صیام الدین پسرلی

د جغرافیوي موقعیت له مخې دا سیمه ډېره حساسه او د اهمیت څخه ډکه ده. له یوې خوا ستراتیژیک موقعیت یې او له بلې خوا د دې سیمې منابع او زیرمي هغه څه دي، چې له ډېر وخت را په دې خوا  دلته جنګ، ویر او وحشت جوړ کړي.

د دې سېمې خلک ډېر غریب، بې سواده او خوش باوره دي. لږ پوه او باسواده خلک چې په کې پیدا شي، نو نورو هېوادونو ته تښتي بیا د ویري، درد او غم له ډاره بیرته نه ستنیږي. یوازې هغه ډله چې خپل منافع یا ګټه په دغه سیمه کې ګوري د لنډ وخت لپاره بیرته ستنیږي.

مشران یې  خپل قدرت پایښت په نژادې، مذهبي، ژبنې، او سمتي تعصباتو کې ګوري. همدا لامل دی، چې هڅه کوي څو خلک په کورنیو او خپل منځي اختلافاتو او جنګونو ښکیل کړي. په دې کار نه یوازې د دې مشرانو قدرت پایښت مومي بلکې ګاونډیان او زورور هېوادونه هم ترې سوی استفاده کوي.

په دغه سېمه کې د خلکو وینه ډېره ارزانه ده. که دوی کوم خارجي تبعه ووژنې نو په مقابل کې همدا خارجیان د عمل باالمثل څخه کار اخلي حتی د خپل قهر د سړولو لپاره ډېر افراطي وژنې هم کوي، ولی که دوی څوک ووژنې بیا د پوښتنې لپاره څوک نشته، ډېری داسې مثالونه شته، چې په دغه سېمه کې خارجیان او مخالفین د دوی په ودونو، دودیزو او اختریزو مراسمو چاودنې کړي، چې په نتیجه کې لسګونه

ان سلګونه خلک وژل شوي دي.

ولس یې د سولي او وروولۍ تږي دي او د همدې هدف لپاره سرګردانه ښکته پورته منډي وهي او قرباني ورکوي، خو له بده مرغه  د پردیو په دسیسو او لمسون د داعش، طالب، القاده، دولتي او غیر دولتي کارمند په نومونو شهیدان کېږي.

په دغه سیمه کې دوه ډلي خلک ډېر نفوذ، قدرت او قدر لري.

اول: هغه ‌ډله چې  د پرمختللي خارجي هېوادونو ملاتړ ولري او یا په ساده اصطلاح د خپل ملي منافعو په نسبت د خارجي ملاتړ کوونکي هېواد منافعو ته ترجیع ورکوي.

دوهم: هغه ډله خلک چې د خپل معاش تر څنګ د حرامو لارو لکه غلا، رشوت، قاچاق، خیانت، جاسوسي، اختطاف او نورو لارو پیسي پیدا کوي.

پخوا وختونو کې دا ډول خلک په دغه سیمه کې ډېر پست، رزیل، کم عقل او لعنتي انسانان ګڼل کېدل، خلکو به ورسره راکړه ورکړه نه کول حتی کورونو ته به یې اور اچول، خو اوس برعکس عمل کېږي. خلک دې ته نه ګوري چې دا خلکو د کومو لارو پیسي او قدرت پیدا کړي. بس چې پیسي او قدرت ولري دوی یې چاپلوسي او نوکري کوي.

ډېر پخوا ددې سیمې خلکو په لوړو سترګو په نورو قدرت کاوه، په نړۍ کې د غیرت میړانې او اتفاق مثل یې نه پیدا کېده، په سیاست، اقتصاد، فرهنګي او نظامي چارو پوه خلګ وه. جغرافیوي ساحه یې ډېره پراخه وه،  خو د ځینو وحشي انسانانو د لاسه د دوی ټول هستي او ویاړونه په اوبو لاهو شو. جغرافیوي ساحه یې تقیسم شوه، اختلافات او جنګونه ډېر شو، مکتب، کلنیک، کورونه، بندونه، پلونه، سړکونه او پارکونه ټول وران او ویجاړ شول. خو له نیکه مرغه د دې سېمې خلک د خپل خاوري څخه د سر په قیمت دفاع وکړل، حتی تر دې چې دا سېمه د زورواکو او یا لويو امپراطوریو د قبرستان په نامه هم یادیږي.

جنګونه او وژنې ددې سبب شو، چې ددې ویاړلي ولس ټول ارزښتونه په اوبو لاهو شي. تل دا ولس هڅه کړی، چې بیرته پخپلو پښو ودریږي او ټول د لاسه ورکړل شوي ارزوښتونه ژوندی کړي، خو له بده مرغه د دوښمنانو د لاسه بیرته ځپل کېږي. له نیکه مرغه دا ولس د پردیو په لاسوهنو او تخریبي کارونو پوه شوی دی، اوس دوښمن د دوست په جامه دوی نه شي غولولی.

دا سېمه د اسیا په زړه د ایران، پاکستان، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او چین هېوادونو په منځ  کې  پرته ده. دا سېمه جسد او اسلام یې د روح په معنی دی. دوښمنانو ډېري هڅي کړي، تر څو د اسلام پر ځای نور مذاهب او نظامونه عام کړي، خو شکر نه دي توانیدلي.

د دې سېمې د ابادۍ او تل پاتې سولې په هېله

One thought on “وحشتناکه سیمه!/ صیام الدین پسرلی”
  1. د یتیم ناهیلې اختر! اختره د خپل ذاته او نوم له اړخه بختور یې خو د یتیم لپاره نه! ولئ هغه دا چې د یتیم د ښکلاګانو نړۍ ړنګه بنګه غوندې لکه چې خړ سیلاب باندې لاهو شوي وي . هغه د هیلو په نامه څه نه پيژني – هغه یواځې د ژوند کولو د پاې نیټې ته سترګې په لاروي – هغه د ژوند د خوښیو او رنګینو څخه په اړخ وخت تیروي- هغه خپله د وخت رښتنې او خیالي نړۍ ړنګه بولي – هغه ځان تر نورو کم بولي – هغه ټول څیزونه د خپلې کم بختې له اړخه او زاوي تلي – هغه وایې زه د هر څه کرکه لرم ان تر ځانه – ولئ ولئ داسې وشي – ولئ ولئ داسې وشي. یاد یتیم یعنی *شپون* څخه پوښتنې په ترڅ کې داسې وایې: شپونه ژوند خو داسې پیژندنه نه لري، ته ولئ داسې پیژندنه د ځان لپاره ترې غوره کوی – وائی ویل:- په درد دې هغه دردمند شي چې څوک په درد پوهیږي ، د درد په معنی پوهیږي ، منم چې ستا د ژوند فلسفه د تل په څیر ځآنګړې وي خو زه په ټوله معنی تاته درناوې لرم ګودر جانه …. ته پوهیږې چې ما څه د لاسه ورکړي ….هممم… پوهیږم آشنا…نو ځکه نن ستا سره د غم په ټغر یوځای ناست یم ..هو تا د ژوند سجده او کعبه دواړه د لاسه ورکړي ځکه دې نن د اختر ښکلا، پلوشې، نغمې په څیره نه بریښي …منم ستا د ژوند برخلیک داسې ټاکل شوې وه .. تا ځآن د کلې د چم خان بللو خو ستا ټولې خوښۍ لاړې په سیند لاهو شوی هو دا مې هم لکه دا اوس ساعت په څیر یو دم په کلې کې ناڅاپه چغې شوی ویلی چې شپون یتیم ،صغیر او بې مټه شوه …زه دې وخت کې د دفتر څخه د کور په دروازه وم…ما هم تازه نوې نوې د خپلې کعبې غم لیدلې وه که څه هم زما له کاله سره دومره تبه او اړخ نه لګیده ولې د خپلو ورورنو د غم غلطې لپاره تللم .. زه ولئ نه تللم ؟ ځکه د خداې بخښلی مور یاداښتونه مې په هر څه کې وه – نو ځکه ماته ډیره ستونزمنه وه چې وخت مې ورسره پاس کړی وی که څه هم ملګرو مې راته ویلې چې ګودره دومره غم او اندښنه مه کوه – خو دا چیرته کیداې شوه خو دا یواځې د هغوی ډاډ ګیرنه او زړه سوی وه. ولې ماته دا ډیره ستونزمنه ده چې ان زه یې د ګور په غاړه هم هیره کړم … چغې او غوغا شوه بیا مې د خپل تیر ژوند ټول انځور په ذهن ودُرمیدو د خولې مې چیغه ووتله اند مې دا وه چې مونږه خو یو جنازه تیره اوونۍ له کاله وویستله الله (ج) دې خیر کړي چې بیا څه پیښ شوي. څو شیبې وروسته مې بیک کیښود – ورور مې هم ماته هک حیران کتلې زه هم د مور یاداښتونو اخیستې وم ور غاړې وتم او ښه مو سره وژړل – ورته وه مې ویل وروره خیر دا د رب پریکړه ده اجر یې شته دې ، سم د لاسه مې په غږۍ (تلیفون) کې ټالې راغله وه یې راته ویلې چې د شپون ستا د کوچنیوالي ، ټولګیوال، زړه رازمن، خوږ د یو کاسې او منګې ملګري پلار ، مور او ورور هغه څو شیبې وړاندې چاودنه کې لدې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې. بیا مې سم د لاسه غم را تازه شوه او په منډه لاړم چې کتلې مې ډیر ملګري او خپلوان یې سره یوځای شوي وه پدې وخت کې امبولانس راغی- سم د لاسه ور جګ شوم جنازې مو ترې راښکته کړې فکر مې کولو چې څنګه شپون خبر کړم چې داسې پیښه شوې- تلیفون ته مې لاس کړ او ټالې مې ورته وکړه او د خبرو په لړ کې مې سړی پوه کړ او ورته وه مې ویلې چې آشنا که ناست یې ولاړ شه او که ولاړ یې را روان شه کور دې څه به پکار وي اختر هم نږدې دی نو سره کوم ته به چکر هم ووهو لږ ساعت به مو سره تیر شي . پوره شیبه وروسته راغې د تل په څیر یې زما سره ښه روغبړ وکړ … خندا او ټاکه یې توپير نه درلود – نور ملګري هم ولاړ وه خو هریو دا آجازه ځان ته نه ورکوله چې شپون ته په جرأت او لوړ غږ دا خبره وکړي چې ستا د ژوند ښکلا، نغمې ، د خوښیو غیږه ، د خندا ناسته، د آرامتیا نړۍ او آن ستا هر څه رنګ بنګ شو. ملګرو وویل : ګودره ستا خبره پرې بده نه لږي ته ورته خبره راغبرګه کړه او مونږ به ورته ډاډ ګیرنه ورکړو. شپونه دا ژوند یو څو ورځې دی لکه سترګې پټی کړه او بیرته یې خلاصه یې کړه او لکه چې څنګه په قران کریم کې زمونږ اوستاسې رب فرمایې (هر یو ژوندې نفس به یوځل مرګ مزه څکي)، خو انسان باید نیک کارونه او نیکې کړنې وکړي ترڅو ښه یې څوک یاد کړي او ورپسی خواشیني شي نور دې ژوند کې څه نه دي پاتې لکه تاته بهتره پته ده ما هم څو ورځې وړاندی خپله کعبه له لاسه وکړه ما د رب پریکړه په ورین تندي ومنله او بس ځکه مونږ شکر مسلمانان یو..ته هم نن ورځې په یو آزمون کې یې ځکه دا ملګري سره راټول دي ..شپون رنګ سور او ژیړ شو….وایه وایه ګودره څه شوي …شپونه ته باید صبر او زغم څخه کار واخلې ستا مخته لوې واټن د ژوند پروت دی ، منم ته به ډیر دردمند شې مونږ ټول تاسره پدې غم کې شریک یو داسې فکر ونه کړی چې ته یواځې یی یا یم..؛ شپون سم د واره د زړه له تله چیغه پورته کړه او وه یې ویلې چې زه پوه شوم کورته په منډه لاړ او ښه پوره شیبه یې تیره کړه خو مونږه ټولو ملګرو دې په چل راوویست تر څو نورو مراسمو لپاره دده مشوره او سلا هم واخلو او ورسره ورسره د خارور سپارولو پریکړه مو سره ونیوله تر څو په سبا سهار مو جنازې خاورته وسپارلې دا ساعت هم ډیر دردونکې وه ټولو ملګرو لپاره ځکه دا یواځې د شپون غم نوه بلکې دا د ټول کلې غم وه نو ځکه ټول کلیوال خواشیني وه. د کلې ملا د نورو جنازو په څیر تقریر ونه کړه دا ځل هغه هم ډیر زیات خفه وه ځکه ډیره دردوونکې پیښه وه او شپون، پلار او ورور یې د ټول کلې سرتاج وه نو ځکه د نورو کلیوالو غم رازي ورسره ډیره وه او ټول کلې کې سم ماتم وه او هر کلیوال د غم نه ډکه فلسفه د چرتونو ځان سره د کور په لور یوړله او سره خواره واره شوه.ما چې شپون ته کتلې که څه هم د شپون ډیر خپلوان او خواږي راغلي وه ولې شپون زما او زه د هغه لپاره د ورور ځینې کم نه وم لاس یې راته په غاړه کې راچوه او راته په کړیکو وژړل ویلې: چې زه اوس چیرته لاړ شم دې وخت کې ډیر ملګري ناست او څوک ولاړ وه ټول د سترګو به پوښتنې اوښکې راغلی او ټول په ژوره معنی خواشینې وه – وروسته ټول سره یو ځآی د کلې د دیرې په طرف لاړو. دا هغه کورنې وه چې د شپون لپاره د جنت ځینې کمه نه وه…د هېواد بدبختو،رضیلو دښمنانو د شپون د خوښیو نړۍ ور ړنګه کړله او دی یې د تل لپاره ناهیلۍ په ټغر کښیناوه…شپون وایې اختر د خپلې کورنۍ سره خوند او مزه کړي نو زه څنګه په جلا او یو سر باندې اختر ولمانځم..اختر د خوشحالۍ ، خوښۍ، مینې خپراوي وختونه وي مانه د وخت دښمنانو هرڅه اخیستې نو زه څنګه دا خوښي ولمانځم ؛ قضاوت ستا پر لاس….. که څه هم زړه مې نه خوښتل چې دا څو کرښې راوکښم ولې شپون سره زما خورا مینه ده نو ځکه دیته یې اړ کړم چې تاسې هم پدې اختر خوشحالیو کې خفه کړم. ټول به سره لاس پورته کړو چې یا الله (ج) زمونږ په هېواد کې د تل پاتې سولې ریښې ټینګې کړه او ددې هېواد دښمنان هلاک او تباه کړه. لیکنه: الهام الله بابر ځای: کابل پوهنتون – دهبورې څلور لارې ته څیرمه نیټه: ۱۹ جولاې د ۲۰۱۵ عیسوي کال

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *