د خبري ناستې اعلامیه

د سمون او بدلون لپاره د ځوان فعالینو شبکه

د 1394 د چنګاښ 31 – د 2015 جولای 22

د سمون او بدلن لپاره د ځوان فعالینو شبکه د ځوان فعالینو د یو مقدر ترین خوځښت په توګه په لوګر ولایت کې د ملي اردو په سرتېرو د امریکايي او ناټو ځواکونو له لوري برید په کلکو ټکو غندي او په افغانسان کې د امریکايي ځواکونو له قومنداني او بهرنیو ځواکونو څخه په جلا توګه غواړي، چې په لوګر ولایت کې له ملي اردو سره د نه همغږۍ او له مخکې د نه پلان شوي برید د شهیدانو له کورنیو او نورو خلکو څخه بښنه وغواړي او د دې ناوړه پېښې په اړه وضاحت ورکړي.

له بل لوري د سمون او بدلون لپاره د ځوان فعالینو شبکه د ټاکنو د سمون کمیسیون کې د کسانو په بدلون او ګمارنه، چې د دوه ټاکنییزو ډلو په رهبرانو ښاغلي محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله نیوکه کوي، چې دا کمیسیون په افغانستان کې د دوه حاکمو ټیمونو څخه شمېرې، چې په مساوي ډول یې په خپل منځ کې سره ویشلی دی.

دا شبکه د پورته د پورته دوه موضوع ګانو په هکله خبل دريځ پدې ډول بیانوي:

الف- د امریکايي ځواکونو په برید کې د ملي اردو سرتېرو شهادت

  • د سمون او بدلون لپار د ځوان فعالینو شبکه د امریکايی ځواکونو له لوري په ملي اردو برید د حکومت د مشرانو چوپتیا په کلکو ټکو غندي او له ولسمشر څخه غواړي، چې پدې برخه کې د امریکا په مشري د ائیتلافي ځواکونو سره خبرې وکړي او ملت ته یې ژر راپور ورکړي.
  • د هیواد په ملي اردو د بهرنیو ځواکونو برید افغان ځوانانو ته په ځانګړې توګه د سمون او بدلن لپاره د ځوان فعالینو شبکې ته د منلو وړ ندی. ځکه د افغان حکومت او ناټو تر منځ د شوي هوکړه لیک خلاف دی. ناټو او امریکايي ځواکونه د افغان سرتېرو د روزنې، ملاتړ، زده کړې ته ملزمه ده، نه د هوکړه لیک په خلاف نظامي عملیات او جنګي ماموریت تر سره کړي. مګر هغه وخت یې کولا شي، چې د ناټو ځواکونه او تاسیسات له ګواښ سره مخ وي.
  • د سمون اوبدلون لپاره د ځوان فعالینو شبکه پدې باور ده، چې ناټو ځواکونو د هوکړه لیک په خلاف د افغانستان ملي اردو سرتېري په شهادت رسولي دي؛ پدې اساس امریکايي او ناټو ځواکونه مکلف دي تر څو د لوګر ولایت شهیدانو کورنیو او خلکو ته ډېر ژر پېښه روښانه کړي.
  • یاده شبکه تاکید کوي، چې خواشیني څرګندول د منلو وړ نده، لومړی د پېښې په هکله وضاحت او بیا ټولو کورنیو ته غرامت ورکړل شي او له افغان حکومت څخه غواړي تر څو بهرني ځواکونه د غرامت ورکړې او د دې غیرقانوني برید په هکله مفصله توضیحاتو ته مجبور کړي؛ بغیر لدې څخه به مونږ نورو مدني خوځښتونو ته مخه کړو تر څو خپلو حقه غوښتنو په وړاندې ودرېږو.

ب- د ټاکنییز نظام د سمون کمیسیون

  • د سمون او بدلون لپاره د ځوان فعالینو شبکه د ټاکنیز نظام د سمون کمیسیون له جوړښت څخه استقبال کوي، چې دا د ټاکنییز نظام د سمون لپاره یو ګام دی. ولې د دې کسانو په ګمارنه کې، چې زیاتره یې په تېرو ټاکنو او اوسني حاکم ټیمونو پورې تړلي دي ډېره اندېښمنه ده او دا کمیسیون د دواړو انتخاباتي ټیکټونو څخه شمېرې – نه د نورو بالقوه تاثیرلروونکو سیاسي خوځښتونو د نظریاتو تمثیل کوونکی.
  • شبکه پدې باوري ده، چې د ټاکنییز نظام د سمون کمیسیون په هیواد کې د سالمو ټاکنو د تر سره کولو لپاره جوړ شوی دی- نه په افغانستان کې د دوه حاکمو ټیمونو د ګټو د تامین لپاره. مونږ پدې عقیده یو، چې په افغانستان کې یواځې او یواځې ښاغلی غني او عبدالله یې د ټاکنې او ویش حق نلري، بلکې په بالقوه توګه د نورو مقتدرو سیاسي حرکتونه، چې د هیواد په سیاست کې فعال شتون لري، د دې جغرافیا یوه برخه دي او که وغواړي، چې د یو ظرفیت په توګه د دې خویش خوري په وړاندې ودريږي بې له شکه به ګټوونکي او سیاسي بحثونو کې برلاسي وي. نو پدې اساس هیله کوو، چې ښاغلی غني او عبدالله د هیواد مهمو او اساسي بحثونو ته لومړيتوب ورکړي او په خپل زړه او سلیقه یې توګه د هر کار اقدام ونکړي.

و من الله توفیق

د سمون او بدلون لپاره د ځوان فعالینو شبکه

کابل

د بیان مطبوعاتي تالار

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *