه ماليه نه ورکوي، په منځنيو شرکتونو کې لس سلنه او په وړو شرکتونو کې هم ګڼ شمېر يې ددې هڅه کوي، چې ځان له ماليې ورکولو خلاص کړي. د ښاغلي جيلاني په خبره، په ماليه نه ورکوونکو کې کورني او بهرني شرکتونه شامل دي، چې له ماليې نه د ځان خلاصولو په لټه کې دي او يا هم ترې تښتي.
تر دې مهال په افغانستان کې ټولو هغو پانګوالو ته يو ډول شرايط برابر شوي وو او اوس اوس د اقتصادي شورا له لوري د پانګوالو لپاره د يو لړ اسانتيا وو خبر ورکړل شوی دی.
آيسا په تازه مهال کې په افغانستان کې د پانګونې د زياتېدو لوی لاملونه په کاني زېرمو کې پراخې پانګونې او د پانګوالو هغه ګټه وټه بولي، چې په خبره يې په نورو هېوادونو کې په دومره لويه کچه نه شي ترلاسه کېدای.
همدا مهال په افغانستان کې لويو او وړو پانګوالو هڅې پيل کړې، چې د کاني زيرمو او توليد په برخه کې خپلې پانګونې زیاتې کړي، خو په ورته وخت کې يوشمېر نور بيا د خپلو جوازونو د لغوه کولو په درشل کې دي.
له پانګونې د ملاتړ اداره وايي، په تېرو لسو کلونو کې په افغانستان کې ۹ ميليارده ډالره پانګونه شوې، چې دريمه برخه يې د بهرنيانو له لوري ده. د دوی په خبره د تېر کال په پرتله په دغه پانګونه کې ۲۰ سلنه زياتوالی راغلی دی.