په دغه پلاوي کې چې مشري  د لوی درستیز مرستیال ډګرجنران مراد علي مراد کوله ، د دفاع وزارت یوشمیرجنرالانو ملګري ول.

دوی لومړی  د(۲۰۳) تندر قول اردوله قومندانۍ بیا له څلورمي لوا وروسته دلوګرولایت مقام کې ددی ولایت والي محمد حلیم فدایي ، دولایت مرسیتال ، دولایتي شورا مشراوغړي ،امنیه قومندن، دملي امنیت ریس ، دڅلورمي لوا قومندان اود هماهنګۍ له قومندان سره ولیدل.

دلوي درستیز مرستیال وویل چې مونږ ددی پیښي په اړه دملي اردوله سربازانو ، دبرکي برک ولسوالۍ له امنیتي اوملکي اداروله کارکوونکو اومحلي خلکوسره لیدلي اودرپوټ جزیات به دولس مشر ته له وړاندي کولو څخه وروسته څرګند شې.

وروسته دلوګرولایت والي راغلي پلاوي ته هرکلی وکړ اوزیاته یې کړه (چې دغه پیښه باید په جدي ډول سره وڅیړل شې ترڅوه د بیا تکرار مخنیوي وشې اوهم یې راغلي پلاوي ته وړاندیز وکړچې ددغه پیښي کوردینات باید له سره چک شې ،اوهم ولسمشر باید له ټولوهغه ولایت والیانوڅخه وغواړي چې په هماغه ولایت کې یوه یوه نمره ځمکه هغه شهید یازخمي چې دکوم ولایت وي ورکړل شې، اوله امریکایانوڅخه وغوښتل شې چې هر شهید ته (۵۰۰۰۰) زره امریکایي ډالراوزخمي ته (۱۵۰۰۰) زره امریکایي ډالرورکړي ، اودفاع وزارت دي په خپلواکرامو کې چې دشهیدانو اوزخمیانو لپاره دي زیاتوالی راولي ،دهمدي شهیدانو اولادونو ته دزدکړي زمینه برابرول ،اوهم باید د دفاع وزارت له خوا ددی شهیدانو فاتحه په عید ګاه جماعت کې واخستل شې اوهم دلوګرولایت مقام یې دراتلونکي دوشنبي په ورځ اخلي).

دیادوني وړده چې دغه پیښه دتیري دوشنبي په ورځ رامنځته شوی وه چې پکي اوه تنه دملي اردوسربازان شهیدان اواوپنځه تنه ټپیان شوه..

ولایت مطبوعاتي دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *