تاند- د ۲۰۱۶ نړیوال شل اوریز جام د غوراوي پړاو په سیالیو کې نن افغان کرکټ ملي ټیم د پاپو نیو ګېنې ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه او د پر له بسې څلورم ځل لپاره نړیوال شل اوریز جام سیالیو ته بریالی شو.

افغانستان دا بری له دوو بدو ماتې وروسته ترلاسه کړ.

بیټنګ د پاپو نیو ګېنې لوبډلې د پچې له ګټلو وروسته پیل کړه چې په ټولو شلو اورونو کې یې د ۶ لوبغاړو د سوځیدو په بدل کې ۱۲۷ منډې جوړې او افغان کرکټ ملي لوبډلې ته یې د ۱۲۸ منډو هدف وټاکه.

د افغان توپ اچونکو لخوا شاپور ځدراڼ ۲ او محمد نبي عیسی خیل، میرویس اشرف، حمید حسن او دولت ځدران د سیالې لوبډلې یو یو لوبغاړی وسوځاوه.

1افغان کرکټ ملي لوبډلې ورکړل شوی هدف د سیالۍ په ۱۹ اوور کې د ۴ لوبغاړو په سوځیدو بشپړ کړ.

په دې مسابقه کې د افغانستان لپاره تر ټولو ښه بیټنګ نوروز منګل وکړ. ده ۶۵ منډې جوړې او د سیالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.

د ۲۰۱۶ نړیوال شل اوري جام ته د رسېدو لپاره دا د افغانستان وروستی چانس و. پر عمان او هانګ کانګ بایللو نړیوال جام ته د افغانستان د رسېدو هیلې کمزورې کړې وې.

2 thoughts on “افغانستان د درېم ځل لپاره نړیوال ۲۰ اوریز جام ته بریالی شو”
  1. افغان کرکټ ملي لوبډلې ورکړل شوی هدف د سیالۍ په ۱۹ اوور کې د ۴ لوبغاړو په سوځیدو بشپړ کړ.

    په دې مسابقه کې د افغانستان لپاره تر ټولو ښه بیټنګ نوروز منګل وکړ. ده ۶۵ منډې جوړې او د سیالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.

    د ۲۰۱۶ نړیوال شل اوري جام ته د رسېدو لپاره دا د افغانستان وروستی چانس و. پر عمان او هانګ کانګ بایللو نړیوال جام ته د افغانستان د رسېدو هیلې کمزورې کړې وې.

    د افغان توپ اچونکو لخوا شاپور ځدراڼ ۲ او محمد نبي عیسی خیل، میرویس اشرف، حمید حسن او دولت ځدران د سیالې لوبډلې یو یو لوبغاړی وسوځاوه.
    نو دوی ولی هغه اوتوله یی اوت کرل
    په درناوی

  2. وایی: واحـــــــــــــــــــــــــدالله وســــــــــــــــــــــــیم

    ددوی دلابریاوو په هیله سرلوړی دی اوسی حصوصاشاه پور ځدران چی ډیر ښی لاسته راوړنی لری الله دی کامیاب لری

ځواب دلته پرېږدئ